جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد کندهار چارواکي وايي، د پولیو ۷ پېښې ثبت شوي

د کندهار چارواکي وايي، د پولیو ۷ پېښې ثبت شوي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) په کندهار کې د طالبانو د والي دفتر وايي، د ۲۰۲۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغانستان په جنوب کې د پولیو اووه پېښې ثبت شوې دي.

په کندهار کې د پوليو د واکسيناسيون استازي وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې د دې ناروغۍ څلور پېښې ثبت شوې دي.

د کندهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر د دغه ولايت د پوليو واکسيناسيون د مشر صديق الله پتيال په قول ویلي چې د دغه ولايت په شاه وليکوټ او ارغستان ولسواليو کې د دې ناروغۍ دوه نوې پېښې ثبت شوې دي.

دې ادارې نه دي ویلي چې د پولیو درې نورې پېښې په کومو ولایتونو کې ثبت شوې دي.

د طالبانو د والي دفتر د دوشنبې په ورځ (د سرطان ۱۸مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د واکسین د کمپاین په نوي پړاو کې به په کندهار کې ۶۰۰ زره له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي او د زون په کچه. به تر دوو میلیونو ډېر له پنځو کلونو کم عمره ماشومان واکسین شي.

پرون د عامې روغتیا وزارت وویل چې د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو پر ضد عمومي واکسیناسیون پیل شو.

د دغه وزارت ویندوی شرافت زمان پر خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي، د واکسین دا کمپاین به ۴ ورځې دوام وکړي.

د ده په وینا په څلورو ورځو کې به ۸ میلیونه تر ۵ کلونو کشر ماشومان د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو په وړاندې واکسین شي.

په همدې حال کې د روغتیا نړیوال سازمان د دې کمپاین د پیلیدو په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې له افغانانو په ځانکړي ډول له میندو او پلرونو غوښتي چې خپل ماشومان واکسین کړي او افغانستان د پولیو له ویروسو پاک کړي.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس پکې له منځه نه دي تللي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب