Homeخبرونهاندرابي: د کابل د ترهګرو حاکمانو پر ضد دې نړيواله اجماع رامنځته...

اندرابي: د کابل د ترهګرو حاکمانو پر ضد دې نړيواله اجماع رامنځته شي

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزير او د ملي امنیت پخواني سرپرست مسعود اندرابي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې په کابل کې د طالبانو د واکمنې ادارې پر ضد نړيواله اجماع رامنځته کړي.

نوموړي په یوه ټویټ کې لیکلي، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري له وژل کيدو سره د طالبانو او القاعدې شبکې ژورې اړیکې لا نور په ډاګه شوې.

هغه ټينګار کړی، چې د طالبانو د واکمنۍ پر ضد د نړيوالې اجماع رامنځته کیدل يوه جدي اړتيا ده، څو په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت زياتيدونکی خطر مهار او افغانان یې له اسارت څخه وژغورل شي.

 د افغانستان جمهوري غوښتونکي سياسي خوځښت بيا د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کیدو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا برید د پاکستان له استخباراتي او عملي همکارۍ پرته ممکن نه و.

 ‏‏د امريکا متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په یوه اعلامیه کې، چې په کابل کې د القاعدې شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کیدو په اړه خپره شوې، طالبان له افغانانو او نړيوالو سره په خیانت تورن کړي دي.

نوموړي له امریکا سره د طالبانو د دوحې د سولې تړون ته اشاره کړې، چې طالبانو پکې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره د اړيکو د پرې کولو او دغه راز د افغانستان له خاورې د دوی د نه استفادې ژمنه کړې وه.

امریکايي وزیر په عین حال کې نه دي ويلي، چې د طالبانو د دغه«خيانت» پر وړاندې به ېې د هېواد دريځ څه وي.

طالبانو تر اوسه په مشخص ډول د ایمن الظواهري د وژل کیدو د اعلان په اړه، چې تېره شپه د امریکا د ولسمشر جوبایډن له لوري وشو، کوم غبرګون نه دی ښودلی.

الظواهري، چې اصلآ مصری و، تېره شپه یې د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جوبایډن د کابل په وزير اکبرخان سیمه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال د وژل کیدو اعلان وکړ.

ويل شوي، چې نوموړی اوړمه ورځ وژل شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...