جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهګیله من وزیر لا هم کوما دی، هڅه کېږي چې د درملنې...

ګیله من وزیر لا هم کوما دی، هڅه کېږي چې د درملنې لپاره بهر ته واستول شي

تاند (سې شنبه، د سرطان ۱۹ مه) د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د ګیله من وزیر روغتیايي حال لا هم نازک دی خو هڅه کوي چې د درملنې لپاره یې بهر ته واستوي.

پر شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ تکړه فعال ګیله من وزیر د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د نامعلومو کسانو له لوري مرګونی برید وشو چې له کبله یې نوموړی کوما شو او تراوسه د کوما په حال کې دی.

د اسلام اباد پولیس وايي چې په دې تړاو یې څو تنه تورن کړي خو هیڅوک یې نیولي نه دي دي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پولیسو اقدام شکمن بولي او باور لري چې په دې برید کې امنیتي ادارې لاس لري.

ګیله من وزیر تر دې پخوا هم استخباراتي ادارو نیولی او شکنجه کړی و.

منظور پښتین پر ګیله من وزیر برید پر نورو ملتپالو له بریدونو سره ورته بللی دی:

« د عثمان کاکړ هم د سر دغه برخه لګېدلې وه او د عارف وزیر هم د سر په دغه برخه ګوزار شوی و، نو دا هر څه ښیي چې د دې بریدونو تر شا په اصل کې د بل چا لاسونه دي.»

منظور پښتین او د پښتون ژغورنې غورځنګ نور غړي وايي چې د اوس لپاره یې ټول پام د ګیله من وزیر درملنې ته دی، هر کله چې د ګیله من وزیر د روغتیا په اړه ډاډ ترلاسه شو، هغه مهال به دا موضوع سپینوي.

تمه کېږي چې ګیله من وزیر به د درملنې لپاره جرمني ته یووړل شي. راپورونه وايي چې په اسلام اباد کې د جرمني له سفارت سره د وېزې په اړه تماسونه نیول شوي او همداراز د ډاکترانو مشورې اخیستل کېږي چې ایا نوموړی په اوسني سخت حالت کې بهر ته وړل کېدای شي او که نه.

2 COMMENTS

  1. محمد عثمان خان کاکړ یو نامتو پښتون ملتپاله سیاستوال و. نوموړی په کال ۱۹۶۱ میلادي کې د سهېلي پښتونخوا (بلوچستان) کله سیف الله (ږوب) ولسوالۍ په مسلم باغ نومې سیمه کې زوکړی وو. د پلار نوم یې سردار عبدالقیوم خان کاکړ و ښاغلی کاکړ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مشر (صوبایي صدر) او د پښتون ژغورنې غورځنګ ( PTM) فعال غړی هم و. نوموړي د محکومو قامونو لپاره یو اوچت غږ و.
    عثمان خان کاکړ له زدکړو او د زدکړیالانو د سازمان(پښتونخوا سټوډنټس آرګنائزیشن) څخه له فراغت وروسته په کال ۱۹۸۶ میلادي کې په باقاعده توګه په پښتون ملتپاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند کې د ګډون اعلان وکړ. په یاد ګوند کې د فعاله رول لرلو په علت د ګوند ایالتي مشر (صوبایي صدر) وټاکل شو او وروسته بیا مرکزي سکرتر هم شو. ښاغلي عثمان کاکړ د پاکستان د هغه وخت پوځي دیکتاتور جنرال ضیاءالحق پر ضد هم په سیاسي هلوځلو کې برخه درلوده. نوموړي په ایالتي ټاکنو (صوبایي انتخابات)کې برخه واخسته خو بریالی نه شو. په کال ۲۰۱۵ میلادي کې د پاکستان د مشرانو د جرګې( سینټ آف پاکستان) غړی وټاکل شو چې د کال ۲۰۲۱ میلادي تر لومړیو میاشتو پورې پر یاده څوکۍ پاتې شو. نوموړي په کال ۲۰۱۸ میلادي د پاکستان د مشرانو جرګې د مرستیال مشر په ټاکنو کې برخه واخسته چې په لژ رایو سره نابریالی اعلان شو.
    نوموړی پر ۲۱م جون کال ۲۰۲۱ میلادي کې د کراچۍ ښار په آغا خان روغتون کې پر سر د سختو ټپونو له عمله ساه ورکړه د ټپونو علت یې لا څرګند نه دی. خو ویل کیږي چې د پنجاب او سند استخبارات د هغه په وژلو کې لاس درلود.

  2. عارف وزیر
    عارف وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ غړی وو چې د ۲۰۲۰م کال د مې په لومړۍ ورځ دسویلي وزیرستان په مرکز واڼه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې ISA) په ملاتړ ووژل شو.
    عارف وزیر د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د تحلیف په مراسمو کې برخه اخیستې وه .
    په ۲۰۰۷ میلادی کال کې د عارف وزیر د کورنۍ اووه غړي د وزیرستان په واڼه کې له وسله والو کسانو سره په نښته کې ووژل شول . په شهید شویو کسانو کې د هغه پلار سعدالله جان د هغه تره میرزا علم هم ول .
    له شهادت نه یوه میاشت مخکې د پنجاب دولت له خوا زنداني شوی و ، چې بیا په ضمانت سره را خلاص شو .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب