شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهپه تورخم کې د پاکستاني پولیسو او ملېشو ترمنځ د شخړې له...

په تورخم کې د پاکستاني پولیسو او ملېشو ترمنځ د شخړې له کبله تورخم بند شو

تاند- په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو د خپلمنځي  اخوډب له کبله دا دروازه بنده شوې ده.

 په ټولنیزو رسنیو کې له خپرو شویو ویدیوګانو داسي ښکاري چې په دې اخوډب کې له وسلو کار نه دی اخیستل شوی.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دا شخړه د پاکستان د فدرالي پولیسو او ملېشه ځواکونو ترمنځ شوې او په نتیجه کې یې د دواړو خواوو غړي ټپیان شوي دي.

دوی وايي چې شخړه په دې شوې چې یوه خوا وايي چې په پوله کې د اسنادو کتل د دوی مسوولیت دی او بله خوا وايي چې د دوی کار دی.

د وروستیو معلوماتوپر اساس په دې اخوډب کې ۱۳ تنه ټپیان شوي چې په هغو کې ۵ تنه د لنډي کوتل یا لوړاګي روغتون ته رسول شوي دي.

د دې نښتې له کبله حاضردمه د تورخم دروازه د تګ راتګ کوونکو پر مخ بنده ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب