شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد کابل رژیم او خصوصي سکتور تر منځ د شاوخوا ۴ میلیارده...

د کابل رژیم او خصوصي سکتور تر منځ د شاوخوا ۴ میلیارده افغانیو تړونونه وشول

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) د مالیې، اوبو او انرژۍ وزارتونو، برېښنا شرکت او خصوصي سکټور ترمنځ د شاوخوا څلور میلیارده افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو تړونونه لاسلیک شول.

د طالبانو د رژیم په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا تړونونه نن، د دوی د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په موجودیت کې وشول.

سرچینه زیاتوي: یاد شوي تړونونه، د برېښنا د تولید او ساختماني چارواړوند دي.

د طالبانو په اعلامیه کې راغلي:دغه پروژې د کابل ولایت سروبي ولسوالۍ کې د شاوخوا ۲۳ مېګاواټه لمریزې برېښنا د تولید، د هرات په ولایت کې د دوه سب سټېشنونو جوړول او د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځول، کابل ښار کوټې سنګي ساحه کې د سوداګریز مارکېټ او هلمند کې د سوداګریز مرکز او استوګنې اپارتمانونو جوړول دي.

ویل شوي، پر دې پروژو شاوخوا څلور میلیارده افغانۍ پانګونه کیږي، چې په عملي کېدو سره به یې د هېواد د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او سلګونو هېوادوالو ته به کاري فرصتونه برابر شي.

 د طالبانو پلویانو د دې پروژو د تړون لاسلیک ستایلی، خو منتقدان یې باور لري چې په داسې هڅو د افغانستان پراخ اقتصادي او بشري ناورین ته د پام وړ ګټه نه شي رسېدلی.

منتقدان، دغه راز د ورته تړونونو د لاسلیک پر میکانیزم او نه داوطلبۍ هم نیوکې لري، خو طالب چارواکي د چارو د شفافیت ادعا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب