دوشنبه, جولای 1, 2024
Homeخبرونهجنوبي افریقا په اسانه سریلانکا ته ماته ورکړه

جنوبي افریقا په اسانه سریلانکا ته ماته ورکړه

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۴ مه) د کرکټ د نړیوال شل اوره جام سیالیو په دوام کې نن جنوبي افریقا اسیايي لوبډلې سریلانکا ته په ۶ ویکټونو (22) توپونو ماته ورکړه.

د دې سیالۍ پچه جنوبي افریقا وګټله او غوره یې وبلله چې لومړی سریلانکا توپ وهنه وکړي.

د جنوبي افریقا باولرانو د سریلانکا ټول لوبغاړي په داسي حال کې وسوځول چې هغوی تر نولسم اور پورې ټولټال (۷۷) منډې کړې وې او په دې توګه یې خورا ټیټ هدف خپلې سیالې لوبډلې ته وټاکه.

د جنوبي افریقا لوبغاړو د ۴ ویکټونو په تاوان په داسي حال کې ځان هدف ته ورساوه چې (22) توپونو یې لا لرل.

د جنوبي افریقا باولر انریچ نوریې، چې د سریلانکا د لوبډلې اصلي ملا ماتوونکی و، د مسابقې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

نورتې په ۴ اورونو کې، نه یوازې دا چې ۴ لوبغاړي وسوځول، بلکې ډېرې کمې منډې، یعني ۷ یې ورکړې.

نوموړی د مسابقې اغېزمن لوبغاړی هم ونومول شو.

ټاکل شوې ده چې سبا د افغانستان او پاپوا نیوګینې لوبډلې په ویسټ انډیز کې د مسابقې میدان ته ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب