Homeخبرونهتُرک چارواکی: که افغان کارګر نه وي د ترکیې مالداري له منځه...

تُرک چارواکی: که افغان کارګر نه وي د ترکیې مالداري له منځه ځي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د ترکیې د سوداګرۍ وزیر عمر بولات وايي چې که ۲۵ زره افغان بزګران له ترکیې ووځي نو دلته به د څارویو پالنه پای ته ورسیږي.

هغه په ​​ترکیه کې د کارګرانو په تېره بیا شپنو کموالي ته په اشارې اعتراف وکړ: «د کارګرانو کمښت حتی د بهرنیو کارګرانو په مرسته نه شي حل کیدای.»

د اردوغان د کابینې دغه غړي په ترکیه کې د بهرنیو کارګرانو د بیړنۍ اړتیا په اړه وویل چې په وروستیو میاشتو کې د افغان کډوالو په اړه د ترکیې د سیاستونو په وړاندې د دغه هیواد د اتباعو او مخالفو ګوندونو غبرګونونه زیات شوي دي.

د ترکیې د سوداګرۍ وزیر وویل: «د کاري ځواک کمښت یوه جدي ستونزه ده. دا تشه په بهرنیو کارګرانو نه شي ډکیدی. د بېلګې په توګه، که نن ۲۵۰۰۰ افغان بزګران ووځي، نو کرنه او مالداري به په هېواد کې پاتې نه شي.»

د بولات دا خبرې د ترکيې په ټولنيزو شبکو کې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

د دې مرکې له خپریدو او د غبرګونونو له زیاتیدو څو ساعته وروسته، د ترکیې د سوداګرۍ وزارت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې د بولات څرګندونې په ټولنیزو رسنیو کې “تحریف شوي” دي.

خو په دې اعلامیه کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې د دغه هېواد په ختیځو سیمو کې د کرنې په برخه کې د کارګرو کمښت شته او دا تشه یوازې په افغان مهاجرینو ډکېدای شي. په دې اعلامیه کې ویل شوي چې د کارګرانو کمښت د بازار پر وضعیت اغېز کوي.

دې ته ورته په ځلونو ځینو ایرانی چارواکو منلې چې که افغان کارګر نه وي د دوی کرنیزې مځکې به شاړې شي او د ودانیو د جوړولو چارې به یې په ټپه ودریږي.

په دواړو هیوادونو کې افغانان په ټیټه اجوره او له هر ډول بیمې او بل ډول امتیازه پرته کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...