سریزه
ژبه په ژوند کې د هر ډول مادي او معنوي پرمختګ او پراختیا اساسي وسیله ده. ژبه ده چې په انساني ژوند کې یې د علم او انګېزو تکثیرولو، پراختیا ورکولو او همدارنګه د نړي له بېلابېلو موجوداتو سره یې د ارتباط ټینګولو زمینه چمتو کړې ده، خو دا اړیکې هله ټینګېدلای شي چې انسان له مورنۍ ژبې پرته په دوه درې نورو ژبو هم پوه شي او دا چې یوه بهرنی ژبه په سمه توګه زده کړل شي نو د قاموسونو مطالعې ته اړتیا پېښیږي د قاموسونو اړتیا ته په کتو سره ویلای شو، چې د یوې ژبې د کلماتو او اصطلاحاتو د پېژندنې لپاره قاموس لیکنه او قاموس ژباړنه یو اساسي او د ژبې د تقویې بنسټیز خدمت بللای شو. نو ماه هم د خپلې پوهې مطابق هغومره د (دانش فارسي پښتو قاموس) ته لنډه کتنه کړې ده او ځینې ځانګړنې او نیمګړتیاوې مې په نښه کړي دي.
مهم وییونه: قاموس. د قاموس پېژندنه، د قاموس جوړښتونه، د قاموس ځانګړنې، د قاموس نیمګړتیاوې.
قاموس:
قاموس عربي کلمه ده په انګلیسي ژبه کې ورته (Dictionary ) وايي په فارسي ژبه کې ورته فرهنګ، واژه نامه او لغتنامه، په پښتو کې ورته سیند وايي. قاموسونه د ژبو او ادبیاتو پوهنځي اړوندو څانګو کې د نورو مضامینو تر څنګ یو ګټور او ضروري مضمون ده چې باید په کره توګه له ټولو جزیاتو سره تدریس شي. قاموسونه تر ډېره پورې د یوې بلې ژبې زده کولو، د لغتونو دخیره کولو. په ژبه کې د دځينو لغتونو نشتون لپاره د بدیل لغت موندلو او همدارنګه د سیاحتي توریستانو او یا هم دیپلوماتو لپاره لیکل کېږي. لکه څنګه چې په نړۍ او هیواد کې د وګړو تر منځ ادیان، فرهنګونه، او عنعنات متفاوت دي په همدې توګه د دوي په منځ کې ځینې وګړي د ښه اقتصاد، علمیت او رسمي ژبې خاوندان دي خو ځینې بیا نه ښه اقتصاد لري او نه عم د علم او پوهې په ګاڼه سنبال دي له همدې کبله د هرې برخې خلکو ته بېلابېل قاموسونه لیکل شوي دي. لکه ماشومانو، اسانه او ساده قاموسونه لیکل شوي دي. عام خلکو ته په عامه ژبه قاموسونه لیکل شوي او متخصصینو ته مسلکي او تخصصي قاموسونه لیکل شوي دي لکه د انجینري برخې لپاره د انجینرۍ اړوند اصطلاحات او د طبي برخې لپاره د طبي اصطلاحاتو تشریح کولو لپاره قاموسونه لیکل شوي دي.
دانش فارسي پښتو قاموس:
د لومړي ځل لپاره د ( فارسي پښتو) دوه ژبیز قاموس په ۱۳۱۸ کال د ښاغلي لعل محمد کاکړ او استاد عبدالحی حبیبي په هڅه د (سپېڅلې پښتو) په نوم چې لس زره لغنونه په کې درج شوي وو، په کندهار کې چاپ شوی وه. دانش فارسي پښتو قاموس تیمور شاه یوسفزي په هرات کی لیکلی او په پېښور کې د دانش خپرندویه ټولنې لخوا په چاپ شوی دی. له فارسي نه پښتو ته دا دوه ژبیز قاموس ۹۳۵ پاڼې او څه د پاسه ۳۴ زره لغتونه لري. په فارسي کې د ټولو دخیلو عربي، ترکي، او فرانسوي لغتونو مانا هم پکې په پښتو لیکل شوې ده. ښاغلی یوسفزی وایي موخه یې دا وه چې په سیمه کې د پوهنتون د محصلینو او د ښوونځیو د زده کوونکو لپاره د پښتو ژبې د زده کړې لپاره یوه نوې سرچینه پرانیزي، خو دا قاموس اصلاً په ایران کې د چاپ شویو فارسي قاموسونو په معیار لیکل شوی دی. د بېلګې په توګه، په فارسي او پښتو کې د ټولو دخیلو انګلیسي لغتونو پر ځای د هغو فرانسوي معادل لیکل شوي. د جاپان پر ځای ژاپن، د جنرال پر ځای ژنرال، د جنوري پرځای ژانویه او داسې نور. ښاغلی یوسفزی وایي هڅه دا وه چې دا نوی قاموس د ټولو هغو فارسي ژبو د استفادې وړ وګرځي چې غواړي پښتو زده کړي. فارسي پّ عام ډول پّ نظرکې نیول شوې ده. یوازې د افغانستان فارسی [دري] ژبې مې په پام کې نه دي نیولې. د دې قاموس نه یو تاجک او یو ایرانی هم کار اخیستلی شي. کوم کتابونه چې د اقتصاد، حقوقو، کمپیوټر ساینس او … په برخو کې نن د محصلینو د استفادې وړ دي هغه ډیری په ایران کې چاپ شوي؛ نو ده ټول هغه لغتونه په دې قاموس کې داخل کړي چې له دغو معیارونو سره مطابقت لري. خو کوښښ دا شوی چې دواړه ډوله کلمې ځای په ځای شي که ژاپن یې لیکلی نو هڅه یې کړې چې جاپان هم پکې راشي. د لومړي ځل لپاره دا ډول (د فارسي نه پښتو ته) دوه ژبیز قاموس په ۱۳۱۸ کال د ښاغلي لعل محمد کاکړ او استاد عبدالحی حبیبي په هڅه په افغانستان کې چاپ شوی وو. تیمور شاه یوسفزی وایي هیله یې دا ده چې دا نوی قاموس، د څېړونکو نوې اړتیاوې هم پوره کړي. پخوانيو قاموسونو په خپل وخت کې کولای شوای د مینه والو اړتیاوې پوره کړي، خو اوس مهال هغه قاموسونه چې موږ پخوا درلودل (د فارسي نه پښتو ته) کمزوري برېښي. اوس هغه کسان چې غواړي له فارسي نه پښتو او یا له پښتو – فارسي زده کړي، داسې قاموسونو ته اړتیا لري چې ډېر بډای وي. په هرات کې د پښتو ژبې او ادبیاتو په برخه کې د څېړنو لپاره کافي سرچینې نه شته او د ورته کلتوري پرمختګونو لپاره پکې کار چندان اسانه نه وي. له همدې کبله هم یوشمېر کارپوهانو چې په دې نوي قاموس تقریظونه لیکلي دا نوې کلتوري هڅه یې ډېره ستایلې ده.
پېژندنه:
د کتاب نوم: دانش فارسي- پشتو قاموس
لیکوال: انجینر احمد شاه یوسفزی
تصحیح: استادګل احمد نظري آریانا
خپرندوی: دانش خپرندویه ټولنه
چاپ کال: ۲۰۱۲ م
چاپ وار: لومړی
چاپ شمیر: ۱۰۰۰ټوکه
ډیزاین: ذبیح
د ژبني جوړښت له پلوه: دوه ژبیز قاموس دی؛ ځکه چې فارسي لغتونه او اصطلاحات په پښتو ژبه مانا شوې دي.
د کاروونکو د څرنګوالي له پلوه: دا قاموس د هغو کسانو له پاره لیکل شوی چې په پښتو ژبه پوره برلاسي نه وي، او غواړي پښتو ژبه زده کړي او یا هم برعکس.
د کاروونکو د زده کړې له پلوه: د ښوونځیو او د پوهنتونو د محصلینو لپاره لیکل شوی دی. د اړتیا په وخت کې نور کسان هم کار ترې اخیستی شي.
د منځپانګې له پلوه: عادي قاموس دی
د سایز له پلوه: معیاري قاموس دی.
د لاس رسي له پلوه: د کتاب په بڼه شته دی؛ په انلاین ډول شتون نه لري.
د دې قاموس ځانګړنې:
۱: په فارسي ژبه د ټولو دخیلو عربي، ترکي، او فرانسوي لغتونو مانا په کې راوړل شوې ده.
۲: دا قاموس اصلآ په ایران کې د چاپ شویو فارسي قاموسونو په معیار لیکل شوی دی.
د بېلګې په توګه په فارسي او پښتو کې د ټولو دخیلو انګلیسي لغتونوپر ځای د هغو فرانسوي معادل لیکل شوی دی. د جاپان پر ځای ژاپن، د جنرال پرځای ژنرال د جنوري پر ځای ژانویه…
۳: په پښتو ژبه کې د دې ډول قاموس لیکل لومړۍ هڅه نه ده خوروستۍ هم نه ده.
۴: که څوک له فارسي ژبې ژباړه کوي په ژباړه کې ورسره مرسته کوي.
۵: که کومه کلمه د چا په کار وي په اساني سره یې پیدا کولای شي.
۶: فارسي ژبه په عام ډول په نظر کې نیول شوې. یعنې یو تاجک او ایرانی هم د دې قاموس نه ګټه اخیستلی شي.
۷: کوم کتابونه چې د اقتصاد، حقوقو او کمپیوتر ساینس په برخو کې لیکی شوي ډېری یې په ایران کې چاپ شوي دي.نو په دې قاموس کې ټول هغه لغتونه ځای پرځای شوی دي چې له دغو معیارونو سره مطابقت لري.
۸: تر ډېره هڅه شوې چې ډېر کاریدونکي لغتونه په کې درج کړي. او د دې ترڅنګ ډېر ژورنالستیک لغتونه یم هم له فارسي پښتو ته ژباړلي دي.
۹: د زده کوونکو، محصلینو او څېړونکو د نویو اړتیاوو پر بنسټ لیکل شوی دی.
د دې قاموس نیمګړتیاوې:
۱: د ایراني فارسي اغیز پرې ډېر ښکاري، او تر ډېره د ایرانیانود قاموس له معیارونو اغېزمن دی.
۲: ځینې ټایپي او املایي تېروتنې لري. او په ځینو موادو کې د پښتو یاګانې سمې کارول شوې نه دي.
۳: د ځینو لغتونو سمه ژباړه شوې نه ده. د مثال په ډول:
۱ – آباد: سمسور ،کرل شوی سمه مانا یې آباد: ودان
۲ – درخشنده: وړانګیز، وړانګن سمه مانا یې درخشنده: ځلیدونکی، ځلاند
۳- هزاره: د زرو کسانو یوه ډله سمه مانا یې هزاره : په افغانستان یو میشت قوم
۴ – دیدګاه: د مطلب ټکی سمه مانا یې دیدګاه: اند، نظر
۵ – دهن بین: خوله وینی سمه مانا یې دهن بین: ساده، هغه څوک چې زر په یوه خبره باور کوي.
۶- چهار شنبه: شرو د دې لغت مانا ګونګه او د پوهیدو وړ نه ده
۷ – چاربند: څلور څپرکی د دې لغت مانا بیخې ناسمه ده، اصلي لغت ته په کتو بیخي بله مانا ورکوي.
۸ – امپراتور: د لرغونی روم د سردارانو لقب، . سمه مانا یې امپراطور: ټولواک، ځواکمن
۹ – ادغام: تېرول،نغړل سمه مانا یې ادغام: ګډ، سره یوځای.
ډېری اصطلاحاتو ته یې په خپله ژبه کې اصطلاحي مانا نه ده پیدا کړي لغوي او ګڼې مترادفي ماناوې یې لیکلې دي.
ځیني اصطلاحات ناسم مانا شوې دي.
ځینو اصطلاحاتو ته تر حد ډېرې ماناوې لیکل شوې دي.
د ځیو کلمو د مانا پيدا کولو له پاره ډېره هڅه نه ده شوې.
د دې قاموس په تألیف له لاندې مأخذونو ګټه اخیستل شوې ده.
- افغان قاموس – نویس، عبدالله افغاني، پښتو ټولنه، ۱۳۳۵، دولتي مطبعه،
- زاهد پښتو، پښتو سیند، مشولڼی، عبدالقیوم، زاهد، د افغانستان د علومو اکاډمۍ دپښتو څېړنو نړیوال مرکز، دانش خپرندویه ټولنه.
- پښتو سیندګی(نویزونه) زیار، مجاور احمد، دصافي پښتو څېړنو او پراختیا مرکز ۱۳۸۷.
- فرهنګ فشرده فارسي به انګلیسي، کاشاني، دکتر عباس و منوچهر آریانپور موسسه انتشارات امیر کبیر چاپ بیستم ۱۳۸۰.
- فرهنګ فارسی، معین، معین، محمد، ارمانو، ۱۳۸۱، تهران.
- قاموسونه ټکی کام، (qamosona.com) ویب پاڼه.