چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان وايي، پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر افغان...

فضل الرحمان وايي، پاکستان د خپلو ناکامیو د پټولو لپاره پر افغان تورونه پوري کوي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۴ مه) د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر د پاکستان په ناامنیو کې د افغانستان ملامتول د خپلې خاورې د امنیت په ساتلو کې د اسلام اباد د ناکامۍ د پټولو لپاره هڅه وبلله.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په پنجاب ایالت کې په یوه غونډه کې پاکستاني چارواکو ته په اشارې وویل: «دوی خپله ناکامي پټوي، دوی وايي چې افغان حکومت په پاکستان کې د ترهګرۍ په ملاتړ تورن دی، ولې؟ ځکه ترهګر له هغه ځایه راځي. که دوی له هغه ځایه راځي، نو دوی باید له پولې راواوړي، که داسي وي تاسو یې ولې په سرحد کې مخه نه نیسئ؟ تاسو په سرحد کې چیرته یاست؟»

فضل الرحمن یادونه وکړه چې د پاکستان پخواني ولسمشر پروېز مشرف پر افغانستان د حملې لپاره د پاکستان هوايي اډې امريکا ته ورکړې وې.

هغه په ​​دوام کې وويل: «کله هم دوی تاسو ته شکايت کړی چې ولې ستاسو له اډو او هوايي حريم څخه پر موږ بريدونه کېږي؟ شل کاله مو د زرګونو خلکو ژوند تباه کړ. تاسو قومونه تباه کړل. ایا تاسو پوهیږئ چې هغه کسان چې په سرحدي سیمو کې اوسیږي پاکستانیان دي او هغوی د خپل هیواد له ادارو کرکه لري او غواړي چې پر وړاندې یې جګړه وکړي؟ ایا بل څوک د هغه نفرت لپاره ملامت دی چې تاسو په خپله د خپل ځان په وړاندې رامینځته کړی؟»

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په دغه هېواد کې د بریدونو پلان په افغانستان کې جوړیږي او عاملان یې له افغانستانه پاکستان ته ننوځي. خو د پاکستان دا ډول تورونه د طالبانو حکومت تل په کلکه رد کړي او له پاکستان څخه یې غوښتي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب