شنبه, اپریل 20, 2024
Home+انجلینا جولي په دې ورځ زېږېدلې

انجلینا جولي په دې ورځ زېږېدلې

تاند- له نن څخه ۴۷ کاله پخوا د ۱۹۷۵ د جون په ۴ مه نامتو امریکايي سینمايي ستورې او بشرپاله انجلینا جولي ( Angelina Jolie) د کلیفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې وزېږېده.

انجلینا جولي ګڼې جایزې لکه اسکر، د ګولډن ګلوب ۳ جایزې او ډېر نور میډالونه ګټلي دي.

جولي، چې کله په فلمونو کې کار کاوه څو ځلې تر ټولو د ډیرې اجورې ترلاسه کوونکې ستورې اعلان شوه.

دا لا ماشومه وه چې له خپل پلار جان ویټ سره یې په ۱۹۸۲ م کال په فلم کې کار وکړ خو یوه لسیزه وروسته په ۱۹۹۳م کال په سایبرک ۲ فلم کې په کار کولو په مسلکي ډول سینما ته مخه کړه.

دې په ۱۹۹۵ کال د هکرانو په فلم کې د اتلې یا اصلي لوبغاړې په توګه رول ولوباوه، په ۱۹۹۷ کې یې د جورج والس او په ۱۹۹۸ کال د ویجیا د ژوندلیکونو په فلمونو کې رول لوبولی دی.

دې په ۱۹۹۹ کال د پاشل شوې نجلۍ په ډرامه کې تر ټولو د غوره ښځینه لوبغاړې په خاطر د اسکر جایزه وګټله.

جولي پر هنري او فلمي کارونو سربېره د بشرپالو کارونو په خاطر ډېره مشهوره ده.

دا د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ ځانګړې استازې ټاکل شوې، د افغانستان په شمول یې د نړۍ دوولسو هیوادونو ته د کډوالو د وضعیت د کتلو لپاره سفرونه کړي دي.

اغلې جولي د امریکا د تفریحي صنعت تر ټولو اغېزمنه څېرمه پېژندل شوې او بېلابېلو رسنیو څو کاله دا د نړۍ تر ټولو ښکلې ښځه نومولې ده.

دې له جاني لي میلر، بیلي باب تورنټن او براد پیټ سره ودونه کړي او جلا شوې ده.

له پیټ څخه ۶ اولادونه لري.

3 COMMENTS

  1. انجلینا جولي زما زړه ده نه داچې ښائسته ده بلکې بشر پا له ده هغه مرستي کوې ، زمونږ کوفي جانې ، بارکزایې جانې … غلا وې کوي !

  2. انجیلنا جولی د نړیوال استعمار او صهیونیزم د شومو اهدافو د کتمان او کاذبو انګیزو او تبلیغاتو یوه نازکه او لطیفه آله ده. خپله هالیووډ د شیطان یوه ځاله ده.

  3. د هر چا خپل نظر، زه په تاند کې د غلام حضرت صاحب تبصرې تل لولم او ډیرې معقولې خبرې لیکي. خو ممکن دا اول ځل وي چې له نظر سره یې ډیر متفق نه یم. خیریه ټولنې، ملګري ملتونه او نور عموماً د مشهورو کسانو خصوصاً سینمايي ستورو، سندرغاړو او نورو هنرمندانو نه چې په خلکو کښې یې محبوبیت زیاد وي د بسپنې د ټولولو دپاره استفاده کوي. که مو یاد وي څو کاله وړاندي یې زمونږ فرهاد دریا هم خاص سفیر ټاکلی و. دا د دې دپاره چې د دې ډول کسانو په ټاکلو د خلکو توجه زیاته اوړي.
    د بل طرف نه، د هالیووډ مشهوره کسان چي کله ډیري پیسې ترلاسه کړي، معنوي کارونو ته مخه کوي ځکه چې دا خلا احساسوي نور یې هر څه پوره وي. بیل ګیټس یې یو نمونه دی چې هر کال ۵۰۰ میلیلون ډالره په غریبو هیوادونو کې په واکسین مصرفوي. امریکایان له نورو نه ډیر دا رنګه کارونو ته توچجه لري.
    محمد نعیم خاوري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب