شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د خیالي جمهوریت- حقیقي سقوط/ لیکوال: د- ق.ن

د خیالي جمهوریت- حقیقي سقوط/ لیکوال: د- ق.ن

له کله نه چې پر ۱۵ د آگست ۲۰۲۱ په افغانستان کې ناڅاپي سیاسي بدلون رامنځ ته شو، له میډیا نه نیولې تر دیپلوماتیکو چینلونه، څیړنیزو‌مرکزنو، ازادو محقیقونو، پوهانو او حتا عامو خلکو په منځ کې همدا یوه خبره تاو را تاویږي چې گویا په افغانستان کې کوم «جمهوري نظام» شتون درلود چې سقوط یې وکاوه او د هغه په ځای بل نظام حاکم شویدی.

 په همدې اساس، اوس په داخل او خارج کې ټول لگیادي گویا د دې «نظام» د «سقوط» «لاملونه» «بررسي» کوي او خپل نظریات اوطرحې وړاندې کوي.

راځئ دې سوال ته ځواب پیدا کړو چې آیا واقعا په افغانستان کې په حقیقي مانا او مفهوم کوم جمهوري نظام شتون درلود، چې بیا د مختلفو لاملونه په اساس سقوط سره مخامخ شو او  یا دا چې هر هغه څه چې موږ په تیرو شلو کلو کې د جمهوري نظام په نوم ترې نه راتاو وو، فقط یو توهم، تش خیال او خوب وو؟ د دې سوال د ځوابو لولپاره اول باید نظام او بیا جمهوري نظام تعریف او تیرحکومتي نظام د همدې تعریف په هنداره کې ارزیابي کړو.

د نظام تعریف او مفهوم:

موږ ټول پدې پوهیږو چې هر سیاسي نظام ځانگړی تعریف، مشخصات او عناصر لري، که چیرې همدا عناصر او شاخصونه په حکومتي جوړښتونو کې شتون ونلري، نو بیا داسې جوړښت ته د نظام نوم نشو ورکولای.

که همدا موضوع په ساده ژبه بیان کړو، نو ویلای شو چې حکومتي نظام هغه نظام ته ویل کېږي چې د مربوطه هیواد د منل شویو اصولو او قواعدو پر اساس را منځ ته شوی وي او د همدې قواعدو مطابق عمل کوي، یا په بل عبارت، حکومتي نظام هغه دستگاه ده چې هم پخپله منظم (قانونمند) فعالیت ولري او هم د خلکو په منځ کې د نظم او قانون د ټینگولو توان، طاقت او وړتیا ولري.

د تعریف له پلوه، جمهوري نظام د حکومتي نظام هغه بڼه ته ویل کېږي چې خلک د خپل ټولنیز برخلیک په اړه په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د واکمنانو له لارې چې د دوۍ په رضایت انتخاب شوی وي او یا په مستقیم ډول پخپله تصمیم ‌نیولی شي او پر خپل برخلیک حاکم وي  او حاکمه سیاسي طبقه خپل واکونه د قانون په محدوده کې او د خلکو تر څارنې لاندې تر سره کړي.

د افغانستان تیرحکومت حقیقي و ضعیت:

اوس د همدې تعریف او د پورته ذکر شویو مطالبو  په رڼا کې د افغانستان د تیروشلو کلو حقیقي او عیني وضعیت په بې پرې توگه ارزیابي کوو؛ د حامد کرزي د اولې دورې انتخاباتو نه پرته، چې نسبي روڼتیا پکې لیدل کېده او افغانستان ولسونه هم د مختلفو دلایلو پر بنسټ، په پراخه توګه پدې انتخاباتو کې گډون وکاوه ، نور درې واړه انتخابات د پراخ تقلب، سیاسي او مالي فساد، سیاسي دسایسو او گډوډیونه ډک وو، چې په پایله کې، د خارجي فشارونو او داخلي سیاسي جوړ جاړي په نتیجه کې گډوډ( ترکېبي) حکومتونه را منځ ته شول، آن تر دې چې د افغانستان خلک د دو‌و جمهور رئیسانو شاهدان هم وو، چې په هم مهاله توګه ځانونه د انتخاباتو ګټوونکي بلل او د جمهوري ریاست په انگړ کې یې حلف وفادارۍ مراسم یې تر سره شوه او افغانان د منطقې او جهان په سطح بې عزته شول.

همداشان پارلماني او د ولایاتي شوراگانو انتخابات هم په تیرو شلو کلو کې همیشه له پراخ تقلب، فساد او دسایسو نه ډک او افغانستان مظلوم ملت چې په سختو‌شرایطو کې به په انتخاباتو کې گډون کاوه ،په میاشتو میاشتو به د نتایجو انتظار ایستل.

 په د ننه حکومت او د دولت نورو قواوو تر منځ بې سارې گډوډي، د قانون نه مراعتول، د سیاسیونو او حکومتي چارواکو په منځ کې پرله پسې نانندرۍ، توطیې، سیاسي، قومي او ژبني اختلافات، زورواکي او داسې نور منفي پدیدې د دې تیرو حکومتونه هغه بارز صفات دي چې د پټولو امکان یې وجود نلري.

خلاصه دا چې تیرحکومتي نظام د قانون ماتولو په اډانه تبدیل شوی وو او ټولې فیصلې او تصامیم د شخصي، قومي او تنظیمي گټو پر اساس اخېستل کېدل، د قانون حاکمیت خپل مفهوم له لاسه ورکړی وو او د عدالت او انصاف نښې نښانې نه تر سترگو کېدې.

 پر دې برسیره، په یو هیواد کې چې مکتوبونه یې خیالی، پوهنتونه خیالي، محصلین خیالي، اردو خیالي، پولیس خیالي، وکيل خیالي، جنرال خیالي، قاضی خیالي، څارنوال خیالي، قوانین خیالي، اقتصاد خیالي( په خارجي کومکونو ولاړ) او…، خیالي وي، نو د حکومتی نظام د شتون ادعا  له بیخه ناسمه ده.

نتیجه:

د پورتني تعریف او‌ذکر شویو مطالبو له مخې، د جمهوري نظام د شتون او حاکمیت خبره هله مطرح کېدای شوه، چې حکومت د قانوني او رڼو انتخاباتو په نتیجه کې رامنځ ته شوی وای او د حکومتولۍ ټول عناصر لکه قانونیت، شفافیت اوحساب ورکول،په حقیقي مانا شتون لرلای.

که له حقیقت نه سترگې پټې نکړو، په افغانستان کې په تیرو شلو کلو کې اصلا کوم قانوني نظام وجود نه درلود، د ډلو او ټپلو حاکمیت وو او د قانون ځای د زورواکو شخصي نظریاتو نیولای وو او‌ عدالت نښې نښانې په حکومتي چارو کې نه تر سترگو کېدې، په تیرو شلو کلو کې موږ په یو دروند مصنوعي خوب ویده، د خیالونه په دنیا کې ورک او د حقیقي ژوند سره زموږ تماس قطع شوی وو، چې ناببره یو توپان راغی او زموږ د خیالونو‌نړۍ یې گډوډه کړه.

پدې اساس نظام نه، بلکې زموږ خیالونو سقوط کړی دی.

 جالبه خبره خو دا ده چې د پخوانيو خیالونو ځای ناستي هم فقط خیالونه، خوبونه او د هوا په څپو کې تصورات دي؛ لکه دا چې موږ غرب ته ماتې ورکړې، خپل استقلالیت مولاس ته راوړی، پیاوړی اقتصاد به ولرو، سوچه…. نظام مو جوړ کړی او داسې نور، وگورو چې دا خوب او خیال موڅومره پایښت لري….

2 COMMENTS

  1. د محترم لیکونکی نظر ته په درنښت:
    تېر نظام ( خیال توأم با واقعیت ) ؤ او اوسنی نظام ( واقعیت توأم با خیال ) دئ چی دا دواړه نظامونه ظریف ظریف توپیرونه سره لری.
    امّا
    دا خبره باید ومنل سی چی:
    تېر نظام ” فاسد ” ؤ
    او
    اوسنی نظام ” جامد ” دئ.
    د فاسد او جامد ( متحجر به ئې وبولو ) تر منځ توپیر:
    یو فاسد خټکی یا فاسده هندواڼه به د یو سالم انسان لپاره د خوړلو وړتیا او قابلیت ونلری خو پوستکئ او زوڼی ئې لږ تر لږه د مېږی یا بُزې لپاره د استفادې وړ وی.
    خو
    یو جامد جسم ( مثلاً ډبره ) یو حیاتی ارزښت نلری.
    د تېر نظام په فساد ( حتی ویلای سو په عدم مقبولیت ) کی شک نه ؤ خو د همدې فساد څخه د څڅېدلو څاڅکو برکت دومره ؤ چی عام وولس ته یوه حرامه یا حلاله ګوله مړۍ رسېده خو نن ورځ که فساد شتون نلری برکت او رضائیت هم شتون نلری.
    که تېر نظام د برائت لیاقت نه درلود نو اوسنی نظام هم د برائت څخه بري دئ.

  2. گران او‌قدرمن غ حضرت صاحب په ځواب کې!
    ما ستاسې نظریات په غور سره ولوستل، ډیر دقیق او ښه مثالونه مو ذکر کړي، چې له شکه پرته د غور وړ دي.
    ستاسې لیکل شوي متن ماته دا انگیزه راکړه چې نشر شوي متن په اړه او د دې لپاره چې زما نظر د تير او اوسني په اصطلاح نظامونو په اړه نور هم واضحه شي، لاندې مطالب د یادونې وړ بولم:
    اول- پدې کې شک نشته چې په تیرو شلو کلو کې افغانستان کې ډیر تغییرات راغلي؛ هم مثبت او هم منفي، زه نه غواړم چې د دغو تغییراتو( پرمختگ او شاتگ) باندې ‌وږغیږم، چون دا جدا بحث دی او بنیادي څیړنې ته ضرورت لري، زما بحث فقط او فقط د یو منل شوي قانوني نظام په اړه وو، که چیرې موږ په حقیقي مانا یو قوي او‌ پر اصولو ولاړ نظام لرلای، زه باور لرم چې افغانستان به اوس د منطقې په سطح نه، بلکې د جهان په سطح له سیالانو سره سیال وای، په دې اساس موږ باید یوازې پر دې فکر ونکړو چې کوم شیان مو تر لاسه کړي، پدې باندې باید فکر وشي چې کوم کوم امکانات مو له لاسه ورکړي؟؟ زه باور لرم چې هغه مالي امکانات چې نړیوالو د تيرو حکومتونه په اختیار کې ورکړي وو، او هغه څه چې موږ ورته« دست آورد- لاسته راوړنې» وایو، اصلا قابل د مقایسې ندي- لکه په بحر کې د کدو زړی… دا بحث به همدلته پریږدو…
    دوم- راځئ یو بل حقیقت ته‌پام وکړو!!! آیا کوم څه چې موږ ورته د تیر نظام‌لاسته راوړنې وایو، دا زموږ د حکمرانانو په ابتکار وې، زموږ په اقتصادي امکاناتو تر لاسه شوي او که دا ټولې د بابا برکت دي؟ موږ مثلا داسې یو مثال نلرو چې په تیر نظام کې حد اقل یو پینځه کلن علمي- اقتصادي پلان چا جوړ کړی وي، زما په یادیږي چې حتا زموږ د یو عادي قانون طرح هم خارجیانو جوړوله او هغه د ظالم بچیانو چې څومره نخرې( فساد) پکې کولې دا یو جلا بحث دی. بله خبره تاسو ته کوم! دا چې موږ پدې شلو کلو کې یو څه نا څه ځان اصولي ښودل دا هم فقط یو تمثیل وو، که نه خو همدا خلک( د جمهوریت گڼ شمیرچارواکي) د۱۳۷۱- ۱۳۷۵ کالونو په دوران کې د همدې ملت سره کوم کوم کارونه ونکول…. دا هماغه خلک دي.
    نه غواړم دا بحث ډیر اوږد کړم….نورې خبری به په مناسب وخت کې د قوی اسنادو په اساس ولیکل شي.
    دریم – راځو موجوده حالاتو ته، تاسو ډیر له مهربانۍ او شفقت څخه کار اخیستی چې موجوده حکمرانۍ ته مو د« نظام» نوم ورکړی، زه کله هم دې ته نظام نه وایم او د نظام تر تعریف لاندې نه راځي، په همدې اساس که ستاسې په یاد وي ما اوسنی وضعیت تر جدي پوښتنې لاندې راوستی او یو لړ سوالونه مې چې تعداد یې تر شپیتو ډیر وو مطرح کړي وو، که د دغو سوالانو ماهیت ته ځیر شو، تقریبا هر هغه څه چې اوسنی حکمرانان یې ادعا لري تر پوښتنې لاندې راوستل شوي او دا پیام خلکو ته رسوي چې موږ د نظام او قانون له خلا سره مخامخ یو او موجوده وضعیت یو پر سله له پخواني وضعیت نه خواشینونکی دی- هم دین لاړ هم….
    په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب