پنجشنبه, جون 27, 2024
Home+د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

    (دوه ویشتمه برخه)

پر تصوف باندي د هندو عقایدو اغېزې:

حضرت رسول اکرم ص ویلي وه چي ټول بدعتونه ګمراهي ده او د هري ګمراهی لار دوږخ ته تللې ده. هغه په دې خبره کي لوی حکمت درلود او هغه دا چي هغه بوهېدی چي یو بدعت د بل بدعت او په نتیجه کي د بدعتونو عامل ګرځي او د همدغو بدعتونو په نتیجه کي اختلافات را پیدا کیږي او مسلمانان به د یوه بل په مقابل کي تورو ته لاس کړي . هغه ویلي وه چي تر ما وروسته مه کافران کېږی چي د یوه بل غاړي به پرې کوی. او دغه راز یېې ویلي وه چي اسلام به پر ۷۴ فرقو ووېشل سي او په دې ټولو کي به یوازي یوه فرقه پرحق وي او هغه به جنت ته ځي. د نورو ټولو فرقو ځای دوږخ دی.

اوس خو چي ورته ګورو نو د سنی او شیعه فرقو شمېر تر ۲۰۰ هم زیات دی. د دې فرقو د خپل منځي اختلافاتو له امله، د تاریخ په اوږدو کي، دونه مسلمانان وژل سوي دي چي، په یقین سره ویلای سو، هومره به د کفارو سره په جهادونو کي نه وي وژل سوي. د دې دښمنیو او یوه بل قتلولو اساسي علت بدعتونه او د بدعتونو په نتیجه کي د اختلافاتو او دښمنیو، چي حضرت رسول اکرم ص اشاره ورته کړې وه، منځته راتلل دي. حضرت رسول ص د حجةالوداع په خطبه کي ویلي وه چي تاسي ته مي د خدای تعالی کتاب قرآن شریف در پرې ایښی دی. که په هغه کتاب تمسک وکړی او له لاري وانه وړی نو تاسي به نېکمرغه سی. کتاب البته پر خپل حال پاته سو او چا تحریف نه کړ مګر مفسرینو ډېر ژر دونه لاري پکښی را وایستلې چي له خلکو څخه یې په لوی لاس اصلي لاره ورکه کړه.

یوازي د اهل سنة والجماعة د تفسیرونو شمېر ۵۲ ته رسیږي چي د هر تفسیر د جلدونو شمېر یې له شپږو څخه تر دېرشو پوري دی. د اهل تشیع د تفاسیرو شمېر ۹۶ ته رسیږي چي د هر یوه د جلدونو شمېر یې له ۶ څخه نیولې ان تر ۸۰ پوري رسیږي. د سنیانو د معترو احادیثو د کتابونو شمېر۱۵ او د اهل تشیع د احادیثو د کتابونو شمېر تر ۲۰ زیات دی. د اهل تسنن د تر ټولو معتبرو احادیثو، چي صحاح سته یا ۶ صحیح بلل کیږي، پر هر یوه باندي شرحي لیکل سوي دي. د بخاري شروح ۱۳ کتابه، د صحیح مسلم شروح ۵ کتابونه، د سنن ابوداوود شروح ۷ کتابونه او . . . دغه راز په دې زیات و کم ۱۳۰۰ کاله کي په زرهاوو نور مذهبي کتابونه لیکل سوي دي او لا هم لیکل کیږي.

طبیعی خبره ده چي دا ټول کتابونه پر یوه لاره نه دي او که پر یوه لاره وای نو بیا خو یې لیکل کېدلو ته اړتیا نه پیدا کېده. اوس به نو مسلمانان، په دې دومره تر شمېر زیاتو کتابونو او لارو کي، څرنګه هغه لاره پیدا کوي چي جنت ته به تللې وي؟ طبیعي خبره ده چي سمه لاره د قرآن شریف لاره ده. مګر قرآن شریف خو دونه تفسیر سوی او لا هم تفسیر کیږي چي هیڅوک نه سي کولای هغه لاره پکښي پیدا کړي چي حضرت رسول ص د قرآن لاره بللی او د جنت وعده یې ورکړې ده. د دې ټولو مختلفو لارو، د دې ټولو اختلافاتو او د دې ټولو دښمنیو اصلي عامل هغه مشران او علماء دي چي په اسلام کي یې دومره لاري جوړي کړي دي چي اصلي لاره یې دونه تاریکه کړې ده چي هیڅوک یې د تشخیصولو توان نه لري.

محدثینو، مفسرینو، مجتهدینو او مذهبي علماوو، په اسلام کي د سلهاوو لارو د ایستلو په وسیله له مسلمانانو څخه اصلي لاره ورکه کړه او په دغه ترڅ کي د تصوف او شیخی او مریدی آفت، چي د اسلام له دین سره یې هیڅ ډول خپلوي نه درلوده، نازل سو. که مجتهدینو په لوی لاس له مسلمانانو څخه اصلي لاره ورکه کړې وه؛ صوفیانو هغوی  ته اخلاقي او روحیاتي تاوان ورساوه. دګدايی په تبلیغولو او رواجولو یې له هغوی څخه انساني غرور او غیرت  واخیست. هغوی په هر ځای کي دا جعلي حدیث « الفقر فخری» یعنی فقر زما افتخار دی، د حضرت رسول اکرم له قوله تبلیغاوه، چي هیڅ ډول اساس نه لري. له بلي خوا یې د شیخی او مریدی په تبلیغولو او رواجولو سره له هغوی څخه د آزاد فکر کولو او تصمیم نیولو اراده سلبول ځکه چي لویو شیخانو دا خبره تبلیغول چي د شیخ امر د خدای امر دی او حتی شیخ خرقاني خو وویل چي هغه مرید نه دی چي د شیخ امر د خدای تر امر مهم ونه بولي.

له بلي خوا یې، د خلکو د غولولو لپاره د هغوی د ړندولو کوښښ پیل کړ او ټولو صوفیانو کوښښ کاوه چي مریدان جاهل وساتي. حتی مولنا جلال الدین رومی، چي پخپله یو لوی عالم، شاعر او مفکر وو، جهالت ته تر علمیت ترجیح ورکوله او په زغرده یې ولیکل« حسام الدین ارزنجاني، مخکي له هغه چي د فقراوو خدمت ته شامل سي، یو عالم وو. خو وروسته پوه سو چي علم نسبت د فقراوو احوال ته د عمر ضایع کول دي. ځکه چي دنیا لهو ولعب او لوبي دي او سړی چي بالغ سي نو لوبي نه کوي او که یې کوي نو له شرمه یې له خلکو څخه پټوي. . . . » مولنا. فیه ما فیه، ص ۱۴۵

د فتوا په باره کي مختصر بحث| عبدالباري جهاني

3 COMMENTS

  1. جهاني صاحب ته په ډیر درناوي باید اووایم چې، ستا د “فتوا په باره کې مختصر بحث” تر عنوان لاندي لیکنې د ګټي په ځاې ډیر تاوان او اختلافات رازېږوي. تاسو د پښتو ادب زده کونکي یاستي اوتاسو ته نه باید چې، په مغلقو دیني علمې مسایلو کې چې ستاسو له مسلک سره سمون نخوري لاس وهنه وکړئ. تاسو په خپل وروستې لیکنه کې دی یو حدیث یادونه کړي تفصیل یې لاندي ولولي:
    الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وعلى آله وصحبه، أما بعد:

    فهذا الحديث صحيح؛ فقد رواه مسلم في صحيحه من حديث جابر بن عبد الله رضي الله تعالى عنهما أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: تركت فيكم ما لن تضلوا بعده إن اعتصمتم به؛ كتاب الله. ورواه الحاكم من حديث ابن عباس رضي الله تعالى عنهما عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: يا أيها الناس؛ إني قد تركت فيكم ما إن اعتصمتم به فلن تضلوا أبدا، كتاب الله، وسنة نبيه.
    تاسو په لومړي حدیث استدلال کړي او دی خپلې خبري چې انکار له احادیثو دي استناد کوئ. حدیث په پوره ډول ولولي او بیا قضاوت وکړئ. په لومړي حدیث کې د قرآن یادونه سوئ، خو نبی ص موجود وو، او د رسول ص فعل او عمل د اصحابو لپاره حجت وو. نو د حدیث سیاق څخه واضح کیږي چې سنت په لومړي حدیث کې د رسول ص فعل، او عمل ته اشاره دئ. او که تاسو یوازې قرآن منئ نو مهرباني وکړئ اوقات د لمانځه ، احکام د لمانځه او رکعتونه د لمانځه او نصاب د زکات او داسې نور ډیر مسایل له قرآن څخه ثابت کړئ. الله ج که زر کاله نور عمر هم درکړي دا ته نسئ ثابتولي. د تاسو د معلوماتو لپاره مې دوهم حدیث چې د سنتو یادونه په کې سوئ درته لیکلئ. تاسو په اسلام کې د علماو تر منځ د اختلافي موضوعاتو څخه سر ټکوئ، خو نه پوهیږم چې شعوري او یا غیر شعوري دا کار ته تاسو هم ړستوڼۍ رانغښتي. بیا هم په ډیر حرمت او درناوي.

  2. محترم پاچا! تاسو د جهاني صیب په لیکنه نیوکه کړیده ، ایا تاته یو ریښتوني مسلمان په توګه په اسلام کی ددغه رامینځ ته شوو مذهبونو او فریقو جوړول جایز ښکاري؟ جهاني صیب د قرانکریم شاریح خوږ نبي محمد (ص) یاد کړیدی ، او د دونیا په مخ داسی څوک ستا په نظر ته چی دقران تفسیر وکړي په غیر د پیغمبر نه. په اوس وخت کی هیوادونو خپل اساسی قوانین د مذاهبو په بنیاد تصویب کړیدي، ایا دا قران او حدیث سره مخالفت او ټکر ندي؟ یو مثال په افغانستان کی اساسی قانون د قهقه حنفی په اساس جږړ دی او ورسره په څنګ کی د شیعه مذهب لپاره څانته ماده تصویب ده. ایا د شیعه پیغمبر او قران جدا او د سني جدا دی؟ بل مثال په حرمینو شریفینو کی عبادات او زمونږ د هیواد عبادات یو د بل سره مخالف دي، ایا دحرمینو او زمونږ قرانی احکامو او احادیثو کی جدا جدا حکم دی؟
    جهاني ویلی دي چی فران او پیغمبر چی څه وایی هغه وکړۍ، خو تاسو وایی چی عالمان څه وایی دا کول پکار دی . د ټولو عباداتو او احکامو شکل په قران کی دعامو مسلمانانو لپاره واضیح ندی، دټول قران عملی شکل د پغمبر وجود دی. د جهانی د لیکلو څخه بی څایه تفسیر به انصاف نه وي. امید دی چی زما په لیکنه مو تر یو حد قناعت حاصل شيږ مننه

  3. د مذاهبو بحث ډیر اوږد تفصیل غواړئ. خو په لنډو ټکو کې به داسې اووایم چې، د علماو رح اجتهادونو هدف د تفرقه په نیت او اراده نه وو. دا اوسنیو جهالو اجتهاد ته د مذهب، فرقه او طریقه رنګ ورکړئ او خلک پرې خطا باسي. د مثال په ډول امام نعمان ابن ثابت معروف په امام ابو حنیفه رح وایې چې،دا زما رایه او نظر دي، سبا یې کیدي شي بدل کړم ، اذا صح الحدیث فهو مذهبی، که تاسو ته صحیح حدیث را ورسید نو هغه د ما مذهب دئ. اوس دا خبره په احنافو کې ړندو مقلدینو ته وکړه، سمدلاسه د کفر ټاپه درباندي لږوئ. د امام صاحب شاګردان حسن الشیباني او یوسف الاقاضی یو کتاب لیکلي او په هغه کې یې د امام صاحب خبره د احادیثو په رڼا کې رد کړئ. ډیر مسایل چې، امام صاحب حرام کړي وو، شاګردانو یې حلال کړئ او دلیل یې د رسول ص احادیث ښودلي. له دغو خبرو مې هدف دا وو، چې د فقهاو اجتهاد څخه مونږ د بیلتون او نفاق دوکان جوړ کړي او لږیا دي د دین په نامه د خلکو د خطا ایستلو بازار روان کړئ. دا کار په عجمو کې عام دئ. زه اصلآ مذهب نه منم، د ما لپاره حجت کتاب الله، سنت الرسول ص، قول الصحابة رضوان الله علیه اجمعین او قول اجماع علما اهل سنه والجماعه. له دې هغه خوا د هر چا قول چې له دغو نصوصو سره مغایرت ولري په دیوال یې ولم. روافضو او نورو ضلالو ګمراه فرقو خبره خو جلا دئ. هغوې له اسلام سره هیڅ تړاو نلرئ. د روافضو له کتابونو څخه په اصحاب الرسول ص پسې کنځا ، تکفیر ، سپکو سپوري اوباسه دی لوستلو لپاره څه نه پاتي کیږئ. جهاني صاحب پښتو ادبیاتو او کیدې شي تاریخ کې هم مطالعه ولرئ، خو په دین کې کیدې شي
    مطالعه ولرئ خو د اسلامي مسایلو د تفسیر، جرح او تعدیل نه وړتیا لرئ او نه هم پرې پوهیږي. جهاني صاحب وایې چې، رسول ص فرمایلي چې، ما تاسو ته قرآن پریښی. که چیرته صدق موجود وي باید هغه نور احادیث چې، ترکتم آمرین کتاب الله و سنه یې هم باید یاد کړي وئ. بله دا چې، د رسول ص حدیث د بدعت په هکله د خپل میل لپاره قیچې کړئ. هغه حدیت کې داسې راغلي:
    عن أبي نجيح العرباض بن سارية رضي الله عنه قال : وعظنا رسول الله صلى الله عليه وسلم موعظة وجلت منها القلوب ، وذرفت منها العيون ، فقلنا : يا رسول الله ، كأنها موعظة مودع فأوصنا ، قال : ( أوصيكم بتقوى الله ، والسمع والطاعة ، وإن تأمر عليكم عبد ؛ فإنه من يعش منكم فسيرى اختلافا كثيرا ، فعليكم بسنتي وسنة الخلفاء الراشدين المهديين ، عضوا عليها بالنواجذ ، وإياكم ومحدثات الأمور ، فإن كل بدعة ضلالة ) رواه أبو داود والترمذي وقال: حديث حسن صحيح.
    د جهاني صاحب په لیکنه کې تاسې ماته پرته له بدعت د حدیث پاتې برخه په ګوته کړئ؟ ولې د حدیث ٩٠ فیصده برخه له پامه غورزول سوئ؟ د دغه حدیث لومړي برخي پرته حدیث ناقص دئ. دا او داسې نور مسایل وو، چې زه یې د کامنت لیکلو ته اړ ایستم. الله ج دی وکړي چې، تاسو د ما په هدف پوه او د ما لنډه تبصره د ړانده تقلید څخه د ژغورلو او هدایت وسیله وګرزئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب