شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+د اتصال لاره! | نذيراحمد نصرت

د اتصال لاره! | نذيراحمد نصرت

مقدمه:

په نړۍ کي د لومړنۍ وسپني پټلۍ له رامنځته کيدو څخه شاوخوا دوې پیړۍ تېرېږي.

د افغانستان په څېر په وچه کي راګیر هېواد، چي د وسپني پټلۍ په واسطه ټرانزیټ او ټرانسپورټ ورته تر ټولو ارزانه تمامېږي، تراوسه د وسپني پټلۍ ځانګړې شبکه نه لري.

په افغانستان کي په لومړي ځل د وسپني پټلۍ  په ۱۹۰۴م کال کي د کابل جنوب لویدیځ ته د ماشین خانې په فابریکه کي د بخار ماشینونو د لرګیو د راوړلو لپاره له چهاردهي څخه یو کم عرضه پټلۍ د آمیر حبیب الله خان په دوره کي جوړه شوه، چي د ریل دا پټلۍ شايد په ۱۸ ګیج او ۲ فوټه کي وه.

په ۱۹۱۹ م کال کي کله چي امان الله خان د افغانستان پاچا شو، د نوموړي له پلانونو څخه یو هم د وسپني پټلۍ د جوړښت پلان وو، چي د نوموړي په وخت کي د افغانستان لومړنۍ اوسپني پټلۍ جوړه شوه، چي په پلازمینه کابل ښار کي کار پیل کړ او نيږدې ۷ کیلومتره اوږدوالی يې درلود، چي د دارالامان سيمه یې د کابل ښار له دهمزنګ سیمي سره ونښلوله.

امان الله خان درې کوچني د بخار لوکوموتیفونه او د قطار ځیني نوري برخي، چي له داخلي جوړو شویو واګونونو سره یو ځای استفاده کیدلې؛ د جرمنی له Henschel کمپنۍ څخه وپيرلې او د نوموړي د حکومت په دوره کي يې همدا د پیل کار شوی وو.

دا چي پاچا امان الله خان د ۱۹۲۹م کال په جنورۍ میاشت کي له واکه لېري شو، له دې سره د اوسپني پټلی ځیني برخي هم له کاره ولوېدلې او ورو-ورو لوکوموتیفونه د افغانستان د ملی موزیم د ټولګې برخه شوه.

په ۱۹۵۰ لسیزه کي په افغانستان کي د ریل پټلۍ په برخه کي عملي کار پیل شو، چي په پيل کي ۹ کيلومتره اوسپني پټلۍ د هرات په تورغونډۍ بندر کي جوړه شوه او د پخواني شوروي اتحاد او اوسني ترکمنستان هيواد سره وصل شوه.

تر هرات وروسته په بلخ ولایت کي د حيرتان اوسپني پټلۍ جوړه شوه، چي افغانستان يې ددې بندر له لارې د پخواني شوروي اتحاد او اوسني ازبکستان هيواد سره وصل کړ.

البته، ياد شوي ريل پټلۍ او سټېشنونه په افغانستان کي د شوروي اتحاد په همکارۍ جوړ شول او تر ډېره د افغانستان د اشغال پر مهال افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځيانو د لېږد-رالېږد لپاره کارول کېدل.

ورپسې د نورو حکومتونو په دورو کي د اوسپني پټلۍ برخې ته خاصه پاملرنه ونه شول، خو په ۲۰۰۵م کال کي د ټولګټو چارو وزارت تر چتر لاندي لومړی د اوسپني پټلۍ آمریت رامنځ ته شو او په ۲۰۱۰م کال کې د اوسپني پټلۍ ریاست ته ارتقاء پيداکړه، چې په هيواد کې د اوسپني پټلۍ په برخه کي اساسي کارونه پيل شول.

په ۱۳۹۶ هجري لمريز کال کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره د يو خپلواک بودجودي اداري واحد په توګه وپېژندل شوه.

لومړی: په بلخ ولایت کي ۱۰۶ کیلومتره اوسپني پټلۍ جوړه شوه، چي ۳۱ کیلومتره یې فرعي او ۷۵ کیلومتره یې اصلي کرښه ده او مسير يې له حيرتان بندر ځخه پیل کيږي او د مزارشریف تر هوایي ډګر پوري رسیږي.

ياده وسپني پټلۍ کرښه افغانستان له ازبکستان هیواد سره نښلوي، همداراز د  ۲۰۰۰ کیلومتره اوسپني پټلۍ کرښې لپاره تخنیکي مطالعات هم ترسره شول.

دويم: هرات ولایت؛ په دغه ولايت کي ۶۲ کیلومتره پټلی ورغېدل، چي افغانستان له ایران هیواد سره نښلوي او همدازار د ۴۴ کیلومتره اوسپني پټلۍ ساختماني چارې جریان لري، چي ۶۰ سلنه تکمیل شوي دي.

د دې ترڅنګ د هرات د تورغنډی بندر؛ دا د هرات ولايت يوه سرحدي اوسپني پټلۍ ده، چي ۱۳ کیلومتره ده او ددې لاري افغانستان له ترکمنسان هیواد سره متصل دی.

درېيم: فاریاب ولایت؛ په دغه ولایت کي ۴۷ کیلومتره اوسپني پټلۍ جوړه شوې ده، چي د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ له سرحد څخه پيل او د فاریاب ولایت تر آندخوی سټیشن پوري رسيږي.

په ۲۰۱۹م کال کي د اوسپني پټلۍ په برخه کي زیات کار ترسره شو او پورتني د اوسپني پټلۍ خطونه جوړ شول، چي په افغانستان کي اوس مهال په ټولیزه توګه ۲۲۸ کیلومتره د اوسپني پټلۍ ليکه شتون لري.

د اوسني نظام په راتګ سره د افغانستان د اوسپني پټلۍ برخې ته لا زياته پاملرنه وشول، چي د اوسپني پټلۍ د تنظیم، مدیریت، ګټه اخیستني، ساتني او پالني، اقتصادي پراختيا او په دې برخه کي د مسلکي پرسونل د روزني چارې لاښه وځلېدې.

په دې سره افغانستان د اوسپني پټلۍ په برخه کي د اوسني حکومت په هڅو او آغېزناکه لاسته راوړنو د سيمه ايزو او نړیوالو هيوادونو پام ځان ته راجلب کړ.

افغانستان دا مهال د منځنۍ آسيا هیوادونو سره د سلګونه کيلومتره وسپني پټلۍ خطونو له لاري تجارتي راکړي-ورکړي او انتقالات ترسره کوي او ځيني ناتکميل شوي پروژې يې د هرات رباط پریان څخه پيل بيا د هرات تر هوایي ډګر پوري رسيږي؛ ۴۳ کیلومتره وسپني پټلۍ خط دی؛ چي کارونه يې په چټکۍ سره روان دي او داسي نور …

موخي:

۱:- د سيمه ايزو او نړيوالو هیوادنو له سوداګریزو او اقتصادي مرکزونو سره د نښلوني په موخه د اوسپني پټلۍ پرمختللې تګلاره رامنځته کول.

۲:- د افغانستان د خلکو لپاره اقتصادي، روغتیايي، هوسایني، ځان بسيايني او د خصوصي سکټور د پانګوني په برخه کي پرمختګ رامنځ ته کول او دغه راز د سیمه ایز امنیت او ثبات په برخه کي مرسته کول.

۳:- د نړیوالو معیارونو په رعایت سره د اوسپني پټلی د ساختمان، ګټي اخیستني، ساتني او څارني خدمتونه او نورو اړوندو چارو تنظیم، رهبري کول او څارل.

۴:- د دولت د پرمختیایي او ټولګټو پلانونو سره سم د اوسپني پټلۍ د شبکې احداث او د سیمه ایزي او نړیوالي اوسپني پټلۍ له شبکو سره نښلول.

۵:- په ملي او نړیواله کچه د اوسپني پټلۍ له لاري د اړیکو او پراختیا ټينګښت.

۶:- د ټرانسپورټي خدماتو وړاندي کول او د ليږد-رالیږد په برخه کي د اسانتیاوو برابرول.

۷:- د اوسپني پټلۍ په فعالیتونو او سیسټمونو کي د خوندیتوب شرایطو رامنځته کول.

ګټې:

  • اقتصادي پیاوړتیا
  • چټک او ارزانه انتقالات
  • خوندي ټرانسپورټ
  • کاري فرصتونه رامنځ ته کول
  • چاپيريال ساتنه
  • د بارګيرۍ لوړ ظرفيت
  • د باور وړ تخليه او بارګيري
  • د ترافيکي ګڼې ګوڼې کمول
  • د کاربن کمول

آسانتیاوې:

  • سيمه ايز او نړيوال اتصال رامنځ ته کول
  • د وخت او انرژۍ د ضايع کيدو مخنيوی
  • د ټرانسپورټي او مسافربري تمځايونو زياتېدل
  • د بارګيرۍ او تخليې ترمينلونو ايجاد کيدل
  • د ذخيروي تمځايونو آسانتياوې جوړېدل
  • آړوند تخنيکي سهولتونه رامنځ ته کيدل
  • د مرستې او سکون خدمات وړاندې کول

انتقالات:

د افغانستان د اوسپني پټلۍ اداره تل هڅه کوي، چي د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي، ترڅو ورځ تر بلې یې په عوایدو کي زیاتوالی راشي.

په ۱۴۰۰ هـ.ش. کال کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له ۳ بندرونو حيرتان، آقينه او تورغونډۍ له لارې نږدې ۳.۵ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

په ۱۴۰۱ هـ.ش. کال کي د افغانستان د اوسپني پټلۍ له ۳ بندرونو حيرتان، آقينه او تورغونډۍ له لارې نږدې ۴.۶ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

د روان ۱۴۰۲ هـ.ش. کال تر جدي مياشتې پورې د اوسپني پټلۍ له ۳ بندرونو حيرتان، آقينه او تورغونډۍ له لارې نږدې ۳.۵ ميليونه ټنه انتقالات ترسره شوي دي، چي ددې آرقامو کچه ښايي د کال د آخري دوو مياشتو په اضافه والي سره نوره هم لوړه شي.

عواید:

د افغانستان د اوسپني پټلۍ له دريو بندرونو څخه په تېرو دريو کلونو کي ټولټال ۹ ميليارده افغانۍ عوايد راټول شوي او د افغانستان اسلامي امارت بيت المال ته سپارل شوي دي.

په ۱۴۰۰ هـ.ش. کال کي ۲.۵ ميليارده، په ۱۴۰۱ هـ.ش. کال کي ۳.۳۵ ميليارده او د روان ۱۴۰۲ هـ.ش. کال له حمل څخه تر جدي مياشتې پورې ۳.۱۳ ميليارده افغانۍ عوايد په لاس راغلي دي، چي د کال په تکميل سره به د عوايد ياد آرقام نور هم زياتوالی ومومي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب