جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان ډیورند ته څېرمه د څار یو ترمینل جوړوي

پاکستان ډیورند ته څېرمه د څار یو ترمینل جوړوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د پاکستان فدرالي حکومت له افغانستان ته نژدې د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله کې یو نوی ترمینل جوړوي.

د دې ترمینل د جوړولو هدف د تروریستي فعالیتونو څېړل، د غیر قانوني سوداګرۍ کنټرول او د خلکو د غیر قانوني تګ راتګ مخنیوی بلل شوی دی.

نیشن ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ (د سرطان په ۱۹مه) راپور ورکړ چې دغه ترمینل به له افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لپاره د بدیل لارې په توګه وکارول شي.

پاکستاني چارواکو په رسمي ډول د دغه ترمینل د جوړېدو په اړه څه نه دي ویلي.

دا ترمینل به په ۳۵ هکتاره ځمکه کې د ۲۴ میلیارده پاکستانۍ روپیو په لګښت د ۶۰ میاشتو په موده کې ډیورند کرښې ته نژدې د پاکستان دننه په یوه سرحدي نقطه کې جوړ شي.

نیشن ورځپاڼې لیکلي چې دا ترمینل به د ګمرکونو، فدرالي تحقیقاتې ادارې، د ثبت او راجستر ملي ادارې، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې او کشفي او امنیتي ادارو په ګډون په ټولو رسمي او عملیاتي دفترونو کې خدمات اسانه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب