چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: د لغوه شويو ادارو د بې برخليک شويو کارکوونکو...

ملا حسن اخند: د لغوه شويو ادارو د بې برخليک شويو کارکوونکو د برخلیک په اړه غور کوم

تاند( سې شنبه ، د اسد ۱۱ مه) د طالبانو د چارو ادارې ويلي، چې د دوی د کابينې غونډه د رئيس الوزراء الحاج ملا محمد حسن اخند په مشرۍ او د ټولو وزارتونو د سرپرست وزيرانو او د مستقلو ادارو د رئيسانو په ګډون جوړه شوه.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې،په دې غونډه کې د يو شمېر لغوه شويو ادارو د کارکونکو د برخليک ټاکلو، د ترافيکي پېښو او بې نظميو د مخنيوي طرحې بيا کتنه او نوري فايبر د غځونې اړوند پاليسۍ څېړنې په اړه خبرې شوې دي.

سرچينه زياتوي:« په دې غونډه کې،چارو ادارې او د رياست الوزراء د مقام لوی رياست له لوري ګډ پلاوی ګومارل شوی،چې د يو شمېر لغوه شويو ادارو د کارکوونکو د شمېر، شهرت او ځانګړنو په اړه معلومات راټول او له خپلو ځانګړو نظرونو سره دې د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.»

طالبانو په خپله دې غونډه کې د ترافيکي پېښو او بې نظميو د مخنيوي په موخه د ترافيکي طرحې او د نوري فايبر د غځونې اړوند د پاليسۍ د دقيقې څيړنې د پریکړو خبر هم ورکړی.

د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د افغانستان له اداري نظام څخه د دوی له لوري ځینې مهم بنسټونه لغوه شول، چې توند غبرګونونه ېې را وپارول.

طالبانو د ډېرو مسلکي ادارو په رهبرۍ او تخصصي بستونو کې هم خپل ملایان ګومارلي، چې ورسره ډېر کادرونه وزګار او بې برخلیکه شوي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب