شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

د افغانستان او نړۍ لنډ خبرونه

د دې برخې خبرونه د ورځې تر پایه تازه کیږي

د کابل پوهنتون د د پخواني استاد محمدظریف تڼیوال جنازه نن (یکشنبه) په خوست کې خاورو ته وسپارل شوه.

استاد تڼیوال د جغرافیې د علم په برخه کې ۵۲ عنوانه کتابونه او علمي مقالې لیکلې دي.

یو شمېر پوهنتوني استادان وايي، چې پوهاند محمدظریف تڼیوال په افغانستان کې په هغو لږو علمي کسانو کې وو چې د جغرافیې د علم په برخه کې یې ډېر تالیفات او تحقیقات کړي دي.

نوموړی د ۸۲ کلنی په عمر د ورپيښې ناروغی له کبله وفات شوی دی.

مجمدشریف تڼیوال ۳۳ کاله پخوا په کابل پوهنتون کې د پوهاندی علمي رتبه ترلاسه کړې وه.

جنگ فکری بخش دوم استاد محمد ظریف جوانمرد حفظه الله در نشر خیر سهیم شوید  اجرکم عندالله | Facebook

د طالبانو حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال دفتر نن وویل، د ۴ میلیارد افغانیو په ارزښت یې د څلورو پروژو قراردادونه لاسلیک کړي دي.

د طالبانو د حکومت د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر دفتر رسنیو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي چې دا قراردادونه نن د مالیې، ابو او انرژۍ وزارتونو، د افغانستان برښنا شرکت او خصوصي سیکتور ترمنځ په کابل کې لاسلیک شول.

په دې پروژو کې د کابل په سروبي ولسوالي کې د ۲۳ میګاواټه لمریزه برښنا، په هرات کې د ۲۲۰ کیلو ولټه برښنا د لاین غځېدا او د برښنا د دوو سب ستېشنونونو جوړېدا، د کابل ښار د میرویس میدان د سوداګري مرکز او په هلمند کې د هستوګنې لپاره د اپارتمانونو جوړېدا شاملې دي.

—————–

د تورخم دروازه، چې نن سهار د پاکستاني ځواکونو د خپلمنځي شخړې له کبله بنده شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.

دا دوراوزه نن وروسته له هغه بنده شوه چې د پاکستان د فدرالي پولیسو یا ایف آی اې او ملېشو ترمنځ اخوډب وشو.

ازاد خبریال طاهرخان وايي چې د پاکستان د فدرالي پولیسو او ملېشه ځواکونو ترمنځ په اخوډب کې ۱۳ تنه ټپیان شوي دي.

دا لار په ځلونو د پاکستان له لوري بنده شوې ده.خو تر دې پخوا پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه بندیده.

——————-

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په اسلام اباد کې د دوی سرپرست سفیر سرداراحمد شکېب له پاکستاني چارواکو سره د خپلو خبرو پر جزییاتو له امیرخان متقي سره خبرې کړي دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو سرپرست سفیر د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي سره د دوو هیوادونو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه خبرې کړې وې.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له سردار احمد شکېب سره په کتنه کې هغه ته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي وضعیت په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

په خبر کې نه دي ویل شوي چې څه لارښوونې یې کړي.

د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې وروسته له هغه ترینګلتیا ډېره شوه چې پاکستان په خوست او پکتیکا کې بمباري وکړه او طالبانو په ځوابي اقدام کې د ډنډوپټان او کورمې ترمنځ د دیورند کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو ډزې وکړې.

————

د ملګروملتو پراختیايي اداره یو این ډي پي وايي، په افغانستان کې هر کال په نری رنځ یا توبرکلوز زرګونه کسان مړه کېږي.

د ملګروملتو د دې ادارې د افغانستان څانګې نن پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، په ۲۰۲۳ کې په افغانستان کې د نري رنځ تر ۵۰ زره ډېرې پېښې ثبت شوې وې.

نن یکشنبه د مارچ ۲۴ مه له نري رنځ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. نری رنځ، چې سل یې هم بولي، یوه ساري خو د تداوي او وقایې وړ ناروغي ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب