شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د ابن عربي د یوه شعر ترجمه| عبدالباري جهاني

د ابن عربي د یوه شعر ترجمه| عبدالباري جهاني

  زه باقي یم

پیدا کړی چي خالق دا ستر جهان دی

روح د هر څه یې کوچنی موجود انسان دی

بې له ده به خالق نه وای دا ویلي

چي زه ستر یم تر ما نسته څوک ښاغلي

زما وجود عدم تا نه سي پټولای

مرګ او ژوند مي نه سي زیان در رسولای

که زه مرم او که زه بیرته ژوندی کېږم

ته بادار یې ستا په امر به هستېږم

که ته غواړې چي یو ځل مي امتحان کړې

تر ما ستر به څوک پیدا پر دې جهان کړې؟

په جوهر او ماهیت کي زه باقي یم

په ظاهره هسي ښکارم چي فاني یم.

 

The spirit of the Great Existent ( the Universe)

Is this small existent (man)

Without it God would not have said:

I am the greatest and the omnipotent.

Let not my contingency veil thee,

Or my death or resurrection,

For if thou examined me,

I am the great and the all-embracing.

The eternal through my essence,

And the temporal are manifested.

A History of Muslim Philosophy, Vol 1 P 416.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب