یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

  (درویشتمه برخه)

پر تصوف باندي د هندو عقایدو اغېزې:

حضرت رسول اکرم ص ویلي وه چي ټول بدعتونه ګمراهي ده او د هري ګمراهی لار دوږخ ته تللې ده. هغه په دې خبره کي لوی حکمت درلود او هغه دا چي هغه پوهېدی چي یو بدعت د بل بدعت او په نتیجه کي د بدعتونو عامل ګرځي او د همدغو بدعتونو په نتیجه کي اختلافات را پیدا کیږي او مسلمانان به د یوه بل په مقابل کي تورو ته لاس کړي . هغه ویلي وه چي تر ما وروسته مه کافران کېږی چي د یوه بل غاړي به پرې کوی. او دغه راز یې ویلي وه چي اسلام به پر ۷۴ فرقو ووېشل سي او په دې ټولو کي به یوازي یوه فرقه پرحق وي او هغه به جنت ته ځي. د نورو ټولو فرقو ځای دوږخ دی.

اوس خو چي ورته ګورو نو د سنی او شیعه فرقو شمېر تر ۲۰۰ هم زیات دی. د دې فرقو د خپل منځي اختلافاتو له امله، د تاریخ په اوږدو کي، دونه مسلمانان وژل سوي دي چي، په یقین سره ویلای سو، هومره به د کفارو سره په جهادونو کي نه وي وژل سوي. د دې دښمنیو او یوه بل قتلولو اساسي علت بدعتونه او د بدعتونو په نتیجه کي د اختلافاتو او دښمنیو، چي حضرت رسول اکرم ص اشاره ورته کړې وه، منځته راتلل دي. حضرت رسول ص د حجةالوداع په خطبه کي ویلي وه چي تاسي ته مي د خدای تعالی کتاب قرآن شریف در پرې ایښی دی. که په هغه کتاب تمسک وکړی او له لاري وانه وړی نو تاسي به نېکمرغه سی. کتاب البته پر خپل حال پاته سو او چا تحریف نه کړ مګر مفسرینو ډېر ژر دونه لاري پکښی را وایستلې چي له خلکو څخه یې په لوی لاس اصلي لاره ورکه کړه.

یوازي د اهل سنة والجماعة د تفسیرونو شمېر ۵۲ ته رسیږي چي د هر تفسیر د جلدونو شمېر یې له شپږو څخه تر دېرشو پوري دی. د اهل تشیع د تفاسیرو شمېر ۹۶ ته رسیږي چي د هر یوه د جلدونو شمېر یې له ۶ څخه نیولې ان تر ۸۰ پوري رسیږي. د سنیانو د معترو احادیثو د کتابونو شمېر۱۵ او د اهل تشیع د احادیثو د کتابونو شمېر تر ۲۰ زیات دی. د اهل تسنن د تر ټولو معتبرو احادیثو، چي صحاح سته یا ۶ صحیح بلل کیږي، پر هر یوه باندي شرحي لیکل سوي دي. د بخاري شروح ۱۳ کتابه، د صحیح مسلم شروح ۵ کتابونه، د سنن ابوداوود شروح ۷ کتابونه او . . . دغه راز په دې زیات و کم ۱۳۰۰ کاله کي په زرهاوو نور مذهبي کتابونه لیکل سوي دي او لا هم لیکل کیږي.

طبیعی خبره ده چي دا ټول کتابونه پر یوه لاره نه دي او که پر یوه لاره وای نو بیا خو، په دومره زیات شمېر، د کتابونو لیکل کېدلو ته اړتیا نه پیدا کېده. اوس به نو مسلمانان، په دې دومره تر شمېر زیاتو کتابونو او لارو کي، څرنګه هغه لاره پیدا کوي چي جنت ته به تللې وي؟ طبیعي خبره ده چي سمه لاره د قرآن شریف لاره ده. مګر قرآن شریف خو دونه تفسیر سوی او لا هم تفسیر کیږي چي هیڅوک نه سي کولای هغه لاره پکښي پیدا کړي چي حضرت رسول ص د قرآن لاره بللی او د جنت وعده یې ورکړې ده. د دې ټولو مختلفو لارو، د دې ټولو اختلافاتو او د دې ټولو دښمنیو اصلي عامل هغه مشران او علماء دي چي په اسلام کي یې دومره لاري جوړي کړي دي چي اصلي لاره یې دونه تاریکه کړې ده چي هیڅوک یې د تشخیصولو توان نه لري.

محدثینو، مفسرینو، مجتهدینو او مذهبي علماوو، په اسلام کي د سلهاوو لارو د ایستلو په وسیله له مسلمانانو څخه اصلي لاره ورکه کړه او په دغه ترڅ کي د تصوف او شیخی او مریدی آفت، چي د اسلام له دین سره یې هیڅ ډول خپلوي نه درلوده، نازل سو. که مجتهدینو په لوی لاس له مسلمانانو څخه اصلي لاره ورکه کړې وه؛ صوفیانو هغوی  ته اخلاقي او روحیاتي تاوان ورساوه. دګدايی په تبلیغولو او رواجولو یې له هغوی څخه انساني غرور او غیرت  واخیست. هغوی په هر ځای کي دا جعلي حدیث « الفقر فخری» یعنی فقر زما افتخار دی، د حضرت رسول اکرم له قوله تبلیغاوه، چي هیڅ ډول اساس نه لري. له بلي خوا یې د شیخی او مریدی په تبلیغولو او رواجولو سره له هغوی څخه د آزاد فکر کولو او تصمیم نیولو اراده سلبول ځکه چي لویو شیخانو دا خبره تبلیغول چي د شیخ امر د خدای امر دی او حتی شیخ خرقاني خو وویل چي هغه مرید نه دی چي د شیخ امر د خدای تر امر مهم ونه بولي.

له بلي خوا یې، د خلکو د غولولو لپاره د هغوی د ړندولو کوښښ پیل کړ او ټولو صوفیانو کوښښ کاوه چي مریدان جاهل وساتي. حتی مولنا جلال الدین رومی، چي پخپله یو لوی عالم، صوفی شاعر او مفکر وو، جهالت ته تر علمیت ترجیح ورکوله او په زغرده یې ولیکل« حسام الدین ارزنجاني، مخکي له هغه چي د فقراوو خدمت ته شامل سي، یو عالم وو. خو وروسته پوه سو چي علم نسبت د فقراوو احوال ته د عمر ضایع کول دي. ځکه چي دنیا لهو لعب او لوبي دي او سړی چي بالغ سي نو لوبي نه کوي او که یې کوي نو له شرمه یې له خلکو څخه پټوي. . . . » مولنا. فیه ما فیه، ص ۱۴۵

انګریز مذهبي مبلغ ډاکټر تیودور لایټن پینل Theodore Leighton Pennell، چي د ۱۸۹۳ څخه تر ۱۹۱۲ کال پوري یې، څه کم شل کاله په بنو کي، د افغانانو په کلیو او بانډو کي، د ډاکټرۍ ترڅنګ د عیسویت تبلیغ کاوه؛ یو څه موده، د فقیرانو او دروېشانو سره پخپله د دروېش او فقیر په جامه کي ګرځېدلی دی. هغه په خپلو خاطراتو کي د هندو سادوګانو او مسلمانو فقیرانو د ګډ ژوند او دغه راز د مسلمانو فقیرانو او دروېشانو په باره کي، په خاصه توګه، یو څه په تفصیل ږغېدلی دی. ډاکټر پینل، وروسته له هغه چي د هندوسادګانو د ژوند په باره کي معلومات ورکوي، د مسلمانو دروېشانو او له سادوګانو سره د هغوی د مقایسې په ارتباط لیکي: « د افغانستان زاهدان یا مرتاضان تقریباً تول مسلمانان دي. نو زه چي بحث ورباندي کوم هغوی فقیران بولم؛ چي له هندو سادوګانو سره یې مقایسه کولای سو. که څه هم چي د مسلمانو فقیرانو او د هندو سادوګانو د ژوند پیل او دې لاري ته راتلل توپیر سره لري مګر نتیجه یې بالکل مشابه ده؛ او د مسلمانو فقیرانو اعمال او عقاید د هندو مرتاضایت یا زهد د وحدةالوجود Pantheism له مفکورې سره ډېر ژور پیوند لري.

مسلمان فقیران بېشماره طریقو ته منسوب دي؛ چي اکثري طریقې یې له بغداد او بخارا څخه سرچینه اخلي. . . . د هند له ځینو ښارونو څخه پرته، چي دروېشان د سادوګانو په څېر نارنجی جامې اغوندي نور نو ټول خرقې یا ګودړۍ اغوندي. دا ګودړۍ له بېلو بېلو ټوکرانو څخه جوړي سوي وي او دروېشان پرله پسې نوري پینې ورباندي اضافه کوي. خو ما هیڅکله کوم دروېش نه دی لیدلی چي خپله خرقه یې مینځلې وي. او کله چي خرقه زړه سي نو بالآخره یې پینې او ټوټې دونه زیاتي سي چي اصلي رنګ یې ورک سي. هر څونه چي خرقه زړیږي په هغه اندازه یې څښتن زیات فخر ورباندي کوي.

دغو کسانو ته په افغانستان کي ملنګان یا کرځنده دروېشان ویل کیږي. دوی یوه ګودړۍ، یو اوږد لرګی او یو هم د ګدايي کچکول ورسره لري او له یوه ځایه تر بل ځایه پوري سفر کوي او ټول ژوند په ګدايی ګوزاره کوي. دوی تقریباً ټول بېسواده دي او د خپل مذهب په باره معلومات یې د قرآن تر څو آیتونو نه تېریږي. مګر هر یو یې د ښکنځلو اوښراوو یوه عجیبه لویه ذخیره لري او ټول خلک له دې ویریږي چي که مو آزار کړل هسی نه چي یوه لویه بلا را باندي نازله نه سي. خلک په دې عقیده دي چي دوی کولای سي د یوې ښځي ماشوم له منځه یوسي او یا پر هغوی کسانو باندي چي دوی ورباندي په غوسه دی له آسمانه یوه بله بلا نازله کړي. . . .

هغه ښځي چي اولاد نه لري دغو ملنګانو ته د تعویذ لپاره ورځي. دوی هم ښځو ته تعویذونه ورلیکي او هغوی په عوض کي سوغاتونه او پیسې ور کوي. ډېر خلک په دې پوهیږۍ چي داهسي ټګي او د خلکو غولول دي؛ مګر تر دې بده لا دا ده چي ډېر وختونه د اولادونو پلرونه اولاد خپل نه بولي. دا عجیبه ده چي په داسي یوه هیواد کي چي خلک خپلو ښځو ته له هیچا سره د لیدلو اجازه نه ورکوي مګر دغو فقیرانو ته له ورتللو څخه یې نه منع کوي، په داسي حال کي چي دوی پوهیږي چي دا فقیران ټول فاسد خلک دي. د دوی په باره کي هم ښايی دا عقیده وي لکه د هندو سادو او پیرانو په باره کي چي دوی فکر کوي هغوی داسي مقام ته رسېدلي دي چي د اخلاق په برخه کي هیڅ ډول مسوولیت نه ورته راجع کیږي.

که د اسلام د مذهب له مخي ورته وکتل سي نو د دروېشانو لپاره چنداني ممکنه نه ده چي د مذهبي امورو رعایت دي وکړي او په حقیقت کي هغوی په افراطي ډول له مذهبي اوامرو څخه سرغړوني کوي. دا مسله معمولاً د دروېشانو او ملایانو ترمنځ د اختلاف موضوع وي. مګر فقیران د خلکو پر اذهانو باندي دونه حاکم دي او په ځینو وختونو د اسلام د دین د تبلیغ لپاره دونه کار ورڅخه اخیستل کېدلای سي چي ملایان د هغوی ارتداد او کفرونه له نظره غورځوي او د خپل مطلب لپاره کار ورڅخه اخلي.  . . .

د افغانستان اکثر فقیران هغه ټنبل خلک دي چي سخت کار او زحمت ته یې زړه نه کیږي او د ګدايی له لاري  آسانه او بې تکلیفه ډوډۍ پیدا کولو ته ترجېح ورکوي. او لا په عین وخت کي د هغو ساده ګانو احترام تر لاسه کوي چي خُرافاتو ته ټینګه عقیده لري. دغه فقیران لکه هندوسادوګان په راز راز نشو معتاد وي ( البته شراب چنداني نه چښي) او هر وخت بنګ چښي او چرس څکوي. کله چي دوی نشه وکړي نو مست سي او ساده خلک فکر کوي چي هغوی کرامات لري او له آسمانه الهام ورته کیږي. او د هغو کسانو لپاره چي د دوی لمن یې نیولې وي له آسمانه خواستونه کوي او د زړه حاجتونه یې پوره کوي.

کله چي دا فقیران او ملنګان مړه سي نو د څلورلارو په څېر معلومداره ځایونو کي قبرونه ورته جوړیږي او تر مرګ وروسته یې اهمیت څو چنده زیات سي. خلک یې زیارتونو ته ورځي او د رومن کاتولیکانو په څېر یې پر قبرونو باندي شمعی لګوي. . . . » Pennell. Among the Wild Tribes of the Afghan Frontier PP 236-239

ډاکټر پینل په دې برخه کي دونه تفصیلات ورکوي چي موږ له موضوع څخه لیري کوي.

شیخانو او صوفیانو، د خپلو ټولو نورو بدیو او اعمالو ترڅنګ، د ګدايي او فقر عمل، چي وچه بې ننګي ده، رواج کړ. دا یوازي قلندران او ملنګان نه ول چي ګدايی ته یې مخه کړې وه بلکه صوفیانو، د دوی په اصطلاح، په مریدانو کي د نفس او غرور د وژلو لپاره، هغوی ګدايی کولو ته مجبورول. احمد کسروي لیکي چي شیخانو له یوې خوا د خدايی دعوې کولې او بل لوري ته یې د ګدايی بې ننګۍ ته ځانونه ورکول. کسروي لیکي چي ښايی ځیني خلک فکر وکړي چي ګدايی یوازي د عادي صوفیانو او دروېشانو کار وو په داسي حال کي چي د هغوی لویو شیخانو او پیرانو هم په لومړي سر کي ګدايي کوله. کسروي د شیخ ابوسعید ابوالخیر خپلي خبري را اخلي: « د دروېشانو لپاره مي په ګدايی پیل وکړ او هیڅ کار مي پر نفس باندي تر دې سخت نه دی تېر سوی. په لومړي سر کي چي به چا ولیدلم نو یو دینار به یې راکړ. یو څه وخت چي تېر سو بیا به یې یوه کوچنۍ سکه په لاس کي را کښې ښودله. بالآخره خبره یوې دانې کشمش ته ورسېده او په پای کي چا هغه هم نه راکوله» صوفیګری ص ۳۲

 قلندرانو او دروېشانو د کار او کسب پر ځای د فقر او ګدايی کولو شرموونکي عمل ته مخه کړې وه او دې بې ننګۍ ته یې هم د عبادت او د دنیا کاروبار ته په سپکه سترګه کتلو رنګ ورکړی وو. له یوې خوا یې د دنیا ژوند او دنیا دارۍ ته بد ویل او له بلي خوا یې پر دنیادارانو باندي کچکولونه ګرځول. که یوازي د ګدايی مسله وي نو قلندران او هندوسادوګان دواړه په ګدايی ګوزاره کوي او دا یې د مشابهت یوه وجه کېدلای سي. خو توپیر یې په دې کي دي چي هندوسادوګان له وړوکوالي څخه یوازي مذهبي زده کړي کوي او بل هیڅ کار نه کوي او د ټولني افراد یې هم له دغه امله هم قدر کوي او هم یې وږي نه پرېږدي. خو قلندران، لکه مخکي چي مو اشاره ورته وکړه، اکثر په مذهب خبر نه وي او له ټنبلۍ او بې غیرتی څخه د ډوډی د پیدا کولو دغي آساني لاري ته مخه کوي.

کله چي موږ د مسلمانو صوفیانو او قلندرانو اعمال او عقاید له هندو سادوګانو او د هغوی د پیرانو او مرشدینو له عاداتو او عقایدو سره مقایسه کړو نو په څرګنده پوهېږو چي اسلامی تصوف، قلندري، شیخی او مریدي او حتی د وحدة الوجود مفکورې باید له هند څخه په اسلامي تصوف کي نفوذ کړی وي. د وحدة الوجود د عقیدې په برخه کي مو، چي په هیڅ توګه د اسلام له مذهب سره مطابقت نه لري، مخکي د هندوانو د مذهبي کتابونو بګاود ګیتا او اوپانیشاد د متونو مثالونه ورکړي دي؛ او نور یې ذکر زاید دی. څرنګه چي د هندو مذهب دغه کتابونه له میلاد څخه سوونه کلونه مخکي لیکل سوي دي نو ځکه سړی په زغرده ویلای سي چي باید دغو عقایدو له هندو مذهب څخه په اسلامي تصوف کي نفوذ کړی وي.

موږ په قلندرنامه کي په څرګنده وینو چي قلندران د هندو مرتاضانو د زهد او لوږي تېرولو ستاینه کوي او وايي چي هغوی د لوږو او زحمتونو ګاللو له لاري داسی مقام ته رسېدلي دي چي د خلکو په زړونو خبر دي. په غیب خبر دي او د همدغه ریاضت او لوږو ګاللو په برکت یې دونه زور او طاقت پیدا کړی وي چي د مرغانو په څېر په هواګرځي. نو کله چي ریاضت دونه برکت لري مسلمانان ولي ریاضت ونه کړي:

به هندوستان نظرکن هندوان را

که چون بګذاشتند ایشان جهان را

اګرچه کافران بودند و جاهل

که بنهادند بر ترک غذا دل

صفای روح ایشان تا بحدیست

که راز دیګران زیشان نهان نیست

همی ګویند از نادیده هرچیز

همی پرند بر روی هوا تیز

ریاضت را چو در کف آوری هست

مسلمانان چرا دارند از آن دست

قلندرنامه، ص ص ۴۱-۴۲

د هندو جوګیانو او مسلمانو صوفیانو افکار دونه سره نیژدې سول چي له سړي څخه به د صوفیانو او جوګیانو ترمنځ توپیر ورک سو. د شیخ عبدالقدوس لمسی او د شیخ رکن الدین زوی شېرخان، چي په مسعودبک  مشهور وو، په خپل یوه شعر کي وايي:

اې خدایه! چي د ټولو انسانانو پر ارواحو باندي حاوي یې

د کُفر توروالی هم له تا څخه راځي

او ته د هر ایمان نور یې

تا کعبه او د بُتانو معبد دواړه جوړ کړل

او معبد دي په جومات بدل کړ

ته د ټینګ ایمان د خاوندانو عقیده یې

او د آتش پرستانو کُفر هم له تا دی

بُت پرست، مسلمان، کعبه او په معبدونو کي طاعت کوونکي

ماته ټول یو دي ځکه چي ته د هري عقیدې جوهر یې

زه به تر کومه وایم چي زه ته یم

ځکه چي یوازي ته موجود یې او مسعود نسته

حقیقت د ا دی چي دا شعرونه زه نه وایم

بلکه دا ټول ستا اشعار دي. Rizvi. A History of Sufism Vol 1 PP 243-44

دغه راز کله چي څوک، په مقابل کي، د هندو برهمني شاعري لالا یوګیشواري Lalla Yogishwari نظمونه اوري نو سړی هغه وحدانیت پرستي پکښي ویني چي د مسلمانو صوفیانو په شعرونو او شعارونو کي یې تر سترګو کیږي.

اوبه واوره او یخی چي بېل ښکاریږي

دا خو ستا په نظر بېل در معلومیږي

هغه سترګي چي بینا دي یو یې ویني

چي له سترخالقه نور ورته رسیږي

یخ موسم یې بېلوي لمر یې یوځای کړي

د شېوا په اراده ټوله یو کیږي

چي شېوا یې کړي جلا خالق یې غونډ کړي

په یوه شېوا کي روح، نړۍ دواړه ځاییږي.

او یا دا چي:

تا له کاڼو دي جوړ کړي دا بُتان د طاعتونو

له همدې کاڼو آباد دي معبدونه په سل ګونو

اې ښاغلې لوی برهمنه تاته چا ویل چي ولاړ سه؟

او خوشاله دا خدایان کړه شپه او ورځ په خیراتونو

نفس بند کړه په سینه کي چي له کښې پورته راخیژي

د واحد ذکر مدام کړه چي هغه لره ښاییږي

ستا به عقل سرته درسي ته به پوه په حقیقت سې

چي خالق ډبره نه ده په معبد کي نه ځاییږي. Ibid. PP 349-350

 د لالا یوګیشواري غوندي هندو شاعرانو په نظمونو کي د اسلامي تصوف اغېزه له ورایه ښکاري او په دغه ډول د مسلمانو صوفیانو او لویو شیخانو په عقایدو او اظهاراتو کي د هندو مذهب او کتابونو اغېزه څرګنده ده. په داسي حال کي چي شاه ولی الله دهلوي له هندوانو او هندو عقایدو سر ه په دښمني مشهور وو د هغه زوی شاه عبدالعزیز، چي د هند په مسلمانانو کي یې د آفتاب هند لقب درلود، د هندوانو خدای کریشنا ته د ولي او بزرګ په سترګه کتل او په داسي حال کي چي شیخ احمد سرهندي له هندوانو سره تعصب د دښمنۍ سرحد ته رسولی وو خو د هغه مرید او خلیفه مظهرجان جانان ویدي سرودونه آسماني الهامات بلل. Desika Char. Hinduism and Islam in India P 110

یو له هغو کسانو څخه چي« رام» او « رحیم» او الله او بګوان دواړو ته یې عقیده درلوده خو هم د مُلا او هم د جوګي سره مخالف وو هغه بهګت کبیر وو. د بهګت کبیر د ژوند په باره کي دقیق معلومات نسته خو دونه ولای سو چي هغه په پنځه لسمه میلادي پېړۍ کي په هند کي ژوند کړی او د جولا له طبقې څخه یو بېسواده هندو شاعر وو. د هغه اصلي نوم هم معلوم نه دی خو څرنګه چی ده پخپله پخپلو شعرونو کي ځان کبیر بللی دی نو په دغه نامه مشهور وو.  بهګت کبیر هم په هندوانو کي منلی، هم یې د سیکهانو په مذهبی کتاب ادی ګرانت کي شعرونه راغلي دي او هم مسلمانو صوفیانو ته منلی وو. صوفیانو بهګت کبیر د وحدة الوجود د عقیدې پیرو باله او کله چي شیخ رزق الله له خپل پلار شیخ سعدالله څخه د کبیر په باره کي پوښتنه وکړه چي هغه مسلمان وو که کافر نو پلار یې  ورته وویل چي کبیر یو موحد وو. شیخ رزق الله بیا هم خپلي پوښتنه تکرار کړه چي آیا موحد له کافر او مسلمان دواړو سره توپیر لري؟ پلار یې ورته وویل چي په حقیقت باندي پوهېدل ګران دي او دغه راز پوهه په کراره او تدریج ترلاسه کیږي. Rizvi. Sufism Vol 1P 373

کبیر که په هندوانو او مسلمانانو کي طرفداران او پیروان درلودل دغه راز یې په دواړو کي ډېر سخت مخالفین هم درلودل؛ ځکه چي هغه د دواړو مذهبونو د مشرانو طاعتونه او تبلیغات ریا کاري بلله او ویل به یې چي خدای هغسي چي دوی دواړه وايی هغسي نه دی او تر دې یې مقام ډېر لوړدی.

      نه پوهېږم خالق څرنګه دی

نه پوهېږم چي خالق مي لري څنګه صفتونه

مُلا لوړ منبر ته خیژی کړي په زوره آذانونه

چي واړه حشرات ګرځي خدای یې ږغ د قدم اوري

مُلا ولي وهې چیغي خدای شنوا لری غوږونه

چا تسپې وي را اخیستي ګوتي ستړي کړي په ذِکر

چا لیکلي پر تندي وي د خالق په یاد خطونه

چا اوږده وېښته پرې ایښي چا پر سر وي غوټه کړي

چي مخلوق ته ځان ښکاره کړي چي یې پاک دي ټول کارونه

مګر څنګه به رسیږي د خپل ستر خالق مقام ته

چي پټ کړي یې په زړه کي د مرګي وي خنجرونه.

په همدغه شکل د هندو جوګیانو سره هم مخالفت ښکاره کوي او د هغوی ظاهري طاعت او عبادت هم، چي د میني رنګ نه لري، غندي.

   جوګي ولي جامې رنګ کړې؟

جوګي خپل کالي غوټه کړي په رنګونو

رنګ د میني ولي نه وړي تر مغزونو

د معبد په کونج کي کښیني خالق پرېږدي

د ډبري سي لګیا په طاعتونو

په غوږونو کي سوري جوړ کړي اوږده ږیره

ټول ملګري د اوزګړو په شکلونو

خواهشات وژني، له ځانه ایجړا جوړ کړي

لېوني غوندي به ګرځي پر دښتونو

سر خریلی جامې رنګ پر کتاب پروت وي

تېز تر هر چا په خبرو بیانونو

کبیر وايی دروازو ته د مرګ ولاړې

ورته پروت یې په تړلو پښو لاسونو.

جهاني. بهګت کبیر ص ص ۱۱۷ـ۱۱۹

یو له هغو کتابونو څخه چي پر تصوف باندي یې بشپړه اغېزه لیده کیږي هغه د  هندوانو د « مانوقوانین » په نوم کتاب دی. داسي اټکل کیږي چي دا کتاب به لږترلږه د میلاد څخه ۵۰۰ کاله مخکي منځته راغلی وي. د مانو قوانین کتاب ۱۲ فصله دی چي ۲۶۸۵ مادې لري. په دې موادو کي د استادی او شاګردی، چي د صوفیانو له پیری او مریدی سره شباهت لري، د صوفیانو د ریاضت، ځان شکنجه کولو او ګدايی په باره کي په زړه پوري معلومات  راغلي دي.

مانو څوک وو؟ د مانو په باره کي مختلف روایات موجود دي. ځیني یې پیغمبر، ځینی یې یو لوی مذهبي مشر او ځیني یې حتی لوی خدای بولي. مثلاً د مانو قوانین د کتاب د دوولسم فصل ۱۲۳مه ماده وايي « ځیني یې آګنی یا اوربولي، ځیني یې مانو یا د ټولو مخلوقاتو خالق، ځیني یې ایندرا او نور یې بیا هغه هوا بولي چي حیات ور پوري تړلی دی او لا یې ځیني برهمن بولي، چي د دایمي حیات څښتن دی » Laws of the Manu P 513

مانو ته ځکه د هندوانو نوح ویل کیږي چي هغه ته د توپان افسانه منسوبه ده او هغه داسي:

« مانو پر سیند باندي لاسونه مینځل چي یو ماهی یې په لپه کي راغی. ماهي مانو ته وویل چي ما وساته او زه به دي هم وساتم. مانو پوښتنه ورڅخه وکړه چي ته به ما له څشي څخه وساتې؟ ماهي ورته وویل چي یو توپان به راسي او ټول ژوندي شیان به ډوب کړي او زه به تا له هغه توپان څخه وساتم. مانو ورته وویل چي ته به ما له هغه توپان څخه څرنګه وساتې؟ ماهي ورته وویل چي کله موږ واړه یو نو دا زموږ د تباهی وخت وي او موږ یو بل سره خورو؛ خو کله چي غټ سو نو له تباهی څخه وژغورل سو. ته ما لومړی د خاورو په یوه لوښي کی واچوه او کله چي زه غټ سم بیا مي په یوه ډنډ کي خوشی که او چي نور هم غټ سم نو مي سیند ته واچوه او هلته به زه ستاسره مرسته وکړم. کله چي ماهي دا خبری کولې په همدغه وخت کي وار په وار غټېدی او ډېر زیات لوی سو. په دغه وخت کي یې مانو ته وویل چي یو توپان به راسي نو ته یوه کښتۍ جوړه کړه او زما تعظیم وکړه. کله چي اوبه راپورته سوې نو ته په کښتۍ ننوزه او زه به دي وژغورم. مانو، د ماهي له توصیې سره سم، هغه وساتی او بالآخره یې په سمندر کي خوشي کړ او په عین وخت کي د کښتۍ په جوړولو لګیاوو. کله چي توپان راغی نو ماهی د مانو خواته ورغی او هغه د کښتۍ تناو د ماهي په پر پوري وتاړه او ماهي کښتۍ د شمال د غرونو پر لور بوتله. ماهي هلته ورته وویل چي ما ته وژغورلې اوس نو کښتۍ په یوه ونه پوري وتړه مګر تر هغه وخته مه ورڅخه کښته کېږه چي تر څو پوري اوبه کښېنستلي نه وي. د ماهي د پېش بینۍ سره سم، اوبه کښېنستلې او مانو نجات پیدا کړ. دې توپان ټول ژوندي شیان ورسره وړي ول. مانو یوازي پاته وو؛ او غوښتل یې چي اولاد ولري. مانو په ټول احتیاط او له ټولو مراسمو سره قرباني وکړه او یو کال وروسته یوه ښځه ورته پیدا سوه. ښځه د مانو خواته راغله او ده پوښتنه ورڅخه وکړه چي ته څوک یې؟ هغې ورته وویل چي زه ستا لور یم. کله چي تا قرباني وکړه زه د هغې قربانۍ په اثر پیدا سوم. مانو د اولاد د پیداکولو په امید بیا هم قرباني وکړه او د هغي قربانۍ په برکت یې اولادونه پیدا سول. . . » A Classical Dictionary of India PP 355-56

                   پاته لري

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب