تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ ۳۰ بستریز مرکز ته مالي مرستې درولی دی. دا پرېکړه د طالبانو د روغتیا ریاست د چارواکو د پرلهپسې مداخلو او فشار له امله شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان دا پرېکړه د سې شنبې په ورځ هغه مهال وکړه چې د کندهار د طالبانو روغتیا رئیس هڅه وکړه چې یاد مرکز یوې زړې او د کمو وسایلو ودانۍ ته ولېږدوي.
په کندهار کې څو سرچینو وویل: «دا مرکز له ځانګړو معیارونو سره سم جوړ شوی دی. او دا ممکنه نه وه چې دا روغتیايي مرکز دې بلې ودانۍ ته انتقال شي نو بالاخره وتړل شو.»
په کندهار کې د روغتیا نړیوال سازمان یوه استازي د دغه روغتیايي مرکز د تړل کېدا خبر تایید کړ او څرګنده یې کړه چې دغه سازمان اړ شو چې خپلې مرستې ودروي.
هغه وویل: “زموږ په فعالیتونو کې د پرلهپسې مداخلې له امله، موږ اړ شو چې دا مرکز وتړو. نن ورځ، موږ ټول طبي وسایل چې ارزښت یې سلګونه زره ډالر دی، د کندهار د روغتیا ریاست ته د سیمهییزو چارواکو په شتون کې وسپارل.”
د کندهار د طالبانو روغتیا ریاست ویلي چې پلان لري دغه مرکز د سپین بولدک لپاره په یوه عمومي روغتون بدل کړي او اوسنی ځای د یو پراخ روغتیايي کلینیک لپاره وکاروي.
دغه مرکز، چې د روغتیا نړیوال سازمان له خوا جوړ شوی و، لسګونه طبي کارکوونکي یې درلودل او د ځایي سرچینو په وینا، په ورځ کې یې له ۱۰۰ څخه زیات ناروغان تداوي کول.
داسي ښکاري چې په کندهار کې مېشت طالب مشران په لوی لاس غواړي چې هر څه وران ویجاړ کړي. دوی د نجونو د زده کړو او کار مخه نیولې او وروسته له دې چې نړیوال او افغانانو د دوی د یوه کار په غندلو ستړي شي، یوه بله ناندرۍ پیل کړي چې بیا د خلکو انتقادونه وپاروي.
افغانستان او د طالبانو نظام ته د طالبانو د کندهار د مشرتابه د وفادارۍ په اړه ډیری افغانان شک لري او باور کوي چې ښايي دا ډول کارونه د ګاونډي هیواد په امر کوي.