Homeخبرونهآی اېس آی د ټلیفوني مکالمو د ثبتولو اعلان وکړ

آی اېس آی د ټلیفوني مکالمو د ثبتولو اعلان وکړ

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې استخباراتي ادارې آی اېس آی ته یې د امنیتي ګواښونو د مهارولو په هدف د ټلیفوني مکالمو د ثبتولو اجازه ورکړې ده.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې آی اېس آی ته دا اجازه د دغه هېواد د مرکزي حکومت کابینې ورکړې ده، خو خلکو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي چې مخکې هم پاکستاني پوځ او استخباراتو په خپله خوښه ورته چارې ترسره کولې.

د دوی په وینا، د دغه کار له رسمي اعلان سره به د خلکو د خصوصي حریم نقض لا زیات او پاکستان نور هم د استبداد قرباني شي.

پاکستان په وروستیو کې بیا- بیا د دوی خلاف د تروریستي خطرونو د زیاتیدو ادعا لري او ملامتي یې تر ډېره په دې پلمه پر افغانستان اچوي، چې ګواکې تروریستي ډلې له افغان خاورې د پاکستان خلاف بریدونه سمبالوي.

افغان څارونکي بیا باور لري، چې دغه هېواد په دې پلمو او استخباراتي ډرامو له یوه پلوه پر افغانانو د خپلو تروریستي بدنامیو ملامتي غواړي واچوي او له بله پلوه له نړیوالو متحدینو څخه یې په دې نوم بیا پراخې مرستې ترلاسه کړي چې ګواکې د ترهګرۍ قرباني دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...