پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهد خبریالانو نړیوال فدراسیون: ۲۰۲۴م کال د خبریالانو لپاره مرګونی کال وو

د خبریالانو نړیوال فدراسیون: ۲۰۲۴م کال د خبریالانو لپاره مرګونی کال وو

تاند ( چهارشنبه د مرغومي ـ جدي ۱۲مه) د خبریالانو نړیوال فدراسیون (IFJ) وایي، چې ۲۰۲۴ میلادي کال د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو لپاره یو له تر ټولو مرګونی کال وو.

یاد بنسټ وایي، په ۲۰۲۴ میلادي کال کې ۱۲۲ خبریالان او رسنیز کارکوونکي وژل شوي دي.

د خبریالانو د نړیوال فدراسیون زیاتوي، چې له یادې ډلې ۱۴ یې ښځې دي.

د سرچینې د راپور له مخې په ۲۰۲۴ کال کې ۲۲ خبریالان په اسیايي هېوادونو کې وژل شوي او ۵۸ سلنه د خبریالانو وژنې په منځني ختیځ، په ځانګړي ډول په فلسطین، لبنان او سوریه کې شوې دي.

د خبریالانو ملاتړ ادارې هم د جګړې له ښکېلو لوریو غوښتنه کوي، چې د خبریالانو او رسنیو کارکوونکو ژوند خوندیتوب ته پام وکړي او زیان ور ونه رسوي.

دوی وایي خبریالان بې پرې دي او پرېږدئ چې د ولس پر ستونزو د حل په موخه راپورونه وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میزان ۲۸ د ازبکي ژبې ورځ ده

تاند- نن د میزان یا تلې ۲۹ مه، چې د اکتوبر له ۲۱ سره برابرېږي، د افغانستان د ازبکي ژبې له ورځې سره برابره...