یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، افغان طالبان باید د پاکستان...

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وايي، افغان طالبان باید د پاکستان حملې وغندي

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وايي، په افغانستان کې واکمن رژیم باید د پاکستان په خاوره کې د ټي ټي پي بریدونه، چې د ده په وینا د افغانستان له خاورې څخه کېږي، وغندي.

ښاغلي ډار دا خبره پرون (شنبې) په بروکسل کې د اتومي انرژۍ په غونډه کې له ګډونه وروسته په یوه خبري غونډه کې وکړه.

ده د تېرې اوونۍ د دوشنبې په سهار وختي د افغانستان په خوست او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د هوايي ځواک د بمبارۍ دفاع وکړه، ویې ویل: پاکستان د افغانستان په خاوره کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترهګرو پر پناهځایونو عملیات وکړل.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو حکومت ویلي چې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۳ ماشومانو او ۵ ښځو په ګډون ۸ تنه ملکیان وژل شوي دي.

د پاکستان د بمبارۍ په غبرګون کې طالبانو د پکتیا د ډنډوپټان او کورمې ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.

د دوو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کې دا ترینګلتیا وروسته له دې زیاته شوه چې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې د پاکستان د پوځ پر یوه مرکز په برید کې د دوو صاحب منصبانو په ګډون ۷ پوځیان ووژل شول او ګڼ نور ټپیان شول.

ټي ټي پي د دې برید مسوولیت ومانه.

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر وویل چې په پاکستان کې وروستي بریدونه د ټي ټي پی له لوري کیږي چې په افغانستان کې پناهځایونه لري، له همدې کبله د طالبانو حکومت باید دا بریدونه وغندي.

طالبانو تراوسه پورې د اسحاق ډار د دې څرګندونو په ځواب کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې په افغانستان کې د ټي ټي پي د پټنځایونو د شتون په اړه د پاکستان تورونه په ځلونو رد کړي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپل هیواد کې دننه په خپله حل کړي.

2 COMMENTS

  1. وایی ابا کورکې نشته او له ابۍ ډار نشته.
    ډارنه دا څلوېښت کاله چې تاسو په افغانستان کې درز غوبل جوړ کړی ، هیچا درته ونه ویل چې تاسو ته دا حق چا درکړیدی ؟
    ټي ټي پي هم ستاسو د کرغېړنو مدرسو تولیدات دي او دا یوه پلمه ده چې بیا هم دافغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړئ .
    ستاسو استخبارات چې دومره قوي دي ، نو هلته په خپل هېواد کې د ترهګرو مخه ونیسئ .
    که په بروکسل کې افغانستان یو فعاله سفیر درلودلی ، حد اقل د دغه ډارن اتهام ته به یې ځواب ویلی و، خو په خواشنۍ سره پخواني دولت هم اکثره ابن الوقت او چاپلوسان په داسې حساسو ځایونو کې ګمارلي وو.

  2. د حسن خان د نظر په تائید؛
    سمه جمله به داسی وی:
    ” افغان طالبان باید پر پاکستان باندی تر سره سوی حملی وغندی “.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب