پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهطالب ځواکونو په دشت برچې کې د عاشورا تور بیرغونه ټول کړي

طالب ځواکونو په دشت برچې کې د عاشورا تور بیرغونه ټول کړي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د کابل په لوېديځ کې د دشت برچي سيمې يو شمېر اوسیدونکي وايي، د طالبانو امنیتي ځواکونو تېره شپه د محرم د لسیزې په مناسبت پر دېوالونو نصب شوي بيرغونه او تور بینرونه ټول کړي دي.

په دې اړه د کابل په لوېدیځ کې د پولیسو د دیارلسمې حوزې امر مولوي شمس الله حماد وویل: «د فرهنګي کمیسیون (د اطلاعاتو او کلتور وزارت، امربالمعروف او شیعه علماوو د استازو په ګډون) د هوکړې له مخې یو شمېر په تورو ټوکرو پوښل شوې دروازې، د شربت وېشلو ځایونه او د حسیني عاشورا تور بیرغونه ټول شوي دي.»

مولوي حماد زیاته کړه: د شربتونو د ځایونو مسوولیت د افغانستان د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزارت په غاړه دی.

له دې مخکې د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ټینګار کړی و چې د محرم او عاشورا په ورځو کې د اسلامی امارت د کورنیو چارو وزارت د ځینو استازیو او د شیعه ګانو د دوو کمېټو د استازو په ګډون امنیتی او فرهنګی کمیټې جوړې شوې دي. د دغو کميټو ټولې پرېکړې د شيعه علماوو په همغږي شوې دي.

په ورته وخت کې له هرات ولایت او ښار څخه د امام حسین د ماتم د بیرغونو د راټولولو په اړه د عامه سرچینو له خوا راپورونه خپاره شوي دي.

د دغه راپور له مخې، طالب ځواکونو د محرم په لومړۍ شپه د هرات ښار د جبریل ښارګوټی په یوه سیمه کې، د حاجی عباس د ګاونډ د ​​«بازارچی» په دروازه کې د ویر بیرغ لېرې کړ.

 امنیتي ځواکونو په هرات کې دوه تنه په دې خاطر نیولي چې د بیرغ د لېرې کېدوړ په خاطر یې اعتراض کړی و.

ظاهراً طالب چارواکي له دې ویرې چې داعش به د محرم په شپو ورځو کې د شیعه ګانو د راټولېدو پر ځایونو حمله وکړي، هغوی د محرم له مراسمو راګرځوي.

3 COMMENTS

  1. دوئ تل وایی دا نمونوي امنیت دی. او داعش اوس ګواښ نه دی نو بیا ولي ډاریږي چې داعش به ورباندې بریدونه وکړي.

  2. ډیر ښه کار یې کړی دی، شعیه ګانو بیخې ښکر کړي وو. د ازادي او عاشورا تر نوم لاندې به یې خپل زور پیمانه کاوه. دوئ له دغې ورځي څخه د سیاسي او قدرت د ښکاره کولو د ورځي په توګه استفاده کوله، لارې به ورته بندې وي. یو ریخشند به و. د سنبلې له نولسمې بیا تر ۲۹ به مسعود او رباني ورځي وي. کرزی دي خدای په غضب د خدای اخته کړي د پینچشیر ټول لنډغران یې وزیران وو.

  3. دا به یوازینی ښه کار وي چې ټالبان یې کوي . دوی رښتیا د امام حسین له غمه نه دي مړه . دا یو بدعتی ، له تظاهر، منافقت نه ډک او زاید کار دی . خلک کار ، ډوډۍ او کورونه نه لري ، دوی له ایرانه پرېمانه تورې جنډې ، بنېرونه او تبلیغاتي پاڼې ، عکسونه او نور شیان راوړي او په افغانستان کې رافضیت خپروي .
    که دا مذهبي مراسم او آزادي وي ، نو ایران دې هم په هغه هېواد کې نژدې 40 میلیونو سنیانو ته د مذهب آزادي ورکړي ، دوی په ټول تهران کې یو رسمي جومات نه لري چې هلته د جمعې لمونځ پکې ادا کړي .
    په افغانستان کې شیعه ورونو ته د ټولو مذهبي مراسمو آزادي شته ، اما د لارو او کوڅو بندول او د خلکو د کار او ورځني ژوند مخه نیول ، مزاحمت او بېځایه لګښتونه نه اسلامي کار دی اونه قانوني .
    له بلې خوا د افغانستان دښمنان تیار په کمین کې ناست دي او هره لحظه غواړي چې زمونږ دهېوادوالو وینې وبهیږي ، بنا د احتیاطي او امنیتي تدابیرو په نیولو سره باید دوی هم له کوڅه ګشتي او لنډغري نه تېر شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب