سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهمیاخېل: د الظواهري په وژلو کې پاکستان همکار و، ط-انو افغانستان د...

میاخېل: د الظواهري په وژلو کې پاکستان همکار و، ط-انو افغانستان د نیابتي جګړې پر لور روان کړی

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) د افغانستان جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا برید د پاکستان له استخباراتي او عملي همکارۍ پرته ممکن نه و.

د یاد شوي خوځښت د سیاسي برخې مسوول او وياند شاه محمود میاخیل په يوه ويډيويي پيغام کې ويلي، چې پاکستان د عادت له مخې د خپل اقتصادي ناورين د حل او مالي امتيازاتو د تر لاسه کولو لپاره په ډېر ګومان په دې اړه امریکا سره همکاري او معامله کړې ده.

میاخېل په کابل کې د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتي، چې د دغه برید په اړه ملت ته وضاحت ورکړي.

شاه محمود میاخیل په افغانستان کې د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د القاعدې شبکې د بنسټګر اسامه بن لادن موجودیت ته په اشارې وویل، چې تېر ځل هم طالبانو هغه امريکا ته ونه سپاره، چې په غبرګون کې ېې امريکا د طالبانو واکمني نسکوره او د طالبانو په اصطلاح افغانستان«اشغال» کړ.

د‌ جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت وياند زياتوي، چې طالبانو تېر ۲۰کاله د اشغال ختمولو په نوم په افغانستان کې د وطن ورانولو له وژنو او ويجاړۍ ډکه جګړه وکړه، چې ګاونډیانو ته ېې ګټه رسیده او د افغانستان د بې نظامۍ سبب شو.

میاخېل خبرداری ورکوي، چې افغانستان د طالبانو په لاس د نیابتي جګړې پر لور روان کړی او افغان ملي خوځښتونه باید له دغې جګړې څخه د افغانستان د ژغورلو لپاره ژر لاس په کار شي.

 ‏‏د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه خپره شوې، طالبان له افغانانو او نړيوالو سره په خیانت تورن کړي دي.

نوموړي له امریکا سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون ته اشاره کړې، چې طالبانو پکې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو د پرې کولو او دغه راز د افغانستان له خاورې د دوی د نه استفادې ژمنه کړې وه.

امریکايي وزیر په عین حال کې نه دي ويلي، چې د طالبانو د دغه«خيانت» پر وړاندې به ېې د هېواد دريځ څه وي.

طالبانو تر اوسه په مشخص ډول د ایمن الظواهري د وژل کیدو د اعلان په اړه، چې تېره شپه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري وشو، کوم غبرګون نه دی ښودلی.

الظواهري، چې اصلآ مصری و، تېره شپه یې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د وژل کیدو اعلان وکړ.

ويل شوي، چې نوموړی اوړمه ورځ وژل شوی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رييس رحمت الله نبیل په یوه لیکنه کې په ډاګه کړې، چې الظواهري د حقاني شبکې د مشر او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدين حقاني په شخصي مېلمستون کې وژل شوی.

هغه ويلي:« دوه احتماله شته، يا خو حقاني د پاکستان په منځګړتوب امریکا ته د الظواهري ادرس ورکړی او په بدل کې ېې تور لیست نه وتل غواړي او يا دا چې امريکا حقاني سره بيرته ورانیږي او هغه له همدې وېرې له دغه برید وروسته د يوه لوی ولسي کاروان په ملتیا لوګر او د لوېې پکتيا نورو ولايتونو ته، چې د ده پلویان پکې دي، په سفر وتی، څو د خلکو په لوی کاروان کې د وژل کیدو له ګواښ څخه وژغورل شي.»

د امریکا ولسمشر وويل، چې الظواهري کابل ته له خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره تللی و.

د امریکايي ولسمشر په خبره، په یاد شوي برید کې د الظواهري کورنۍ ته زیان نه دی رسیدلی.

په کابل کې د طالبانو د حاکمې ادارې عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد د الظواهري د وژل کیدو له تایید پرته پرون ناوخته د دغه برید پر وړاندې توند غبرګون وښود.

مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه برید د کابل ښار د شېرپور سیمې پر یوه استوګنيز کور ترسره شو.

د طالبانو ویاند زیاتوي:«دا برید که په هره پلمه شوی وي دافغانستان اسلامي امارت یې په کلکو ټکو غندي او دبین المللي اصولو او ددوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بولي.»

مجاهد ټینګار کوي، چې ‏دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.

د طالبانو د ویاند په وینا، د داسې کړنو تکرار به شته فرصتونو ته زیان واړوي.

د ياد شوي برید د ترسره کیدو خبر د‌ یکشنبې په ورځ سهار مهال تاند د خپلو سرچينو په حواله خپور کړ.

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

سرچېنې: د امریکا بې پیلوټه الوتکو کابل کې د داعش پر ضد بریدونه کړي

تاند دغه راز د خپلو سرچينو په حواله، په هماغه ورځ راپور ورکړ چې ياد شوی برید د سراج الدين حقاني د يوه نیږدې کس پر کور تر سره شوی دی:

هغه خبر دلته لوستلی شئ:

راپورونه:د امریکا بې پیلوټه الوتکو پرون د سراج الدين حقاني يو مهم کس غوښتل ووژني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب