دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهد مالیې نوی وزیر وايي، د کانونو استخراج به پر خلکو د...

د مالیې نوی وزیر وايي، د کانونو استخراج به پر خلکو د مالیو پېټی کم کړي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د طالبانو د کانونو نوی وزیر هدایت الله بدری وايي، د کانونو استخراج به پر خلکو د مالیاتو فشار کم کړي.
 
ده نن (د سې شنبې په ورځ – د سرطان ۱۹مه) د خپلې معرفۍ په مراسمو کې وويل: «موږ پر يوې سترې خزانې ناست يوو، خو زموږ خلک لا هم په فقر کې ژوند کوي.» بدري زياته کړه، اوسمهال د هېواد د عايداتو يوازينۍ سرچينه ګمرکونه او ماليې دي. د بدري په وینا، افغانستان د کاني زېرمو له پلوه ډېر بډاى دى او د جيولوجستانو د څېړنو له مخې، د افغانستان د کاني زېرمو ارزښت درې تريليون ډالره دى. هدایت الله بدري وویل چې د کانونو سم مدیریت به پر خلکو د مالیاتو بار کم کړي.
افغانستان سره له دې چې ډېر کانونه لري خو استفاده ورڅخه نه شي کولی ځکه چې د سترو او ارزښتناکو کانونو استخراج پرمختللې ټکنالوژۍ او پراخې پانګونې ته اړتیا لری. په داسی حال کې چې پر افغانستان د امریکا بندیزونه دي، سترې کمپنې په اسانه د افغانستان په کانونو کې پراخه پانګونه نه شی کولی.
افغانستان حاضردمه د مرمرو او سکرو په شان کانونه استخراجوي چې ډېر ستراتیژیک اهمیت نه لري.
په همدې حال کې په سرپل کې د بلخاب حوزې د ډبرو سکرو مسوول، فرید عظیم نن  باختر آژانس ته ویلي چې تازه د یاد ولایت په بلخاب حوزه کې د ډبرو سکرو ۲۱ کانونه تثبیت شوي چې په معیاري توګه به یې د سپړلو چارې د ملي پراختیا شرکت له لوري پیل او زرګونه تنو ته په کې د کار زمینه برابره شي.
نوموړي زیاته کړې چې د لومړۍ سروې له مخې په یاد شمېر کانونو کې یو نیم میلیارده ټنه د ډبرو سکاره تثبیت شوي دي.

له بلې خوا د طالبانو د سرپرست حکومت د مالیې نوي وزیر وویل چې بهر ته د کانونو د ناقانونه قاچاق مخه نيول شوې او دغه کانونه به په افغانستان کې دننه پروسس شي او د خامو موادو د صادراتو مخه به ونيول شي.

هدایت الله بدری، چې د افغانستان بانک ريیس و، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د لوی مشر هبت الله اخوندزاده له لوري د کانونو او پټرولیم وزیر وګومارل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب