پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستان د باندنیو چارو وزیر کابل ته ځي

د پاکستان د باندنیو چارو وزیر کابل ته ځي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به په راتلونکو څو ورځو کې کابل ته سفر وکړي.

ده نن (سې شنبې) د خپل هیواد د سناجرګې غړیو ته د دې سفر خبره وکړه خو د خپل سفر د هدف په اړه یې څه ونه ویل.

د جيو نيوز د خبر له مخې ښاغلي ډار د پاکستان د سنا جرګې د بهرنيو چارو د کمېټې په غونډه کې وويل: «زه به په څو ورځو کې افغانستان ته ولاړ شم. افغانستان زموږ ورور هیواد دی.»

دا په داسي حال کې ده چې پاکستان په ځلونو د افغانستان له لوري د امنیتي ګواښ په اړه ادعاوې شوي او له طالبانو یې غوښتي چې ټي ټي پي وځپي.

د ټي ټي پي ځپل د طالبانو له حکومت څخه د اسلام اباد اصلي غوښتنه ده. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ټینګار کړی چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې حضور لري.

له بلې خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال محمد سیروس سجاد قاضي هم ویلي چې پاکستان به له افغانستان سره نژدې اړیکې وپالي.

ښاغلي قاضي وویل: «موږ له افغانستان سره نژدې اړیکې درلودې او دوام به یې ورکوو.

په تیرو دریو کلونو کې د پاکستان د بهرنیو چارو هیڅ وزیر افغانستان ته نه دی راغلی. وروستی ځل د عمران خان د حکومت د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ۱۴۰۰ لمربز کال په میزان میاشت کې کابل ته راغلی و.

په دې وروستیو کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان هم پر دې موضوع نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان به د طالبانو د حکومت له ملاتړ پرته له ترهګرۍ سره په مبارزه کې بریالی نه شي.

په همدې منځ کې د پاکستان د پیپلز ګوند مشر د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکې پېچلې وبللې او ویې ویل چې ګومان نه کوي چې په داسانه دې حل شی.

بلاول بوټو زرداري د دوشنبې په ورځ په پېښور کې وویل چې د دوو خواوو ترمنځ ستونزې افغانستان ته په سفر کولو یا هلته د چای په څښلو نه حل کېږي.»

د شهباز شریف د حکومت په تېره دوره کې، چې بلاول بوټو د باندنیو چارو وزیر و، ځینې سیاستوالو پر بلاول بوټو انتقادونه کړي وو چې ولې افغانستان ته سفر نه کوي او له طالبانو سره د پاکستان پر ستونزو خبرې نه کوي.

1 COMMENT

  1. اسحاق ډار څوک دی؟

    ۷۳ کلن ډار یو محاسب او تجربه لرونکی سیاستوال او د پاکستان مسلم لیګ نواز غړی دی.
    هغه د سږني 2024 کال د مارچ له 12 د پاکستان دباندېنیو چارو د وزیر په توګه د شهباز شریف په کابینه کې موظف شویدی .
    نوموړی د دغه ګوند د مشر نواز شریف نږدې خپل او د هغه یو له نږدې سلاکارانو څخه هم دی او څلور ځله یې د مالیې د وزیر په توګه کار کړی دی.
    اسحاق ډار په لومړي ځل په ۱۹۹۸ کال کې د نواز لیګ په دوره کې د مالیې فدرالي وزیر شو. په ۲۰۱۳ کال کې هغه یو ځل بیا د نواز لیګ په حکومت کې د مالیې وزیر شو.
    خو په ۲۰۱۷ کال کې د سترې محکمې له خوا د نواز شریف له بې‌صلاحیته کېدو وروسته، کله چې شاهد خاقان عباسي لومړی وزیر شو، مفتاح اسماعیل د مالیې وزیر شو.
    د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د تحریک انصاف د حکومت له ختمېدو وروسته مفتاح اسماعیل د شهباز شریف د صدر اعظمۍ په لومړیو پنځو میاشتو کې د مالیې وزیر و، خو د ۲۰۲۲ کال د سپټمبر په پای کې اسحاق ډار بیا د مالیې وزیر شو.
    باید وویل شي چې کله شهباز شریف د پاکستان لومړي وزیر خپله نوې کابینه اعلان کړه. د بهرنیو چارو وزارت لپاره اسحاق ډار، د کورنیو چارو لپاره محسن رضا نقوي، د دفاع وزارت ته خواجه محمد اصف او د مالیې وزارت لپاره یې محمد اورنگزیب ګومارلي دي. د شهباز شریف د صدراعظمۍ په دویمه دوره کې د وزیرانو په نوملړ کې ۱۶ تنه یې د مسلم لیګ، یو تن د پاکستان د استحکام ګوند او یو تن هم د متحده قومي غورځنګ غړي دي. د وزیرانو په نوي نوملړ کې د هیڅ یوې ښځې نوم نه لیدل کېږي. همدارنګه د خلکو یا پیپل ګوند غړي هماغسې یې چې پخوا ویلي و، په کابینه کې نه دي شامل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب