چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهشیخ دلاور: له کانونو مو تېر کال تر ۱۳ميلیاردو افغانيو ډېر عايد...

شیخ دلاور: له کانونو مو تېر کال تر ۱۳ميلیاردو افغانيو ډېر عايد ترلاسه کړی

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د خپل تېر یوه کال لاسته راوړنې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې له رسنیو سره شریکې کړې.

د طالبانو د دغه وزارت وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور وویل چې په تېر يوه کال کې يې ټول ټال ۱۳ میلیارده ۲۰۹ میلیونه ۲۷۴ زره ۴۸۶ افغانۍ عوايد راټولې کړې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېر کال په لومړۍ ربع کې يې ۴ میلیارده افغانۍ عوايد راټول کړي، په داسې حال کې چې د تېرې ادارې د کانونو او پټرولیم وزارت په همدومره موده کې یواځې ۶۸ میلیونه افغانۍ عواید درلودل.

دلاور همدارنګه وویل چې د قراردادونو او عوايدو په برخه کې د روڼتیا او شفافیت په موخه يې داسې طرحه جوړه کړې ده چې له مخې يې د یاد وزارت هېڅ چارواکی یا کارکوونکی فزیکي پیسې نشې اخیستلای او ټولي مالي معاملې به د بانکي سیستم په واسطه سرته رسېږي.

سرپرست وزیر وویل هڅه کوي چې د کوچنیو او لویو کانونو د سپړنې او قراردادونو په وسیله خلکو ته د کار زمینه برابره او متوازن او پراخ پرمختګ څخه ملاتړ وکړي.

د نوموړي په خبره د هېواد په بیلا بېلو ولایتونو کې د ۱۵۸ کوچني مقیاس کانونو د سپړنې لړۍ پیل کړې ده، چې تر دې دمه پورې يې د داوطلبۍ او جواز ورکولو کارونه بشپړ شوي دي.

شهاب الدین دلاور په ورته وخت کې د یو شمېر لویو کانونو د سپړنې په موخه د کارونو د پیل خبر هم ورکړ چې له هغې ډلې څخه د کونړ او ننګرهار د مرمرو پروژه، د پروان ولایت د لولنج ساحې د تراورتین پورژه، د غور ولایت د سرپو، جستواو تولک پروژې، د هرات ولایت کې د غوریانو د اوسپنې پروژه، د جبل السراج او سمنګان د سمینتو پروژې، د کټواز حوزې د تېلو د پروژو لومړنۍ چارې پیل شوې دي.

سرچینې همدارنګه وویل چې اوسمهال د قشقرې د تېلو د را ایستلو عملي کار دی چې هره ورځ په اوسط ډول شاوخوا ۲۰۰ ټنه خام تیل ترې را ایستل کېږي.

د طالبانو ياد شوی مقام دا څرګندونې په داسې حال کې کوي،چې د دوی ډېر منتقدین دوی د کانونو په چور چپاول تورنوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب