تاند (چهارشنبه، د جدي/ مرغومي ۱۲ مه) ایکانومیک ټایمز ورځپاڼه وايي، پاکستان له تاجکستان سره اړیکې نیولي ترڅو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په وړاندې یو متوازن شریک ومومي. دا پرمختګ د افغانستان او پاکستان په سیمهییزو اړیکو باندې اغېز کولای شي.
څارونکي وایي چې تاجکستان، که څه هم ممکن د طالبانو په وړاندې د فشار غوښتونکی وي، خو ښایي د کابل د اوسني حکومت په وړاندې د امنیتي اتحاد جوړولو ته لیوالتیا ونه لري.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دوشنبې په ورځ د پاکستان د استخباراتو له عمومي رییس، جنرال محمد عاصم مالک، سره ولیدل او د سیمهییز امنیت په تړاو یې څو موضوعات وڅېړل.
د ورځپاڼې پر اساس، د دې ناستې اصلي اجنډا د طالبانو د اغېز په وړاندې د پاکستان او تاجکستان د دولتي او امنیتي جوړښتونو ترمنځ همغږي وه، په ځانګړي ډول د کابل او اسلامآباد ترمنځ له وروستۍ وسلهوالې نښتې وروسته.
د دې هندۍ ورځپاڼې پر اساس، تاجکستان، د منځنۍ آسیا د نورو هیوادونو خلاف، له طالبانو سره خپلې اړیکې نه دي پراخې کړې، خو ورو ورو له کابل سره کاري اړیکې ټینګوي.
د جماعت انصارالله اسلامپاله ډله، چې غواړي د رحمان حکومت وپرزوي، په افغانستان کې فعالیت کوي.
د طالبانو یو شمېر وسله وال مخالفان، چې ځان د ملي مقاومت جبهه بولي او د هغو مشر احمد مسعود په تاجکستان کې اوسي. آی ایس آی هم غواړي چې له تاجکستان سرله په همکارۍ دا جبهه د طالبانو په وړاندې پیاوړې کړي او د هغوی په وسیله د طالبانو پر حکومت فشار راوړي څو د ټي ټي پي مخه ونیسي.
پلار يي هم حمیدګل ته يوه دوره سپيتوب کړی و اوس یي د پاپي نوبت دی. دوی نو نور څه کسب و کوالیټي لري غیر له نيابتي سپيتوب.
اوس افغانان هوښیار شوی، ستاسی منافقت او د اسلام تجارت باندی ټول ښه پوه شویدی ،ځکه اوس هغه د 50 کاله پخوا افغانان ندی چه د دیوبند او اخوانیت ، بریلویت او مودودیت او نورو نومو باندی استعمالول ، اوس ستاسی ټول شیطانی مدرسی او ملایان ښه پیژنل شوی دی چه ټول مو په ملکی جامه کی نیظامیان او ذ سرکار خلک ول، کرنل امام اوس نلری ، سمیع الحق نلری، قاضی نلری ، ملافضلو ډیزلی مو اوس کار نه ورکوی.
وایی: اوبو وړلی هری خواته لاس اچوی. د پاکستان سیاسی او کورنی اقتصادی وضعیت ډیر خراب دی. طالب حکومت د سیاست زده کړی او لدی وضعیت څخه دی درسته استفاده وکړی. تر ټولو لومړی ښه کار به دا وی چی طالب حکومت نړیوال رسمیت تر لاسه کړی د مکاتبو دروازی خلاصی کړی دوی هم د سړی ځامن ندی هره ورځ یو ضد اسلامی فرمان د یو غایب کس لخوا د اسلام ت چتر لاندی صادریږی. کارونه یی ټول ملایانو ته سپارلی، د موسیساتو په کارو کی دوی مداخلت کوی، د ښځو طبابت دوی نه منی … دی څخه هم خوند اخلی چی ښځی یی په سپین بولدک کی بی عزته شی او نارینه ډاکټر یی ورته ښه معاینه کړی ـ د یوه بمبارد ضد وسایل نلری او نه هم جوړولی شی ځکه چی دوی د تکنالوژی او تعلیم مخالف دی. لعنت دی ستاسو په حمارت هم شی. خلک ټول تاسو څخه په تیښته کی دی.
افغانان خو پرتاجیکانو کار نه لري ، دوی زمونږ بې غرضه ګاونډیان دي او که احیانا د پنجابیانو له خوا استعمال شي ، دا پروژه به خپله د تاجیکانو نه بلکې د بل چا وي . په نتیجه کې به د امام علي میراثي پاچاهي ړنګه او هلته به جګړې دوامداره شي .
پنجاب خو هسې هم د خدای په غضب اخته دی ، د افغانانو د 50 کاله مظلومیت او آزار به آخر دا منافقین د دوزخ ټیټو کندو ته واچوي
پاکستان به هیڅکله د طالبانو په ضد اقدام ونه کړی خو د خپلی مکاری او شیطانی پلان له مخی به تاجکستان نارام او په جګړو اخته کړی. دا هسې یوه دسیسه او د طالبانو د پروژې لا زیات خپرول دی.