څېړونکی: نثاراحمد «احمدي»، کابل پوهنتون، د ژبو او ادبیاتو پوهنځي، د پښتو څانګې ماسټړۍ پروګرام، د دویم ټولګي محصل
لنډیز
ادراکي ژبپوهنه، د ژبې په اړه د انسان د حسي ادراک له مخې غږېږي. حسي ادارک د ناحسي ادراک په وړاندې د انسان د بهرنیو پینځو حواسو زېږنده وي. یاده ژبپوهنه د ژبې په اړه له ګڼ څانګیز مېتود څخه استفاده کوي، چې په دې کې ټولنپوهنه، فلسفه، ارواپوهنه، مصنوعي ځيرکي او انسان پوهنه راځي. دا نظریه له ادراکي ارواپوهنې مستقما اغېزمنه ده؛ خو د ګشټالټ د ارواپوهنې اغېز هم پکې کم نه دی.
ادارک: په عام ډول ټولې شعوري او ناشعوري پروسې ته وایي. یا د ذهن د چلن ټول شعوري او ناشعوري بهیرونه/ پروسې رانغاړي او مانا د یوې ژبنۍ نښې(لغت، عبارت، جمله، وینا او متن) چې دال بلل کېږي، منځپانګه ده.
په ادراکي ژبپوهنه کې د څومانیزتوب دپیدا کېدو ګڼ لاملونه دي؛ د بېلګې په توګه:
د انسان ذهني لیدلوری، د نوي څیز ټولنې ته راتګ؛ مثلا: موږک یو مفهوم دی چې دکمپیوټر موس په شاملېدو دا مفهوم لاپسي تقویه شوی. همدارنګه مانا د تجربې او کارونې سره اړه لري. مثلا: د سور رنګ بېلابېلې ماناوې. لکه: د یو چا رنګ سورکېدل یوه مانا او د ترافیکي اشارې سوروالی بله مانا ښندي او همدارنګه ذهنې بېلابېلې پروسې هغه لاملونه دي، چې په ترڅ کې یې کلمې ګڼ مانیزه کېږي.
مهم وییونه: ادراکي ژبپوهنه، ادراک، مانا، مفهوم، حواس، ذهني پروسې/ بهیرونه، انځوریزې سکیماوې، څومانیزتوب او نور..
سریزه
په ادراکي ژبپوهنه کې څو مانیز توب زما لپاره تازه موضوع ده، چې په ټوله کې مې له خپل ذوق سربېره له کتابخانه یي تحقیق او یو شمېر مهمو مقالو څخه استفاده کړې ده.
همدارنګه کله چې په دویم سمسټر کې راته د لومړي ځل لپاره د ماناپوهنې مضمون تدریس شو؛ نو له ماناپوهنې سره مې لېوالتیا خورا زیاته شوه.
دا چې یاده موضوع زما لپاره خورا په زړه پورې وه او زه یې وهڅولم، تر څو په دې برخه کې مختلف کتابونه او مقالې ولولم او په ترڅ کې مې وکولای شول، چې په ادارک، ادارکي ژبپوهنه کې د څومانیزتوب علتونه او هغه فکتورونه چې زموږ په ورځنیو کړنو کې د معناوو د تنوع لامل کېږي وڅېړم او د ژبپوهنې مینه والو ته پکې تر خپل توان پورې یو څه معلومات ډالۍ کړم.
الله تعالی دې وکړې چې زما دغه مقاله د لوستونکو لپاره یو څه ګټوره تمامه شي.
ادراکي ژبپوهنه
ادراکي ژبپونه: ژبه له ادراکي حواسو او اړخونو سره په تړاو کې مطالعه کوي. یعنې د دې معنا دا ده، کله چې یو شی د معنا وړ شي، درک شي یا کیفیت یې واخیستل شي، دېته بیا ادراکي ژبپوهنه وایي.
لکه: مخامخ دوه کسان ناست وي او موږ وایو چې هلته/ دلته دوه کسان ناست دي. یعنې دا د لیدلو/ باصرې د حس درک و، چې په ژبه کې راښکاره شو. همداسې نور حواس…
لیکاف په ادراکي ژبپوهنه کې بیا دوه اصله بنسټي بولي: ۱- تعمیم اصل یعنې انسان چې کله یو مفهوم واخلی هغه د ژبې په نورو برخو کې هم عاموي لکه: په کور کې ، په اوونۍ کې او نور…
۲- ادراکي اصل: چې له حواسو سره تړلی بولي. (ښکلی،۱۴۰۰: ادراکي ژبپوهنه«مقاله»)
دا چې زما موضوع زیاتره په ادراکي برخه راڅرخي، راځم په یاده برخه کې تم کېږم.
ادراک (پوهېدنه):
ادراک: په عام ډول ټولې شعوري او ناشعوري پروسې ته وایي یا د ذهن د چلن ټول شعوري او ناشعوري بهیرونه/ پروسې رانغاړي.
شعوري پروسه: له مخکې له مخکې د یو شي سنجول یا په تړاو یې فکر کول.
ناشعوري پروسه: لکه د یوې پېښې سره د مخامخ کېدو په صورت زموږ ذهن کې په اتوماتیک ډول د غبرګون پروسه رامنځته کېدل.
شعوري+ ناشعوري= ټوله ذهني پروسه/ادارک یاcognition
په پښتو کې ادراک په ذهن کې د فیزیکي نړۍ فعال انعکاس چې د حواسو پر مټ تر لاسه کېږي، حسي ادراک ورته وایي.
په انګلیسي کېcognition) ) د« فکر، تجربې او حسونو له لارې د پوهې د لاس ته راوړلو لپاره ذهني عمل یا لړۍ » ته ویل کېږي. د فکري کړنچارو او بهیرونو ګڼ شمېر اړخونه په کې شامل دي، لکه: درک، پاملرنه، تفکر، د پوهې تړښت، حافظه، قضاوت او ارزونه، استدلال او «محاسبه»، د ستونزو علوَنه او تصمیم نیونه، مفهوم او د ژبې زېږون؛ نو په دې توګه ادراکي ژبپوهنه د ادراکي علومو، په تېره له ادراکي ارواپوهنې سره نېغه اړيکه لري، چې د پوهېدو لپاره يې لومړى بايد د ادراک د تيورۍ تاريخ راوسپړل شي.
مانا څه ده؟
مانا د یوې ژبنۍ نښې منځپانګه ده، نښه(لغت، عبارت، جمله، ویناء، متن) چې دال بلل کېږي.
ژبپوهان مانا یوازې تر وییپانګې محدودوي حال داچې د مانا ځای ذهن دی او اوسني ژبپوهان په دې باوري دي چې مانا په یو ډول د فکر او مفاهیمو ترمنځ له ژبنیو اړیکو سره سرکار لري.
یعنې که لږ یې په ساده ډول ووایم، مانا د لفظ او کلمو له اړیکو راپیدا کېږي او مفهوم د ذهني پروسو او مصداق له اړیکو پیدا کېږي.
همدارنګه موږ ډېرې کلمې لرو چې مانا لري؛ خو مفهوم نه لري. د یوې ژبې مانا له بلې سره توپیر لري؛ خو مفهوم داسې نه دی، مانا قراردادي ده، مفهوم نه دی. په مانا پوهېدنه د نفې او اثبات ترمنځ تار دی، خو په مفهوم پوهېدنه وېش او مرتبې دي.
(سمون :۱۴۰۲: ۱۱مخ)
لکه چامسکي چې وویل، ژبه په یوازې توګه خپل واک نظام نه دی(ادراک او نورې برخې هم ور پورې تړلې دي) او بلاخره ورته معلومه شوه چې ژبه له ټولو ذهني پروسو سره په ارتباط کې مطالعه کېږي.
له مصداق سره د مانا توپیر په دې کې دی، چې مصداق د کلمې، جملې او نورو ترمنځ له تړاو او بل خوا له بهرنیو نا ژبنیو اوښتونو سره سرکار لري. مفهوم بیا د ژبني نظام پېچلې اړیکه ښیي کوم چې د د وییونو ترمنځ شتون لري.
مشهور انګریز پوه(اولمن) وایي: مانا دوه اړخیزه اړیکه ده، چې د ذهني انځور او ویي ترمنځ موجوده ده.
چامسکي د مانا پر ځاى پر ګرامري رغښتونو ټينګار کاوه او مانا يې د دې جوړښتونو زېږنده بلله؛ خو ادراکي ژبپوهانو مانا او جوړښت نوک او ورۍ ګڼل او لومړيتوب يې مانا ته ورکاوه. چامسکي تصور درلوده، چې ګرامري جوړښتونه او مانا دوه بېل شيان دي او جوړښت د انسان د ذهني پروسيجر خپلواکه پايله ده؛ خو ادراکي ژبپوهانو د ژبې موخه د مانا لېږده وګاڼه.په زېږنده ليدتوګه کې ژبه د غږونو، وييونو، نحوې او مانا په بېلابېلو حوزو وېشل کېږي او دا ټولې له يوې بلې د خپلواکې څېړنې جوګه ګڼل کېږي. (ښکلی،۱۴۰۰: ادراکي ژبپوهنه«مقاله»)
په ټوله کې معنا پوهنه هغه لاره موږ ته روښانوي، کله چې موږ ژبه د بهر نړۍ له ازمویښتونو سره اړوندوو؛ له دې امله مصداق د معنا پوهنې څېړنتوکی جوړوي او په دې توګه زموږ په وړاندې دوه ډوله معنا پوهنه شتون لري: یوه هغه چې مانیز رغښت څېړي او بله چې معنا د بهر نړۍ له ناژبنیو(فرا زبانی) ازمویښتونو سره سمه تر غور لاندې نیسي؛ نو په دې توګه معنا پوهنه پر دوه ډولو ووېشو: یو هغه چې له ناژبنیو ښکارندو سره تړاو لري او بله له ژبې- د نننیو هغو سره.
(زیار، ۱۳۹۶: ۸۴مخ)
ادراک او مانا
کله چې موږ خبرې کوو او دا ډاډ تر لاسه کړو چې مخاطب مو څومره پوهولی دی؛ نو د دې خبرې په پوهېدنه کې له موږ سره ادراک مرسته کوي، چې تر ټولو مهم یې د انسانI.Q یا Intelligence Quotient «د انسان د ځیرکي او استعدادونو اندازه» او E.Q یا Emotional Quotient « داحساساتي هوښیارتیا اندازه » تر مطالعې لاندې نیول کېږي؛ نو په لنډ ډول وېلای شو چې ادراک په حسي اطلاعاتو او پېچلې مرحلې پوهېدنه ده او د مانا په سپړنه کې ذهن په کار اچوي.
همدارنګه ادراک هغه مرحله ده چې فرد پکې د خپل چاپېریاله کوم تصور او اخذ لري د ادراک په وسیله یې سپړي او تنظیموي چې بیا له هغه څخه مانا زیږي؛ خو کېدای شي چې ادارک له عیني واقعیته لرې وي، دا ځکه چې ټول افراد له یو څه یو ډول برداشت نه لري؛ نو وېلای شو، چې د خلکو له چلنه د هغه عمل درک کولای شو.
درک بیا په ډوه ډوله دی(فردي او ټولنیز)؛ فردي درک د یو فرد د لید زاویو پورې محدود دی، هغه څه چې د ده په ذهني زېرمه کې د ویوه شي په اړه تصور دی؛ یعنې درک کړي یې وي همغه مانا ترې اخلي او له دې د ده د درک اندازه لګېدای شي؛ خو د بل تصور او درک به طبعا توپیر لري او دا ځکه یو فرد کولای شي په شاعرۍ او هنري ادب کې د خپل ذوق سره سمه پرېکړه وکړي ؛ خو په علمي بحثونو کې بیا هر څه په منطق، استدلال او درک پورې اړه لري.
(سمون،۱۴۰۲: ۳۱مخ)
په لنډه توګه وېلای شو چې د ادراک په سپړنه کې بهرنۍ پېښې سپړل کېږي، له بهرنیو پېښو موخه هغه څه دي چې له ذهن څخه بهر پېښېږي چې موږ یې د پينځه ګونو حواسو له لارې لاس ته راوړو.
خو د ادراک او احساس یا حواسو ترمنځ جوت توپير شته او هغه دا چې احساس یا حواس عصبي پیغام د حسي کورتکس « د مغز لوړې برخې ته » لوري ته لېږل بلل کېږي، خو ادارک د تفکر له مکانیزم او اطلاعاتو له حسي ترکیب څخه منځته راځي. یعنې په حواسو کې یوازې عصبي اخذې بنسټیز نقش لری او په ادارک کې بیا حافظه او تفکر بنسټیز نقش لري. (سمون، ۱۴۰۲: ۳۳ مخ)
په ادراکي ژبپوهنه کې د څومانیزتوب دپیدا کېدو ګڼ لاملونه دي؛ د بېلګې په توګه:
۱ – لیدلوری: مانا دوربین غوندې ده چې له بېلابېلو زاویو بدلېږي. مثلا: موږ طوطي د ملا په وزرونو نه بلکې په مښوکه مشخصوو، ځکه مخامخ نظر ورته ګورو. همدارنګه مانا د یوه لید ښکارندویي کوي او د لید په بدلون سره بدلېږي. مثلا: له کوره تر دفتره او له دفتره تر کوره په جوته توګه یوثابت واټن څرګندوي؛ خو دوه بېلابېل لیدنځي ښیي. په (له دفتره تر کوره) کې ویناوال/ مفهوم ساز پیل ټکی دفتر دی او بل برعکس…
۲- په ټوله کې ادراکي ژبپوهنه وایي چې مانا انځوریزه بڼه لري چې په انځوریزو سکیماوو کې راښکاره کېږي. مثلا: که ووایو چې جلال اباد ته پر لاره یم؛ نو دلته زموږ په ذهن کې د لار سکیما راځي چې یو څوک پکې روان دی…
۳- هر انسان په ذهن کې د مفاهېمو ټولۍ لري، چې کله نوی څیز ټولنې ته راځي؛ نو هغه په دې ټولۍ کې ور داخلوو. مثلا: موږک یو مفهوم دی چې دکمپیوټر موس په شاملېدو دا مفهوم لاپسي تقویه شوی.
۴- مانا له تجربې او کارونې سره اړه لري. مثلا: د سور رنګ بېلابېلې ماناوې. لکه: د یو چا رنګ سورکېدل یوه مانا او د ترافیکي اشارې سوروالی بله مانا ښندي.
۵- په ټوله کې وېلای شوچې مانا ګڼ اړخونه لري.(دایره المعارفي ده).
(ښکلی،۲۰۲۴: ادراکي ژبپوهنې ځینې عمومي یادښتونه«مقاله»)
دا چې موضوع لږ نوره هم ساده شي، په لاندې ډول د موضوع په تړاو ځينې نور مثالونه هم وګورئ:
۱ – زه په کور کې یم. (هغه ذهني تصویر چې د کور اړوند زموږ په ذهن کې دی، په اتوماتیک شکل زموږ په ذهني فضا کې انعکاس کوي.)
۲- زه په پوهنتون کې یم.( هغه ذهني تصویر چې د پوهنتون اړوند زموږ په ذهن کې دی، په اتوماتیک شکل زموږ په ذهني فضا کې انعکاس کوي.)
په ادراکي ژبپوهنه کې د ذهني فضاوو نظریه د لومړي ځل لپاره فوکونیه وکاروله.
نوموړي څرګنده کړه، کله چې فکر کوو یا په ژبه حبرې کوو، یا یو حالت له بل سره پرتله کوو، ذهني فضاوې جوړوو. یادې فضاوې په اصل کې د فضا جوړونکو لخوا جوړېږي، چې ژبني واحدونه دي او ددې سبب کېږي، چې نوې ذهني فضاوې جوړې کړو. کله چې نوموړي واحدونه په وینا کې کاروو، په ذهن کې د وینا مطابق ذهني انځورونه جوړېږي، چې د همدې انځورونو په مټ له وینا څخه مفهوم ترلاسه کوو. مثلا: کله چې وایو (پوهنتون)، هغه ذهني تصویر چې دپوهنتون اړوند زموږ په ذهن کې دی، په اتوماتیک شکل زموږ په ذهني فضا کې انعکاس کوي. یا کله چې وایو ( اکبر رئیس شوی دی)، په دې جمله کې د اکبر اوسنی حالت له پخواني هغو سره پرتله شوی او د اکبر اړوند څو ذهني فضاوې رامنځته شوي دي. یوه جوړه شوې ذهني فضا د نورو فضاوو سره د خبرو اترو په حال کې ارتباط پیدا کوي. د خبرو اترو په هر پړاو کې یو له دغوځایونو څخه د یوې پایې په توګه ساتل کېږي. لکه: کله چې د ( کندهار) اړوند خبرې کوو، کندهار یوه پایه او په کندهار کې د ځینو ساحو په هکله خبرې اړونده ذهني فضاوې جوړوي، چې په خپلو کې سره روابط ټینګوي. کندهار، پوهنتون، عینو مېنه، سپين بولدک……….. کله چې د ذهني فضاوو ترمنځ د ارتباط او پایې خبره کوو، ذهن مو د ادراکي ژبپوهنې د کل او جز اړوند بحث ته ورځي، چې اجزاوې د کل له
مخې د درک وړ بولي. دلته هم د کل تصویري فضا د پایې او اجزاوې یې اړونده فضاوې جوړوي، چې د تکثیر په جریان کې یو له بل سره ارتباط پیدا کوي.
د دې نظریې جزئيات دا دي:
۱- د تصور ځايونه: دا تیوري ثابتوي چې ذهن لنډمهاله ذهني جوړښتونه یا “ځایونه” جوړوي. دا مفکورې موږ ته اجازه راکوي، چې معلومات ډلبندي کړو او د هغوی د ویلو وړاندې کولو او له څه سره د تړاو لرلو په وخت کې هغه وړاندې کړو. لکه د اشیاوو جالکول او ډلبندي، د قلم او لیکلو تړاو، له دوکاندار سره خبرې، د مشرانو سره خبرې….. –
۲- متحرک طبيعت: ذهني تشې متحرکې دي او کېدای شي نوې رامنځته شي، پراخې شي، مخلوطې شي، یا له منځه لاړې شي؛ ځکه چې موږ په مختلفو ادراکي فعالیتونو کې ښکیل یو. د مثال په توګه: موږ ته یو څوک د داسې حیوان په اړه خبرې کوي، چې هغه موږ هېڅ کله لیدلی نه دی، ، خو په دې اړه د هغه کس د خبرو په اړه چې موږ ته د یاد حیوان په اړه معلومات وړاندې کوي، زموږ ذهن (ذهني تشه) سمدستي یو تصویر جوړوي او هغه ساتي. که موږ بیا کله هغه حیوان وینو، نو هغه زموږ په تشه کې ساتل شوی انځور هغه مهال موږ ته را په یادېږي. ممکن د پرتلنې وړ وي یا نه وي او یا هم سره ډېر توپیر ولري. لکه: عنقا، دېو، ….
۳- مانیز بدلون: لکه (څانګه) چې پخوا د ونې د ښاخ په مانا کارېدله، کله چې د څانګې اړوند خبره کېدله، په ذهن کې د ونې د څانګي تصویر جوړېده. خو اوس چې، د څانګې مانا پراخه شوې، په اورېدو سره یې زموږ په ذهن کې بېلابېلې فضاوې جوړېږي. لکه: د بانک څانګه، د پوهنځي څانګه… همدارنګه د مانا جوړښت تیوري دا تشرېح کوي، چې څنګه ژبه، شرایط، او پېژندنې؛ د معنی د جوړولو او د پوهېدو لپاره متقابل عمل کوي.
۴- ادراکي پروسس: ذهني فضاوې زموږ د ادراک په پروسس کولو کې مهم رول لوبوي، څنګه یو څه په یاد کړو یا هېر کړو او بلاخره څنګه د مخاطب حالت ته په کتو څنګه خبرې وکړو. قناعت ورکول، د احمد لیدل، د استاد په وړاندې خبرې کول، له دوست سره خبرې کول، له مخالف لوري سره خبرې کول. یعنې ګڼې ذهني فضاوي چې زموږ په مفهومي سیستم کې خای پرخاي شوي یا نوې ورداخلېږي، په ادراکي پروسس کې اهم رول لوبوي. لکه تجربه کار شخص نسبت بې تجربې شخص ته، مفاهېم او حالت ښه تحلیلولی شي. دا په دې مانا ده، چې نوموړي شخص د ژوند په اوږدو کې په ذهن کې زیاتې ذهني فضاوې جوړې کړي او مفهومي برخې ته یې سپارلي، چې د اړتیا په وخت کې یې پروسس کوي او په اړونده برخه کې ورڅخه استفاده کوي. (Lawrence, 2005
پایله
ادراکي ژبپوهنه، ژبه له ادراکي حواسو او اړخونو سره په تړاو کې مطالعه کوي او د دې په رڼا کې د انسان د حواسو، ادراکو او ژبې پر تعامل بحث او څېړنه کېږي.
انسان د خپل ادراک په واسطه خپل ځايي لوري ته وسعت ورکوي او په دې توګه ګڼ انتزاعي مفاهېمو لپاره لار هواروي. لکه: مات لوښی چې یوه حسي تجربه ده، د انتزاعي تجربو او مفاهېمو لپاره کارېدلې. لکه د زړه ماتوالی…زما په نظر دا د ټولنې د وګړو له تجربو سره اړیکه لري چې د یوې کلمې معنا په پراختیا او تنوع کې څومره رول لوبوي، زما په نظر په دې موضوع کې ټولنیز قرارداد ستر لاس لري.
معمولا موږ په ذهن کې د یوې کلمې لپاره یو مانیز چاپېریال ټاکلی وي، خو په ورځنیو خبرو کې یوه کلمه د څو مانیزو اړخونو لپاره استعمالېږي، چې دلته د یوې کلمې معنا پراخېږي او څو مانیز کېږي. د بېلګې په توګه د مور کلمه: چې د مؤنثې، بالغې، بچي لرونکې او ښځې معناوې له ځان سره لري.
په لنډه توګه وېلای شم چې موږ یوې پدیدې ته له ګڼو خواوو ګورو، همدغه ګڼې خواوې دي چې کلمې ګڼ مانیزې کوي.
اخځلیکونه
۱- ارغند،ذبېح الله.۱۳۹۶. معنا پوهنه. کابل: پکتویس خپرندویه ټولنه.
۲- زیار، مجاوراحمد.۱۳۹۶. پښتو معناپوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۳- سمون، مصطفی.۱۴۰۲ ادراک اومعنا. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
۴- ښکلی، اجمل.۱۴۰۰. څېړنیزه مقاله: https://www.nunn.asia/187686/%D8%A7%D8%AF%D8%B1%D8%A7%DA%A9%D9%8A-%DA%98%D8%A8%D9%BE%D9%88%D9%87%D9%86%D9%87
۵- (ښکلی، اجمل،۲۰۲۴. د ادراکي ژبپوهنې په اړه ځینې عمومي یادښتونه«مقاله»)
6-Lawrence M. Zbikowski (2005). Conceptualizing Music: Cognitive