شنبه, اپریل 27, 2024
Home+په افغانستان کې د امریکا جګړه: عبدالباري جهاني، دریمه برخه

په افغانستان کې د امریکا جګړه: عبدالباري جهاني، دریمه برخه

ترجمه، تلخیص او څیړنه

د طالبانو لومړني مقاومتونه

پر افغانستان باندي د امریکا او ناټو د قواوو د یرغل او طالبانو له سقوط څخه وروسته چنداني چا داسي فکر نه سو کولای چي دا دومره لوی طاقت به یوه ورځ، د شوروي اتحاد او له هغوی څخه مخکي بریټانوي استعمار په څېر ماتیږي. په نوي جوړ سوي حکومت کي د امریکا ملګري عالی رتبه مقامات دومره د امریکا په قدرت غره وه چي خپل زوال یې غیر ممکن باله.

ویل کیږي چي د کندهار د پوپلزیو یوه مشهور مجاهد قوماندان امیرلالي ګل آغا شیرزي ته، چي د امریکا په زور مست وو، ویلي وه چي« ګل آغا! دا امریکایان پردي خلک دي. دوی به هم سبا، لکه شورویان، پخپله مخه ولاړ سي او بیا به زه او ته سره پاته یو.» دا کیسه که ریشتیا وي او که نه وي خو یو حقیقت پکښي نغښتی وو چي د امریکایانو له وتلو څخه وروسته په واقعیت بدل سو. امریکایان، لکه امیر لالي چي ویلي وه، له افغانستان څخه ووتل او د امریکایانو طرفداران طالبانو ته پاته سول. دا وخت امیرلالی کلونه مخکي وفات سوی وو او بیا یې له شیرزي سره لیدل ونه سول.

د طالبانو د کوټي شورا په افغانستان کي، تر نورو ولایتونو، خپل لومړني مرکز، کندهار ته نیژدې وه او د طالبانو لومړني حرکتونه هم له دغي حوزې څخه پیل سول. امریکایانو د طالبانو د دریښو ایستلو لپاره خپل ټول قوت د کندهار ولایت او شاوخوا ته متوجه کړ. په دې سیمه کي د طالبانو اکثریت مشران، چي نه یې غوښتل جنګ ته دوام ورکړي، عکس العمل ته مجبور سول. دغه راز د امریکایانو طرفدارو عالي رتبه مقاماتو هم نه یوازي طالبان مقاومت ته وهڅول بلکه نور کسان یې خوابدي او له طالبانو سره یو ځای کېدلو ته مجبور کړل. ملکازیان د لویو قبایلو د خوابدي کېدلو مسلې ته ښه متوجه دی او د طالبانو د حرکت د قوي کېدلو یو اساسي عامل یې بولي.

ملکازیان وايی چي د جمهورریس کرزي ورور احمدولي کرزي د کندهار له والي ګل آغا شیرزي سره د مامورینو پر مقرریو، د مځکو پر وېشلو او د تریاکو د قاچاق پر لارو باندي اختلاف او جنجال درلودی. په عین وخت کي شیرزي د الکوزیو د قبیلي د مشر ملا نقیب سره اختلاف درلود او د هغه طرفدار اکرم خاکریزوال یې د پولیسو له قوماندانی څخه لیري او شمال ته یې واستاوه. په دې توګه یې له الکوزیو څخه د پولیسو قومانداني واخیستله او د الکوزیو قبیله یې خوابدې کړه. ملکازیان وایی پوپلزیو، بارکزیو، الکوزیو او اڅګزیو د کندهار نور قبایل لکه اسحق زي، نورزي او غلجي ځکه خوابدي او له هر څه څخه بې برخي کړل چي له هغوی څخه یې هغه مځکي واخیستلې چي د طالبانو د حکومت په وخت کي ورکړه سوی وې؛ او په حکومت کی یې هم برخه ورنه کړه. ملکازیان وايي د طالبانو د حکومت اکثریت مشران د اسحق زیو، علیزیو، نورزیو او غلجیو قبایلو څخه وه او دغه حقیقت له نوي حکومت سره د هغوی د فاصلې یو علت وو خو د احمد ولي کرزي وروستیو اقداماتو دا فاصله نوره هم پراخه کړه.

ملکازیان لیکي چي د تریاکو څخه ډېري زیاتي پیسې لاسته راتللې او د قبیلو مشرانو، قاچاقبرانو، د پولیسو قوماندانانو او والیانو د تریاکو د تجارت او قاچاق لپاره رقابت سره کاوه. احمدولي او شیرزي د نورزیو او اسحق زیو د تریاکو د کښت او کروندې او قاچاق مخه هم ونیوله او د نورزیو او اسحق زیو د کوکنارو کښتونه یې د حاصل په وخت کي، د تریاکو له تولید سره د مبارزې په پلمه، ویجاړول. دوی ډېر نورزي او اسحق زي د تریاکو د قاچاقبرانو په نوم بندیان کړل او د لویو رشوتونو اخیستلو په بدل کی یې خوشي کړل. ویل کیږي چي د تریاکو مشهور قاچاقبر حاجي بشیر نورزی هم احمدولي کرزي امریکایانو ته په لاس ورکړ او هغوی په نیویارک کي بندي کړ.

ملکازیان لیکي چي شیرزی د امریکایانو ګورنر وو او هغوی په هغه اعتماد درلود. ډېر کسان پوهېدل چي د ځینو قبایلو په حق کي ظلم کیږي خو په پالیسیو کي چا تغییر راوستلای نه سو. ژورنالیسټه ساراچیز په دغه وخت کي په کندهار کي وه. هغې د امریکا د قواوو قوماندان ډګر جنرال مک نایل ته وویل چي شیرزی له نورو قبایلو سره بد سلوک کوي مګر هغه په جواب کي ورته وویل چي د عراق جنګ پیل سوی دی. د امریکا حکومت په داسي شرایطو کي د افغانستان په چارو کي، چي دغه ګړی هر څه پر لار دي، لاس نه وهي. ده د طالبانو په ځپلو کي د شیرزي له اجرآتو څخه خوښي ښکاره کړه. ص ص ۱۶۵-۶۸

د خلکو عمومي ناراضاییت د ټولو ګوندونو لپاره د نفوذ او تبلیغ ډېره ښه وسیله ده. ناراضي خلک که د حکومت له مخالفینو سره ملګري نه سي؛ که له هغوی سره مالي ملاتړ ونه کړي او که په خپلو کورونو کي هغوی ته ځای ورنه کړي خو چي د مخالفینو په نیولو کي له حکومت سره همکاري ونه کړي  دا پخپله د حکومت لپاره لویه ناکامي ده. احمدولي، شیرزي او د هغوی ملګرو نورزي، اسحق زي او غلجي قبایل له خپلو ځانونو او په عمومي صورت له حکومت څخه ناراض کړي ول او ملکازیان لیکي چي په دغه وخت کي جنرال مک نایل ته د دفاع وزیر رمز فیلډ هدایت را ورسېدی چي نور ټول شبان پرېږده او خپل تمرکز د ټروریستانو پر وژلو او نیولو باندي وکړه. د رمز فیلډ له هدایت سره پراخ عملیات پیل سول. د طالبانو ځینو مشرانو د القاعده ملاتړ کاوه خو ډیرو یې سوله ایز او عادي ژوند کولو ته مخه کړې وه خو په دې عملیاتو کي وچ او لانده ګډ وسوځېدل. ملکازیان لیکي چي څېړونکو د امریکا د پوځ خاصو قواوو Special Forces  مسوولو کسانو ته وویل چي ښايی تاسي ته غلط رپوټونه درسي او تاسي باید د هر رپوټ سره سم عملیات ونه کړی مګر هغوی د چا پر خبره غوږ نه نیوی او د رپوټ د اخیستلو سره سم یې عملیات کول. په روزګان کي د خاصو قواوو او ځینو کسانو ترمنځ، چي دوی ته د القاعده د فعالیتونو مرکز معرفی سوی وو،  نښته پیل سوه. شپاړس تنه ووژل سول او ۲۷ تنه ونیول سول خو معلومه سوه چي هغوی ټول د جمهورریس کرزي طرفداران ول او امریکایانو ته رپوټ د قبیلوي دښمنیو په اساس ورکړه سوی وو. ملکازیان وايي د خاصو قواوو او نورو امنیتي ډلو د حملو په نتیجه کي زیاتره داسي کسان وژل کېد ل او نیول کېدل چي هغوی به له طالبانو سره هیڅ ډول اړیکي نه لرل او عادي ملکي وګړي به ول. ص ص ۱۶۹-۱۷۱

ملکازیان وايي خاصو قواوو د ۲۰۰۲ کال په اوړي کي د اوروزګان په ولایت کي شپږ حملې وکړې او پرته له دې چي یو طالب دي یا ونیسی او یا ووژني ۸۰ تنه ملکیان یې ووژل. د همدغه کال د جولای د میاشتي پر یوویشتمه یې پر یوه واده باندي چي خلکو هوايي ډزي کولې بمباري وکړه او ۵۲ نارینه، ښځي او ماشومان یې قتل کړل. دا قتلونه که قصدي ول او که تصادفي وه خو خلک یې خواشیني او په غوسه کول. ص ۱۷۲

ملکازیان لیکي چي ژورنالیسټانو او پوهانو د ډیرو هغو طالبانو په باره کي اطلاعات خپاره کړل چي هغوی سوله ایز او عادي ژوند کاوه خو امریکایانو یې پر کورونو حملې وکړې، بندیان یې کړل او یا یې د کورنۍ غړي ورته ووژل. ص ۱۷۳

ملکازیان د ژورنالیست آنند ګوپال له قوله لیکي چي ۱۱ مشران د امریکایانو او د افغان حکومت د بدسلوی کی له امله له طالبانو سره یو ځای سول او په طالبانو کي یې لوړ مقامونه پیدا کړل. ډېر نور کسان هم د حکومت او امریکایانو د ظلم او ځیني لا د هغوی له ویري پاکستان ته واوښتل. ملکازیان وايی که د امریکا د حکومت دا پالیسي وه چي ټول عملیات باید د ټروریسټانو له منځه وړلو ته متوجه سي؛ د خاصو عملیاتو قواوو عقیده درلوده چي هر طالب بد دی او هغوی باید د سپټمبر د یوولسمي پیښي د تکرارېدلو د مخنیوي لپاره ونیول سي. د خاصو قواوو یوه صاحب منصب وویل چي زموږ سره زیاتره د سپټمبر د یوولسمي د حادثې د کسات اخیستلو جذبه وه او غوښتل مو چي خپلي مرمی په طالبانو او القاعده په غړو کي خالي کړو. ص ۱۷۵

ملکازیان لیکي چي ملا عمر د ۲۰۰۳ کال د فبروري په میاشت کي یو لیک خپور کړ او پر ټولو افغانانو یې ږغ وکړ چي په افغانستان کي د متحده ایالاتو پر ضد جهاد وکړي. ده خبرداری ورکړ چي هر هغه څوک چي له حکومت سره کارکوي هغه باید قتل سي. ملا عمر په همدغه مکتوب کي ملا برادر او ملا عبیدالله د خپلو نایبانو په حیث ټاکلي ول او له خپلو طالبانو څخه یې غوښتي وه چي د هغوی د اوامر اطاعت وکړي.

ملکازیان لیکي چي ملابرادر په قوم پوپلزی وو او له کرزي سره یې اړیکي لرل. داچي کرزی له طالبانو سره د روغي جوړي په کوښښونو کي پرله پسې ناکام سوی وو ملا برادر یې خواشینی کړی وو. خو تر هغه ځایه چي په کرزي اړه لري هغه قدرت نه درلود او دا یې په وس پوره نه وه او هغه د امریکایانو د امر تابع وو. برادر په دې عقیده وو چي کرزي د سولي یو ښه فرصت هغه وخت له لاسه ورکړ چي ده په شاه ولي کوټ کي په ۲۰۰۱ کال کي ورسره وکتل. ډېر زیات طالبان وايي چي ملابرادر ځکه بیرته وسلې ته لاس واچاوه چي کرزي عمومي عفو، چي د هغه په اساس به ملابرادر په سوله کي ژوند کړی وای، تضمین نه کړای سوه. ملا برادر یو وخت د افغانستان یوه حکومتی مقام ته وویل حامد کرزی د دوو کورونو غلام دی لومړی د پنجشیریانو او دوهم د امریکایانو. غلام سوله نه سي ټینګولای. ص ص ۱۷۷-۷۸

           پاته لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب