Homeخبرونهاسلامي امارت له ایټالیا وغوښتل چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان...

اسلامي امارت له ایټالیا وغوښتل چې د افغان کډوالو د وژنې عاملان محاکمه کړي

تاند (پنجشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۴ مه) د امارت د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي چې هغه کسان ونیسي او عدالت ته وسپاري چې د ایټالیا په جنوبي سیمه کالابریا کې یې درې افغانان وژلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه د Amendolara په سیمه کې د تېلو په یوه تمځای کې یوه موټر ته په صدي ډول د اور اچولو په نتیجه کې شوې ده.

بلخي ویلي، اسلامي امارت له ایټالیايي چارواکو غواړي چې د پېښې عاملان ونیسي، عدالت ته یې راکش کړي او د قربانیانو او د هغوی د کورنیو د حقونو د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.

هغه همداراز په ایټالیا او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغان کډوالو د ژوند، عزت، امنیت او اساسي حقونو پر ساتنې ټینګار کړی او هیله یې څرګنده کړې چې د ورته غمجنو پېښو د مخنیوي لپاره به اغېزمن ګامونه پورته شي.

پولیسو د څلورو کډوالو د سوځولو په تړاو دوه پاکستانیان نیولي

په همدې حال کې د ایټالیا پولیس وايي دوه پاکستاني وګړي یې د هغو څلورو کډوالو د سوځولو په تور نیولي چې د دغه هېواد په جنوب کې د یوه موټر دننه وژل شوي وو.

د راپورونو له مخې، قربانیان درې افغانان او یو پاکستانی وو چې د کرنې په برخه کې یې کار کاوه.

پولیسو ویلي، د امنیتي کمرو تصویرونه ښيي چې دوو کسانو د موټر دروازې له بهر څخه قلف کړې او وروسته له دې چې اور اخیستونکی مواد یې پر موټر وشیندل موټر ته اور ورته کړ.

اور وژونکي د سې‌شنبې په غرمه د پېښې ځای ته ورسېدل او د اور له وژلو وروسته یې د موټر دننه د څلورو سوځېدلو کسانو جسدونه وموندل.

پولیسو د ویډیويي شواهدو پر بنسټ شکمن کسان پېژندلي او نیولي دي.

په دې پېښه کې یوازینی ژوندی پاتې شوي افغان کس پولیسو ته ویلي چې د موټر د ښیښې په ماتولو یې ځان له لمبو ژغورلی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د کارګرو او دوو کسانو ترمنځ د ترانسپورټ د کرایې پر سر لفظي شخړه شوې وه. د هغه په وینا، دغو کارګرو د توتیو (سټرابېري) په کروندو کې کار کاوه، خو مزدوري نه ورکول کېده او یوازې خواړه او د اوسېدو ځای ورته برابرېده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...