پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهم.م. د امربالمعروف وزارت تر ۱۰۰ ډیر محدودوونکي اقدامات مستند کړي

م.م. د امربالمعروف وزارت تر ۱۰۰ ډیر محدودوونکي اقدامات مستند کړي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د ملګروملتونو یو نوی راپور چې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ څخه د ۲۰۲۴ کال د مارچ تر ۳۱ پورې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت کارونه ارزوي، ۱۰۳۳ موارد مستند کړي چې د طالبانو دې ادارې د خپلو اوامرو د پلي کولو لپاره له ځواک څخه کار اخیستی.

 راپور وايي چې دا کړنې د شخصي ازادۍ او فزیکي او ذهني بشپړتیا د سرغړونې لامل شوي.

دغه وزارت د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په ۷ مه د طالبانو لخوا په کابل کې د ښځو د چارو د وزارت په ودانۍ کې تاسیس شو.

راپور وايي، دې وزارت له پیله، په ځانګړې توګه پر ښځو ډېر محدودیتونه لګولي او د دوی په عامه او شخصي ژوند کې لاسوهنه کوي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، د امربالمعروف وزارت له لارښوونو څخه د سرغړونې سزا “نا اټکل کیدونکې” ده او د “ویرې او ډار فضا” رامنځته کوي. د دغه وزارت ډېری فرمانونه د ښځو د ټولنیز او شخصي ژوند په اړه دي.

راپور پر ښځو د طالبانو د بندیزونو یادونه کړې لکه: د ښځو د سینګارتونونو، په فلمونو او نندارو کې د ښځو مخنیوی، د ښځو د سوداګرۍ بندول، له نارینه محرم څخه پرته تر ۷۸ کیلومترو پر زیات سفر بندیز، عامه پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو ته د تګ بندیز. دې چارو د ښځو په روحي او جسمي روغتیا ناوړه اغیز کړی دی.

سلمانیانو ته ویل شوي چې د نارینه وو ږیرې لنډې نه کړي او ویښتان یې په “لویدیځ” سټایل جوړ یا پرې نه کړي.

د ملګروملتو راپور وايي چې د امربالمعروف مامورین د خپلو اوامرو سرغړونکو ته له پټکو، توقیف، بدسلوکۍ او په عام محضر کې په متروکو له وهلو کار اخلي.

د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت موسیقي “حرامه” ګڼي ځکه چې دا د دوی په وینا “منکراتو ته وده ورکوي” او ویلي یې دي چې دا “د اسلام ریښې له منځه وړي.”

په یوه قضیه کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۱۰مه په فاریاب کې د طالبانو د امربالمعروف ادارې د فاریاب پوهنتون ۲۹ تنه محصلین په دې په تور ونیول چې د خپل یوه ټولګیوال د ګوژدن په خاطر یې په لیلیه کې موسیقي غږوله. دوی د توقیف په وخت کې وهل شوي او له ۱۸ ساعتونو وروسته خوشې شوي دي.»

د ۲۰۲۳ کال د دسمبر په ۲۴، وزارت په خپله ایکسپاڼه کې اعلان وکړ: “د یلدا په نامه د شپې لمانځل د اسلام له نظره حرامه او ګناه ده.”

“سړیو ته امر شوی چې خپل لمونځونه په جومات کې په جماعت سره ادا کړي. په دې کار کې پاتې راتلل کله ناکله د جریمې، دندې ځنډول، او جسمي مجازاتو په ګډون جدي سزاوې لري.”

د دغه وزارت د کاري طریقې په اړه په راپور کې راغلي:

“لارښوونې په بیلابیلو لارو او ډیری وخت یوازې په شفاهي ډول صادریږي، او په ځانګړو قضیو کې دوی روښانه، څرګند قانوني اصول نه لري. “د لارښوونو په عملي کولو کې پاتې راتلل ځینې وختونه د سختې سزا سبب کیدی شي.”

د ملګرو ملتونو دفتر وايي، خپل راپور یې د امربالمعروف وزارت ته ښودلی او داسې ځوابونه یې هم ترلاسه کړي دي:

د امربالمعروف وزارت ځوابونه

“په رسنیو کې هغه څه چې د خلکو رواني امنیت ګواښي، بندیز لګول شوی او د دې ترڅنګ په دې بندیز کې هغه خپرونې هم شاملې دي چې له دیني او افغاني ارزښتونو او قوانینو سره په ټکر کې وي.”

د نارینه محرم په اړه دې وزارت ویلي:

“له ښځې سره د محرم موجودیت نه یوازې دیني ارزښت دی، بلکې زموږ کلتوري ارزښت هم دی.”

“که ښځه له محرم پرته سفر وکړي، د خلکو له منفي غبرګون سره به مخ شي. په افغاني ټولنه کې هیڅوک نه خوښوي چې ښځه له محرم پرته سفر وکړي. همدارنګه د اسلام سپېڅلي دين يو ټاکلی واټن ټاکلی دی.

وزارت دا هم ویلي چې “ښځې په عامه ځایونو او پارکونو کې نه دي منع شوي” او “بندیز یوازې په هغو ځایونو کې لګول شوي چې چاپیریال له نارینه وو سره ګډ شوی وي.”

“په هغو ځایونو کې چې د ښځو کار ته اړتیا ده، اوس هم د روغتیا په برخه کې په خصوصي او عامه برخو کې زیات شمېر ښځې کار کوي. د دې ترڅنګ یوازې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په لنډه موده کې ۹ زره ښځو ته د کار جوازونه وېشلي دي.

وزارت تاییدوي چې “تر دې دمه د [نارینه] په ظاهري بڼه کوم بندیز نه دی لګول شوی” خو په ننګرهار کې “په غربي سټایل د ږیرې د خرېیلو او د ویښتانو د پرې کولو په جرم دوکانونه تړل شوي دي.”

3 COMMENTS

  1. دا سل فیصده حقیقت دی چې ټالب پدې بیهوده شیانو کولو خپل قوت او واک ښکاره کوي. زمونږ دین د انسان څخه ذهني، فکري او بدني ازادي کله هم سلب کړې نده او نه زموږ پیغمبر یا اصحابانو داسې کړنې کړي. ټالب د اسلامیت او افغانیت دوښمن دی او یواځې د همدې مفکورې لپاره کار کوي. کومه لاره چې دوی د اسلام په نوم کې خپله کړې هغه مطلق شرک، بدعت او د قران او حدیث سره په ټکر کې ده. دوی ته دین ږیره، اوږده ویښته، چټلې پوندې او هلکان ساتل ښکاري. ددوی دوښمني د ښځو سره هم عقدوي ده هغه ځکه چې ددوی هلکان خوښیږي نو نجونو سره عقده لري.

  2. د طالبانو ډیر کارونه ښه او د ستاینې وړ دي خو دا ځینې یې واقعاً چې بیهوده دي.
    اسلامی خو نه دي چې نه دي، د اسلام د بدنامۍ باعث کېږي. ښه بوه وه چې طالبانو د امربالمعروف د افراطي کارونو مخه نیولی وای. د دې ادارې کارونه نه یوازې ولس د اسلامي امارت نه زړه توره کوي بلکه په نړۍ کې د اسلام نوم بدوي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو مخه نیسي.
    له دې ټولو سره د طالبانو بد کس د اخوانیانو او کمونستانو نه بهتره دی.
    ارمان

  3. مخکی تر دی چي طالب د اخوانی یا کمونست سره بلا منطق مقایسه شی ،تر هر څه مخکی یی باید د انسانیت په تله کی واچوو ؛چی څومره انسانی خواص لری ، مثلا همدا امر بالمعروف او نهی عن المنکر ،دوی خپله مرتکب د منکر کیږی هغه دا چي بده ژبه او وهل دا انسانی یا قانونی عمل ندی بلکی دا یو ښکرور عمل ښکارندوی دی یا هغه چي وایی د خری مینه لغته ده نو یو نه سړی به بل ته څه سړیتوب ور وښیی یا فاقد شی به بل ته څه ورکړی. نو امر بالمعروف دا دی چي اول یی د امر بالمعروف علم زده کړی بیا تربیت او ظرفیت غواړی ؛هر نسواری ،څڼه ور ، د بدی ژبی څښتن ،وحشی او حمله کوونکی ته د امر بالمعروف کار ورسپارل دا له اسلام او انسانیت سره خیانت دی،دا د امر بالمعروف مقصد نشی ترلاسه کولی بلکی نور هم تنفر زیاتوی،همداسی هر کار چی اهل ته یی ونسپارل شی معکوسه نتیجه ورکوی ،د انسانیت او اسلام لار روښانه ده نباید د خیټو او عقدو تفت ورګډ شی ؛موږ باید داسی یو څه ولیکو چي نورو ته څه ورزده کړو ،ورنه سکوت کی عزت دی یا اصحاب العلم والتربیه الاسلامیه !

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب