تاند (چهارشنبه، د مرغومي/ جدي ۱۲ مه) د بې غورۍ او بې احتیاطۍ د زیاتېدو له کبله افغانستان سږ کال تر بل هر کال ډېرې ترافیکي پېښې لرلې دي.
پرون په دوو ترافیکي پېښو کې په میدان وردک کې د ۵ تنو او په فاریاب کې د ۳ تنو د مړینو راپور ورکړل شوی دی. خو ممکن تر دې ډېر کسان په ترافیکي پېښو کې مړه او ژوبل شوي وي ځکه چې د ګڼو پېښو راپور نه ورکول کېږي.
د میدان وردک د امنیه قوماندانۍ ویندوی یوسف اسرار وویل چې په دغه ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې د دوو ماشومانو په شمول ۵ تنه مړه شوي.
د ده په وینا دا پېښې د کابل – کندهار د لویې لارې په اوږدو کې، چې له میدان وردک ولایت څخه تېریږي، په نرخ او سیداباد ولسوالیو کې شوي دي.
دا په یوه اوونۍ کې په افغانستان کې لسمه ترافیکي پېښه ده چې راپور یې ورکړل شوی دی.
د سې شنبې په ورځ په فاریاب ولایت کې په دوو ترافیکي پېښو کې ۳ تنه مړه شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي. دا پېښې په پښتونکوټ او جمعه بازار ولسوالیو کې شوي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې (دوشنبې) په سنمګان او غزني کې په ۳ ترافیکي پېښو کې ۵ تنه مړه او ۱۴ نور ټپیان شول.
د یکشنبې په ورځ په درو ولایتونو کې په درو ترافیکي پېښو کې ۷ تنه مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.
داسی کمه ورځ پېښېږي چې ترافیکي پېښې د افغانانو ژوند نه اخلي خو په وروستیو ورځو کې تر ټولو ناوړه ترافیکي پېښه دوې اوونۍ وړاندې (د قوس ۲۸) د کابل – کندهار په لویه لاره کې هغه دوې پېښې وې چې له کبله یې۵۲ تنه مړه او ۶۵ نور سخت ټپیان شول.