سه شنبه, سپتمبر 24, 2024
Homeخبرونهد۴۰ميليونه ډالرو نقدي بشري مرستې کڅوړه کابل ته ورسېده

د۴۰ميليونه ډالرو نقدي بشري مرستې کڅوړه کابل ته ورسېده

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې افغانستان ته د مرسته کوونکو هیوادونو د بشرپاله مرستو په لړ کې نن د څلوېښت میلیونه امریکایي ډالرو بله نغده کڅوړه کابل ته را ورسېده.

د افغانستان بانک د اعلامیی له مخې دا په روانه اونۍ کې دویمه کڅوړه ده چې افغانستان ته راځي او یو سوداګریز بانک ته سپارل کېږي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک مسوولينو نه دي ويلي، چې ياده مرسته کومو هېوادونو برابره کړې او څنګه به ووېشل شي ؟

د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو شارژدافیر مک کيري څو ورځې مخکې د خپلې دندې د پای ته رسېدو په اعلامیه کې وویل، چې هېواد ېې د جمهوري نظام له سقوط څخه وروسته افغانستان ته شاوخوا ۷۵۰ ميليونه ډالره نقدي پيسې د بشري مرستو په ډول استولي دي.

د طالبانو چارواکي د دوی د ځينو منتقدینو له لوري د نړيوالو بشري مرستو په حيف و میل تورنیږي، خو دوی په دې اړه ادعاوې رد کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب