Homeخبرونهد ترمذ دیالوګ دوهمه غونډه په تاشکند کې جوړېږي

د ترمذ دیالوګ دوهمه غونډه په تاشکند کې جوړېږي

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) تاند ټاکل شوې چې د ازبکستان پلازمېنه تاشکند نن (پنجشنبه)، د افغانستان په تړاو «د ترمذ ډیالوګ» په نوم د دوهمې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې به، چې د شنبې تر ورځې دوام کوي، له افغانستان سره د تعامل پر زیاتېدو، د افغانستان- ازبکستان – پاکستان د خبرو اترو د بهیر پر پراختیا او له افغانستان سره د ترانزیتي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا پر موضوعات خبرې وشي.

په دې غونډه کې به نورو هېوادونو او د یوناما په شمول د نړیوالو سازمانونو تر ۱۵۰ زیات استازي برخه ولري.

په پاکستان کې د ازبکستان سفارت په اعلامیه کې راغلي: «د دې غونډې په څنډه کې به د سیمه‌ییز امنیت، له افغانستان سره د تعامل زیاتېدو، د افغانستان- ازبکستان – پاکستان د خبرو اترو د بهیر د پراختیا، د ترانسپورتي او لوژستیکي نښلونې د پیاوړتیا، د سیمه‌ییز باور جوړونې او د دوامدارې پراختیا د ګډې اجنډا د پرمخ بېولو په اړه غونډې ترسره شي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم خبر ورکړی چې د دې خونې یو پلاوی د ترمذ دیالوګ په دوهمه غونډه کې د ګډون لپاره ازبکستان ته تللی دی.

د یادې خونې په وینا، د افغانستان پلاوی به د غونډې ترڅنګ له ازبکستاني چارواکو او سوداګرو سره د سوداګرۍ، پانګونې او سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا په اړه هم سلا مشورې وکړي.

د طالبانو د حکومت یو پلاوی هم پرون تاشکند ته ولاړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...