یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په منځ کې د پاکستان...

د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په منځ کې د پاکستان سوداګري پلاوی کابل ته روان دی

تاند (یکشنبه، د حمل ۵ مه) ټاکل شوې ده چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو جګپوړی پلاوی کابل ته لاړ شي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د قایم مقام په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی سبا (دوشنبې) کابل ته ځي.

دا پاکستانی پلاوی په داسي حال کې کابل ته سفر کوي چې په شمالي وزیرستان کې د ټي ټي پي له لوري د ۷ پاکستاني پوځیانو له وژل کېدو او په خوست او پکتیکا کې د پاکستان په بمبارۍ کې د ۸ ملکي افغانانو له وژل کېدو وروسته د دوو خواوو اړیکې ترینګلې شوي دي.

ډان وايي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت پلاوی به د طالبانو له سیاسي، اقتصادي، سرحدي او امنیتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پاکستان د سوداګري پراختیا اجرايي ريیس محمدزبیر موتي والا کابل ته د خپل هیواد د پلاوي سفر د دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بهیر په اړه د ډاډ او اعتماد رامنځته کولو لور ته یو ګام بولي.

دا په داسي حال کې ده چې د پاکستان له لوري د افغان سوداګرو د وارداتو او صادراتو په لاره کې د پاکستان د خنډونو له کبله افغان سوداګرو د پاکستان د لارو پر ځای ایران ته مخه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت ویندوی عبدالسلام اخوندزاده کابل ته د پاکستان د سوداګرۍ وزارت د پلاوي پلان شوی سفر تایید کړ او ویې ویل چې پاکستان د دوو هیوادونو ترمنځ سوداګري اړیکې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ممتاز زهرا نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت قایم مقام خرم آغا کابل ته په دوه ورځیني سفر ځي څو له افغان لوري سره پر سوداګري چارو خبرې وکړي.

دې همداراز ویلي چې اسلام اباد له افغانستان سره تجارتي اړیکو ته ژمن دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب