شنبه, جون 29, 2024
Homeخبرونهد سنټکام پخوانی قوماندان د دوحې تړون د امریکا تر ټولو بده...

د سنټکام پخوانی قوماندان د دوحې تړون د امریکا تر ټولو بده تېروتنه بولي

تاند (په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان  فرانک مکینزي د خپلو خاطرو په کتاب کې له طالبانو سره د دوحې تړون «په خبرو اترو کې یوه تر ټولو بده تېروتنه» بللې چې د امریکا د دوو ولسمشرانو پر مهال شوې وه.

هغه په ​​دوحه کې له طالبانو سره د خبرو او له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د بې بندوبسته وتلو پر مهال د سینټکام یا په منځني ختیځ کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان و.

ښاغلي مکینزي د CBS تلویزیون له “ملت ته مخامخ” خپرونې سره په مرکه کې وویل چې د متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون “د افغانستان حکومت ویجاړ کړ.”

ده زیاته کړه چې د دوحې په تړون کې په ځانګړې توګه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د مهالوېش ټاکلو، طالبانو ډاډه کړل چې امریکایان د وتلو پایلو ته له پامه پرته وځي او امریکا هغه ګامونه هم تعقیب نه کړل چې طالبانو باید پورته کړي وای.

د ښاغلي مکینزي په ​​وینا، د امریکا دوو ولسمشرانو ډونالډ ټرمپ او جوبایډن “له افغانستان څخه د وتلو سیاسي اهداف تعقیب کړل، پرته له دې چې پایلې یې په پام کې ونیول شي”.

ټاکل شوې ده چې د فرانک مکینزي د خاطرو کتاب، چې «د ویلي کېدو ځای؛ په ۲۱ مه پیړۍ کې ستر قوماندان او جګړه” نومېږي، د روان جون په وروستیو کې له چاپه راووځي.  ده په دې کتاب کې په ​​​​منځني ختیځ کې له 2019 څخه تر 2022 پورې د امریکایي ځواکونو د قوماندان په توګه خپل ماموریت سپړلی دی.

ده لیکلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر له پرېکړې سره سخت مخالفت و او حتی غوښتل یې چې استعفا وکړي.

میکنزي د CBS ټلویزیون په خپرونه کې وویل چې “جنرالان باید په پالیسیو کې [د متحده ایالاتو له ولسمشر سره] د نظر د اختلاف له امله استعفا ونه کړي” نو یې فکر کاوه چې استعفا کول سم کار نه دی.

نوموړي ویلي، ډونالډ ټرمپ د قاسم سلیماني د وژلو سمه پرېکړه وکړه، خو له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه مو سمه نه وه.»

د کتاب ډېره برخه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د ایران او داعش له پوځي ګواښونو سره د امریکا د مبارزې په اړه ده.

ښاغلي مکینزي د کتاب په سریزه کې لیکلي چې ده په سنټکام کې د قدس ځواک د قوماندان قاسم سلیماني او د داعش د دوو مشرانو د وژلو، همداراز له عراق او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلوپه شمول د امریکا په معاصر تاریخ کې د ځینو “تر ټولو مهمو او جنجالي” عملیاتو مشري په غاړه درلوده.

هغه دا هم لیکلي، چې د CENTCOM قومانده یې په دې باور ومنله، چې د ایران مخنیوی باید له سره تعریف شي، او په دې اړه یې ډېر فکر کړی چې حتي په سیمه کې د امریکا د ګټو خلاف د پوځي اقدام لپاره احتمالي پایلو ته په پام پلان چوړ نه شي.

فرانک مکینزي د متحدوایالتونو په اردو کې څلور ستوري جنرال و چې په CENTCOM کې د خپلې دندې له بشپړولو وروسته په 2022 کې تقاعد شو.

4 COMMENTS

  1. ښاغلی فرانک مکينزي،
    خليلزاد راونيسئ او دا ټول خيانت او مرداره بابيزه معامله هغه کړې ده.
    نوموړي په لوی لاس افغانستان تباه او برباد کړ. هغه څه يې وکړل چې پاکستان غوښتل. طالب يې مسلط کړ او د تېر په شان يې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه وتړل. خليلزاد په دغه ستر جنايت کې ورسره شريک دی.
    ضياءالحق حکمتيار تېر ايسته او له موږ يې زموږ سياسي خپلواکي واخېسته او باجوه خليلزاد تېر ايسته او زموږ ښوونه او روزنه يې ولوټله.
    هغه د افغانستان نه، بلکې د طالب او پاکستان لپاره يې لابي وکړه چې نن افغانستان منزوي دی او هېڅوک يې په رسميت نه پېژني.

  2. احترامات ،
    لطفا از رتبه های نظامی معادل افغان کار بگیرید:
    به جای څلور ستوري جنرال= ستر جنرال

  3. له دغه ښاغلې باید وپوښتل سي چې، کوم وخت چې، دا لوبه روانه وو نو هغه وخت دی خوله ماته وو چې، دا خبري د کړي وئ؟
    د دری ژبو متل چې وایې: ” بعد از ګوز زدن چهار زانور شیشتن فایده ندارد”.

  4. دوی تل د ککرۍ په ځای اول سوغۍ کاروي. کله یې سي فکر ککرۍ ته ورسیږي ټول ځان په غولو ککړ کړي. اوس په ورکړې سوغۍ پښیماني شرم ده. ډیر ښه سول سي د تاسي خبیثې مرتدې جوسې سره له لویديځ همبرګر خوړونکو دموکراتانو او شمالي داړه مارانو ستاسي له ماسلانو سره یو ځای ورکې سوې. طالب ګل هم اوس اسمان په توپو ولي، لکه څنګه سي نور خاینان ورک سول تاسي به هم ورک سۍ ځکه تاسي بیخي د فرعون په پله روان یاست. ولس مو تر پښو لاندي کړی د مدرسو نه چړی راوتلی نه وي بیا په چوکۍ ناست وي. د جهالت څپیړه به پخپله جوسه وخورۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب