جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeسپورتد کرکټ ستورو هم پر ګیله من وزیر برید وغانده

د کرکټ ستورو هم پر ګیله من وزیر برید وغانده

تاند – د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه نامتو لوبغاړي رحمان الله ګوربز او نجیب الله ځدړان د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعال غړي ګیله‌ من وزیر برید خواشیني کړي دي.
 
رحمن الله ګربز نن (سې شنبې) د خواشینې په څرګندولو ګیله من وزیر ته د فوري روغتیا هیله کړې او پر خپله فیسبوکپاڼه یې د ګیله من وزیر پاسنی عکس خپور کړی چې ماشومان یې تر څنګ دي. ده همداراز کښلي: «دا ګلالي ماشومان دې رب نه بې پلاره کوي.»
نجیب الله ځدران بیا پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي: «د پښتو خوږ ژبی او ولسي شاعر ګیله من وزیر په ټپي کېدو نهایت خواشینی یم. له الله ج څخه ورته عاجله شفا غواړم.»
 
پر ګیله من وزیر د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري برید وشو او نن درېیمه ده چې په روغتون کې د کوما په حالت کې دی. تمه کېږي چې د درملنې لپاره جرمني یا کوم بل هیواد ته واستول شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب