پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد افغانستان پخواني ولسمشر پر ګیله من وزیر برید «د کمزورۍ وروستی...

د افغانستان پخواني ولسمشر پر ګیله من وزیر برید «د کمزورۍ وروستی حد» وباله

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د افغانستان پخواني ولسمشر په اسلام اباد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړي ګیله من وزیر برید غندلی دی.

اشرف غني نن (سې شنبې) پر خپله ایکسپاڼه لیکلي: “زه له خپلو زرګونو هېوادوالو سره د ګیله من وزیر، چې سخت ټپي شوی دی، د عاجلې روغتیا هیله کوم.”

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی ګیله من وزیر د یکشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې له یوه جومات څخه د وتلو پر مهال د نامعلومو وسله والو له خوا سخت ووهل شو.

د نوموړي روغتیايي وضعیت لا هم ښه نه دی او د کوما په حال کې دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر همداراز لیکلي: “موږ د هغه د ملګرو او ځوانانو د هڅو ستاینه کوو چې نه یوازې د هغه د درملنې هڅه کوي بلکې نورې لارې هم لټوي.”

اشرف غني د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دغه غړي برید د «کمزوري وروستی حد» بللی دی.

د هیواد لومړني منتخب ولسمشر حامد کرزي هم پر ګیله من وزیر برید غندلی دی.

ښاغلي کرزي ویلي:«پر ولسي فعال او خوږ ژبي شاعر ګیله‌ من وزیر برید چې له امله یې دی ټپي شوی ډیر خواشینی کړم.»

ګیلمن مخکې د پاکستان د استخباراتو له خوا نیول شوی و او څه موده وروسته خوشې شو. نوموړي له خوشې کېدو وروسته وويل چې د پاکستان د استخباراتو په زندان کې سخت شکنجه شوی دی.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار حنیف اتمر هم دا برید غندلی او د پوښتنې وړ بللی دی:

«دې حملې د لر او بر ولس ته ډیرې پوښتنې راولاړې کړې دي او خلک د پاکستان له حکومته د بې پرې او شفافې پلټنې او حساب ورکولو غوښتنه کوي.»

ښاغلي اتمر ټینګار کړی «د خلکو غږ د ترهګرۍ او وحشت له لارې څخه نه غلی کېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو لپاره هلې ځلې کوي، په پرله پسې ډول په قبایلي سیمو کې د پښتنو د بې عدالتۍ او جبري بې درکه کولو په ګډون د پاکستاني پوځ د تبعیض او غیر قانوني چلند په اړه احتجاجونه کړي دي او د خپلو حقونو د غوښتلو په خاطر د پوځ او استخباراتو له لوري سخت ځپل شوی دی.

تر دې وړاندې د دغه غورځنګ څو مهم مشران وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب