Homeخبرونهد هرات د والي ویاند: په هرات کې نیول شوي کسان د...

د هرات د والي ویاند: په هرات کې نیول شوي کسان د داعش غړي دي

تاند (دوشنبه، د جوزا ۱۴ مه) د هرات د والي وياند نثار احمد الياس وايي چې په وروستیو ورځو کې د دوی امنیتي ځواکونو په دې ولایت کې د داعش غړي نیولي دي.

الیاس د ایران تسنيم خبري اژانس ته ویلي: «هغه ترهګر چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي ځواکونو نیولي، د داعش غړي دي.»

الیاس زیاته کړه: «د افغانستان د اسلامي امارت د ځواکونو د هلو ځلو په نتیجه کې په هرات کې د داعش یوه مهمه ډله له منځه یوړل شوه.»

د طالبانو د هرات د والي د ویاند په وینا، نیول شوې ډلې په تيرو اتو مياشتو کې په هرات کې پر خلکو بريدونه کړي وو او د هغوى وروستۍ حمله څه د پاسه يوه مياشت مخکې په ګذره ولسوالي کې وه.

الياس دا هم وويل، چې دغو ترهګرو په راتلونکي کې د نورو بريدونو پلان درلود چې د هغوى په نيولو سره شنډ شول.

ده په دوام کې وويل: د داعش له غړیو څخه يو ځانمرګي واسکټ، څو وسلې او يو موټر هم ترلاسه شوي دي.

پرون (یکشنبه) د طالبانو د هرات د والي مرستیال حیات الله مهاجر پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې فراهي د ګوذرې ولسوالۍ د حملې عاملان نیول شوي «په هرات کې د ]فتنه‌ګرو[ یوه ډله چې یوه میاشت مخکې یې د هرات په ګذره ولسوالي کې پر جومات برید پلان کړی و، نیول شوې ده. له دوی سره د ځانمرګي بریدګر یو واسکټ، یو موټر او څو وسلې نیول شوې دي.»

د دغه برید، چې په یوه جومات کې یې شیعه ګان په نښه کړل، مسوولیت داعس ډلې په غاړه واخیست.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...