پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر: د زده کړو او علم په ارزښت تر هر چا...

مولوي کبیر: د زده کړو او علم په ارزښت تر هر چا ښه پوهیږو او ځانګړې پاملرنه ورته لرو

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د طالبانو د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یو شمېر لیکوالو او پوهنتون استادانو سره لیدنه کې ادعا کړې، چې د دوی امارت تر هر چا د زده کړو او علم په ارزښت ښه پوهیږي او ځانګړې پاملرنه یې ورته کړې ده.

د هغه دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، چې نوموړي دا خبره د ښوونیز او تحصیلي نظام پیاوړتیا ته د ورغلو علمي شخصیتونو د پاملرنې د غوښتنې په ځواب کې کړې ده.

مولوي کبیر دا ادعا هم کړې، چې د دوی رژیم د تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، خو په دې اړه یې توضیحات نه دي ورکړي.

طالب چارواکي داسې ادعاوې داسې مهال کوي، چې له بیا واک ته رسېدو سره یې د سلګونه زره افغان نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته زده کړو دروازې تړل شوي.

طالب چارواکو په دې اړه د نړیوالو او افغانانو نیوکو ته کوم قانع کوونکی ځواب نه دی ویلی او د زده کړو پر وړاندې د لګولو قیوداتو د پای ته رسولو ژمنې یې هم نه دي عملي کړي.

2 COMMENTS

  1. ځکه مو د علومو دروازی وتړلې،متخصصین مو وشړل ، که دا ادعا صحیح وی نو ولی هر کار نیمه ملا ته سپاری؟ د انسانی ژوند علوم مو مباح ونه ګرځول؟په حکومت کی تر مچانو ، ملایان ډیر ندی؟ ؛البته هغه ملا چي خپل ځای نه پیژنی ؛ حال دا چي سمه ملایی د علومو له سلګونو شعباتو یوه شعبه ده، حال دا چي ستاسو علمی او تربیتی اعتبار ملت او امت ته مشکوک او قابل اعتماد ندی نو دا دعوی هم دروغ ده ، هم غولونکی او هم ناکامه ، او ورځ تر بلې په ټولو ساحو د ژوند کی دا ناکامی ژوره او فساد یی ملت د تباهۍ کندی ته ور سموی ځکه کار متخصص او اهل کار غواړی چي تاسی د ملت د ژوند پر ځای د هغی یوسلنه ـ طالب جمع کرایی او ابن الوقت اجیران ـ ژوند غواړی چي انحصار باطل بلل کیږی خو حکومت د ملت د خدمت لپاره وی نه د وینو زبیښاک لپاره یا ایهالانسان۰

  2. د پنجابۍ میخې بچیه خر او ځناور د علم، پوهې او سواد په اهمیت څه پوهیږي. ښه پوهیږئ چز د یو څو ورځو میلمانه یاست پیسې وګټئ او ورک شئ. دا ملت خو به اخیر هم راپاڅي که تاسو فکر کوئ چې تر اوسه ولې غلی دی ګوره نن سبا کې ځکه ملت درنه کرکه او نفرت لري او انشالله ستاسو دا توره او خیرنه مفکوره به د تل دپاره نابوده کړي او حقیقي اسلام به راشي کوم چې تاسو نه منۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب