چهارشنبه, جولای 3, 2024
Homeخبرونهراشدخان وايي، داسي ترتیب یې جوړ کړی چې د ۲۰۰ منډو هدف...

راشدخان وايي، داسي ترتیب یې جوړ کړی چې د ۲۰۰ منډو هدف تعقیب کړای شي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۴مه) د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان راشد خان د خپلې لوبډلې د توپ وهنې ځواکمنتیا تائیدوي او په دې باور دی چې دوی داسې یو ترتیب برابر کړی چې لوبډله یې د ۲۰۰ منډو هدف تعقیبولی شي.

د ویسټ انډیز له ګیانا څخه د هندوستان ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، افغانستان د بیټینګ ستونزې درلودې چې د ایرلینډ پر وړاندې د دوی په شل اوره لړۍ کې څرګندې شوې. دوی وکولی شول دا شل اوره لړۍ 2-1 وګټي مګر په 111، 142/8 او 155/7 منډو.

افغان ټیم وکولای شول چې په دریو لوبو کې یو ځل د 150 منډو هدف وټاکي. په نړیوال شل اوره جام کې د یوګانډا په وړاندې د سیالۍ په درشل کې راشد د خپلې لوبډلې د بیټینګ په اړه وویل:

“په تیرو وختونو کې، موږ د بیټینګ په برخه کې ستونزې لرلې، پخوا به زموږ بالرانو ډیر څه کول او زموږ سره به یې د لوبو په ګټلو کې مرسته کوله. وروسته، موږ هغه ځوان بیټسمینان په ځانګړې توګه د نولس کلنو له لوبډلې څخه ترلاسه کړل. په کومه طریقه چې دوی ملي لوبډلې ته راووتل او په کومه طریقه چې دوی سخت کار کړی دی په ډیر کم عمر کې یې د افغانستان لپاره د لوبېدو چانس ترلاسه کړ او بیا یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لوبې پیل کړې، داسې لیګونه یې ولوبول چې ښه او لا ښه شول.»

د ESPNcricinfo پر اساس، راشدخان فکر کوي چې د لوبغاړو ذهن یې منلې چې دوی باید د ۲۰۰ منډو هدف پوره کړای شي.

“زه فکر کوم چې موږ داسې د بیټینګ ترتیب لرو چې کولی شو ووایو که چیرې په یوه ویکټ کې 200 هدف هم وي نو دا ښه ده. موږ داسې وړتیا، مهارتونه او استعدادونه لرو چې په میدان کې یې ثابتولی شو. شل اوره کرکټ ټول د ذهنیت له جوړولو سره تړاو لري، او باید دا فکر په ذهن کې ولرئ چې کولی شئ بیا هر څه ممکن دي.

بله خبره اصلي کرکټ دی. زه فکر کوم چې موږ په تیرو څو کلونو کې کافي کریکټ کړی چې زموږ مهارتونه ورسره ډېر شوي دي. او موږ سیالان ننګولی شو.»

راشدخان د افغانستان په اړه اټکلونو ته په اشارې وویل چې نیمه پایلوبې ته لاره موندل به د دوی لپاره ښه خبره وي.

“هو، یو څو کسانو یادونه کړې چې افغانستان به نیمه پایلوبې ته ولاړ شي. موږ دا یوه مثبته نښه ګڼو. پخوا به زموږ لپاره دا ستونزمنه وه چې حتی کوالیفای شو.»

 راشد وویل.” موږ په وروستي نړیوال پنځوس اوره جام کې هم نیمه پایلوبې ته نژدې وو. له همدې کبله زه احساس کوم چې د ټیم په توګه زموږ لپاره هیڅ شی ناممکن نه دي.»

په نړیوال جام کې د افغانستان لوبډله؛

افغان لوبډله: رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ، عظمت الله عمرزی، نجیب الله ځدراڼ، محمد اسحاق، محمد نبي، ګلبدین نایب، کریم جنت، راشد خان، ننګیال خروټي، مجیب الرحمن، نوراحمد، نوین الحق، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب