تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) د پاکستان حکومت تر ۱۰ زره د زیاتو هغو پاکستانیانو پاسپورټونه بند کړي دي چې په وروستیو کې له ایرانه ایستل شوي، څو دوی بیا اروپا ته تګ هڅه ونه کړي.
د اسلامآباد رسنیو د سېشنبې په ورځ، د جدي ۱۱مه، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د سرچینو په قول وویل چې حکومت پرېکړه کړې ده د هغو ۱۰ زره او ۴۵۴ پاکستانیانو پاسپورټونه بند کړي چې له پولې د غیرقانوني اوښتو له کبله ایران نیولي او بېرته یې پاکستان ته سپارلي دي.
د ایران د اسلامي جمهوریت سرحدي ځواکونو دا پاکستانی اتباع، چې په تېر یو کال کې د ایران خاورې ته په غیرقانوني ډول ننوتلي وو، د تفتان په سرحدي ښارګي کې د پاکستان چارواکو ته سپارلي وو.
پر دې سربېره لږترلږه ۱۰ زره پاکستانیان لا هم د ایران په محبسونو کې بندیان دي. دا کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
ایران د هغو لسګونو زرو پاکستانیانو لپاره یوه اصلي لار ده چې هره میاشت اروپا ته د رسېدو لپاره خطرناک او غیرمعمولي لارې غوره کوي، چې ډېری یې د دې هېواد ځوانان دي.
د ۲۰۲۴ کال په دوبي کې، د مهاجرینو یوه غیرقانوني کښتۍ یونان ته نژدې په اوبو کې واوښته چې له امله یې ۴۰ پاکستانی وګړي مړه شول. دا پېښه د شهباز شریف حکومت لپاره دلیل شوه چې د انسانانو د قاچاق ضد او د غیرقانوني مهاجرت غوښتونکو پر وړاندې نوي ګامونه واخلي.
د وروستیو وسلوالو حملو له امله، چې په هغو سیمو کې ترسره شوې دي چې مخکې د پاکستانیانو لپاره د وتلو عادي لارې وې، قاچاقبران اوس ډېرې خطرناکې لارې کاروي..
د ارقامو له مخې، ایران د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ خپلې خاورې ته لږترلږه ۶۲ زره پاکستانی اتباع د غیرقانوني ننوتلو په تور نیولي دي، چې ډېری یې د پنجاب اوسېدونکي دي.
اسلامآباد په دې وروستیو کې پرېکړه کړې چې د هغو پاکستانیانو پاسپورټونه بند کړي چې د غیرقانوني مهاجرت ترڅنګ په نورو هېوادونو کې د نورو جرمونو په تور نیول شوي یا تورن شوي دي.
څو ورځې مخکې، د شاوخوا ۲۵۰۰ هغو پاکستانیانو پاسپورټونه بند شول چې په متحده عربي اماراتو کې د مخدره موادو په جرمونو یا نورو جرمي فعالیتونو تورن شوي وو.
شاوخوا دوې میاشتې وړاندې، د ۴ زرو پاکستانیانو پاسپورټونه چې په سعودي عربستان کې د سوال کولو په تور نیول شوي وو، د اسلامآباد له خوا بند شول.
پاکستاني چارواکو په شتمنو هېوادونو کې د خپلو اتباعو سوالګري د شرم لامل بللی دی.
د شهباز شریف په مشرۍ د کابینې د دوشنبې د ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د پاسپورټونو پر بندېدو سربېره، پر هغو پاکستانیانو به، چې په نورو هېوادونو کې سوالګري وکړي، درنې جریمې هم ولګول شي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د شریف د حکومت د کورنیو چارو وزارت پلان لري چې د هغو ۱۵۰۰ پاکستانیانو پاسپورټونه هم بند کړي چې په تېرو شپږو میاشتو کې له عراقه ایستل شوي دي.
د هغو پاکستانیانو او افغانانو کره شمېره نهده ورکړل شوې چې د ایران په سرحدونو سیمو کې د غیرقانوني مهاجرت پر مهال وژل شوي، په ځانګړي ډول د پاکستان د بلوچستان او د ایران بلوچستان ترمنځ.
شهباز شریف، چې د تېر کال د حوت په وروستیو کې په دویم ځل د صدراعظمۍ چوکۍ ته رسېدلی، لا هم د دې هېواد له ګڼو اقتصادي او سیاسي ننګونو سره مخامخ دی.
دا محمد عارف اغا خو کټ مټ زموږ د رئیس الوزرا د معاون صاب ملا غني برادر غوندې قواره لري.