سه شنبه, مارچ 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد بهرنيو وييونو لپاره د دري يا پارسي ژبې معادل وييونه

د بهرنيو وييونو لپاره د دري يا پارسي ژبې معادل وييونه

ليکوال: ډاکټر نور احمد خالدي
ژباړن : سيلانی
 د بي بي سي پارسي د ريپورټونو لۀ مخې، پۀ دې وروستيو کې د ايران د اسلامي جمهوريت د پارسي ژبې او ادبياتو د اکاډمۍ رئیس غلام علي حداد ويلي دي:  دا اکاډمۍ چمتو ده، چې د افغانستان حکومت سره د فارسي ژبې د وېپانګې د بډايه کولو پۀ برخه کې مرسته وکړي. د بي بي سي لۀ قوله: ښاغلي حداد چې پۀ تهران کې د افغانستان او ايران د فرهنګي خبرو اترو پۀ لومړۍ غونډه کې خېرې کولې، داسې وويل:
 پۀ ايران کې د پارسي ژبې او ادبياتو اکاډمۍ د خپلو فعاليتونو پۀ لړ کې پۀ دې توانېدلي چې تر پنځه پنځوس زره ډېر معادل پارسي وييونه د بهرني وييونو لۀ پاره جوړ کړي، موږ چمتو يو دا وييونه د افغانستان حکومت ته هم ورکړو، ترڅو د افغانستان پۀ ښوونځيو کې د پارسي ژبې زده کړه لا آسانه شي.
 پوښتنه داده!  د بهرنيو وييونو لۀ پاره د پارسي ژبې د معادلو يا ورته وييونه جوړول اړين دي؟ دا کار زموږ د ځوان کهول د ښوونې او روزنې پۀ ګټه دی چې ورځ تربلې د اړيکو او د معلوماتو د راکړې ورکړې پۀ برخه کې لا لرې کيږي؟ دا به زموږ د ځوان کهول لۀ پاره ګټوره وي، چې پۀ ايران کې د پارسي ژبې او ادبياتو د اکاډمۍ د جوړو شويو وييونو لۀ مخې کمپيوتر ته ( رايانه )، انټرنيټ ته ( تارنما) او فېسبوک ته ( رخنما ) ووايي؟ د يادوشويو وييونو او دې ورته نورو سلګونو پارسي وييونو پۀ کارولو سره زموږ ځوانان لۀ خپلو نړيوالو سيالانو سره نږدې کوي، کۀ لرې کوي؟ پۀ همدې توګه ايرانيان لۀ خپلې ژبې څخه د عربي ژبې د لرې کولو هڅې هم کوي.
 ددې موضوع  د لا ښه پوهېدلو لۀ پاره اړينه ګڼم، چې د دري ژبې ( هغه چې ايرانيان يې فارسي بولي ) د ريښې، تکامل او بهرنيو ژبو سره د ايرانيانو پۀ دښمنۍ، پۀ ځانګړې توګه لۀ عربي ژبې سره ددوی پۀ دوښمنۍ یو څۀ خبرې وکړم.
 دري ژبه د نني افغانستان د بومي وګړو او ددې سيمې د ټبرونو نښلونکې ژبه ده. داليور روی او نور پوهانو پۀ وينا؛ بلخ، خراسان او منځنۍ آسيا د ايرانۍپارسي پۀ ګډون د ننۍ دري ژبې د زېږېدو ټاټوبی دی. دا ژبه د پخوانيو اشکاني پهلوي، تخاري او سغدي ژبو  لۀ ترکيب څخه منځته راغلې ده. دري ژبه د پهلوي او پارتي ژبې څخه وروسته  نۀ وه او ياهم د هغوی پاتې شونې نۀ وه. بلکې لۀ هغوی سره هم مهاله او موازي موجوده وه او د پېړيو پۀ اوږدو کې د سانسکريت، هندي، پښتو،ترکي او عربي ژبو څخه پۀ ګټې اخيستنې سره بډايه شوې ده. پۀ باختر،خراسان او ماور النهر کې د اسلام لۀ خپرېدو  وروسته، د هرات د طاهريانو پۀ پېر کې دري ژبې د عربي ژبې ليک دود خپل کړ.
 کله چې مسلمانو عربو لښکرو پۀ عراق عجم ( نني ايران ) يرغل وکړ، د هغۀ سيمې خلکو پۀ ساساني پهلوي خبرې کولې، دا پۀ داسې حال کې ده چې د خراسان، تخارستان، کابلستان، سيستان، ماوالنهر او غرجستان وګړو پۀ دري ژبه خبرې کولې.
 د سعدي او حافظ مورنۍ ژبه ساساني پلهوي وه. د عربو پۀ راتګ سره د نني ايران وګړو  ورو ورو خپله ژبه ( ساساني پهلوي ) لۀ لاسه ورکړه. د استاد ملايري پۀ وينا عربو لۀ پهلوي ژبې سره دوښمني درلوده، ځکه پهلوي ژبه د ساساني امپراطورۍ او ګبريان يا اور لمانځوونکو ژبه وه. عربو ډېر اثار وسوځول او پۀ دې کار بريالي هم شول چې  د ۲۰۰ کلونو پۀ اوږدو کې يې پهلوي ژبه لۀ کارونې وغوزوله.لۀ شک پرته نن ايرانيان لۀ عربو سره ځانګړې دوښمني لري، دوی لۀ ننۍ پارسي څخه د عربي اثارو د پاکولو پۀ لټه کې دي او هڅه کوي چې افغانان هم پۀ دې ککړې او بې لوزومه مبارزې کې لۀ دوی سره ګډون وکړي.
 پورته مو يادونه وکړه چې کله مسلمانو عربو لښکرو پۀ عراق عجم ( نني ايران ) يرغل وکړ، د هغۀ سيمې خلکو پۀ ساساني پهلوي خبرې کولې، دا پۀ داسې حال کې ده چې د خراسان، تخارستان، کابلستان، سيستان، ماوالنهر او غرجستان وګړو پهۀ  دري ژبه خبرې کولې. د وخت پۀ تېرېدو سره د خراسانيانو او لۀ عربو پرته وګړو پۀ واک کې رسېدو سره سم پۀ ځانګړې توګه د نيمروز د صفاریانو څخه وروسته دري ژبې پۀ سلطنتونو  کې د عربي ژبې ځای ونيوۀ او پۀ مکتوبونوکې پۀ رسمي ډول وکارول شوه. ورو ورو د سلجوقيانو او خوازمشاهيانو پۀ پرمختګ سره  دري ژبه  لۀ ماورالنهره هغو سيمو ته  چې د نني  ايران پۀ نامۀ ياديږي، خپره شوه او دايران وګړو دري يا د بلخ، ماورالنهر او خراسان ژبه د پهلوي ژبې پۀ توګه ومنله او (( فارسي )) يې ونوموله.
ولې لۀ فارس پرته پۀ نورو سيمو کې د فارسي پۀ نامه وپېژندل شوه؟  استاد ملايري يې لامل ، پر ختيځ يا بلخ،  ماورالنهر او خراسان د هخامنشيانو او ساسانيانو واکمني او د هغوی فرهنګي تاثیرات ګڼي. د نني افغانستان پۀ سيمو پۀ ځانګړې توګه د افغانستان پۀ رهبرانو د صفويانو او افشاريانو د سياسي او نظامي دور فرهنګي اغېزې هم بايد لۀ پامه ونۀ غورزول شي. ددې تر څنګ د صفويانو، قاجاريانو او لۀ هغو وروسته دورو کې د فارس ادیبانو او پوهانو ته زياته پاملرنه نۀ ترسره کېده، نو د هغو له ډلې څخه ډېری د هند سيمو ته وکوچېدل او د هندي بابر دربار ته يې پنا يوړه، چې دا کار پۀ هند کې د پارسي کلمې پۀ کارولو کې بې تاثيره نه ؤ.
 دا په داسې حال کې ده چې هندي پارسيانو د عربو لۀ يرغل وروسته سلګونه کلونه مخکې لۀ دې سيمې څخه هندوستان ته کوچېدلي وو، دوی پۀ بمبيي او نورو سيمو کې همدا اوس هم خپله ژبه دري يادوي.  دا مطلب ماته پۀ ۱۹۸۰م کال زما يوې ښوونکې چې پۀ بمبيي کې د سرشمېرنې نړيوال انسټيټوټ ښوونکې او د شرين جي جي بوی مېرمن،  چې د هندي پارسيانو اولاده ده، بيان او واضح کړه.
 هېره دې نوي چې د استاد ملايري پۀ وينا دري ژبه ( هغه ژبه چې ايرانيان يې فارسي ګڼي ) هم مهاله لۀ پهلوي ژبې سره موجوده وه او د (( پخوانۍ پارسي ))، (( منځنۍ پارسي )) او (( اوسنۍ پارسي )) اصطلاحات ددۀ پۀ وينا جعلي او د وروستيو کلونو جوړ شوي لاسوند دي، هېڅ علمي او تاريخي بنسټ نۀ لري. دې خبرې ته پۀ پاملرنې چې د فارس د وګړو ژبه د هخامنشيانو پۀ پېر کې (( ايلامي يا عيلامي )) وه، نۀ اشکاني پهلوي، پۀ حقيقت کې ددې ناسمو اصطلاحاتو کارونه ددې لپاره ده چې پۀ تزوير يا پۀ يو ډول نه يو ډول  په دري يا ننۍ پارسي ژبې خپل ميراثي ملکيت قائيم کړي.
دري ژبه د نني افغانستان، تاجکستان، د ماورالنهر ډېری سيمې لکه : بخارا و سمرقند، ترمذ و خراسان ( مرو، نيشاپور، بادغيس او هرات) او نور سيمو کې ځوانۍ ته ورسېده.
 لومړني ادیبانو او شاعرانو لکه: حنظله بادغيسي، رودکي سمرقندي او نورو پۀ خراسان، بلخ او باختر کې ژوند کوو. د دري ژبې لومړني منظوم او منثور اثار پۀ خراسان کې را پيدا شول، دا به بې لامله نه وي چې ددې اثارو سبک خراساني ګنل کيږي. نو خراساني سبک يعنې د دري ژبې د پخوانيو اثارو سبک چې پۀ ختيخ يا نني افغانستان او ماورالنهر يا منځنۍ آسيا کې را منځته شوي دي.
 پۀ تاريخي لحاظ دا سبک د صفاريانو، سامانيانو او غزنويان دورې ( لۀ دريمې هجري څخه تر شپږمې هجري پېړۍ پورې  ) را نغاړي. لويديځ او سويل لويديځ، ترکيې او نني آذربايجان وعراق عجم ( ننی ايران ) ته د سلجوقيانو او خوارزمشاهيانو د واکنيو په  خپرېدو او ورتګ سره ورو ورو پۀ هغو سيمو کې د دري ژبې ادبيات خپارۀ شول او د خراساني سبک لۀ پيل څخه درې سوه کاله  وروسته عراقي سبک رامنځته شو.
 عراقي سبک ۷-۸-۹ پېړۍ را نغاړي، د ۷ پېړۍ  پۀ پيل کې مغولانو پۀ منځنۍ آسيا ( ماور النهر )، باختر او خراسان يرغل وکړ، کومو پوهانو، علماوو او اديبانو  چې لۀ دې تاړاکه ځان روغ وويست، هغو سيمو ( اصفهان، شيرآز، بغداد ) او نورو سيمو ته و تښتېدل چې د ددوی معنوي او مادي شتمنۍ پکې خوندي وې او همدارنګه د مغولانو له يرغل څخه په امن کې وو.
 ژبه يوه ژوندۍ پديده ده چې د پرمختګ پۀ حال کې وي.  د سيمې او نړۍ پۀ کچه د وګړو ترمنځ دخپل منځي او فرهنګي اړيکو شتون ورځ تر بلې ژبه غني کوي.  پۀ بنګله دېش، سريلانکا، هندوستان او نورو هېوادونو کې د پوهې او صنعت دپرمختګ يو لامل؛ پۀ نړۍ واله کچه ددغۀ هېوادونو د پوهانو،سياستوالو، اداره کوونکو او سلاکارانو پراخ شتون د افغانستان او ايران پۀ پرتله انګليسي ژبې او په ښوونيزو مؤسساتو کې د هغو کارونه دي.
 نړۍ سره د دري ژبې د لا زیاتو اړيکو پر بنسټ نوموړې ژبه د ډېرو ژونديو ژبو څخه بډايه شوې ده. د محصل، معلم، تحصيل، متعلم، مکتب، کتاب، کتابچه، حساب، هندسه، الجبر، والی، والايت، نجون منجم او پۀ زرګونه نور دې ورته وييونه پۀ يقين سره پۀ عربي ژبه کې ريښې لري، مګر د ۱۳۰۰ کلونو پۀ اوږدو کې دري ژبې ته رادننه شوي دي، چې د دري ژبې لایتجزا( نه بېلېدونکې) برخې جوړوي.
 همدارنګه په زرګونه لاتيني، فرانسوي، عربي، هندي، سانسګريت، آلماني او د نورو ژبو کلمې انګليسي ژبې ته را دننه شوي او نن پرته لۀ کوم تعصب څخه د انګليسانو لۀ خوا کارول کيږي او هېڅ څوک هېڅ کله ددې هڅه نۀ کوي، او نۀ به وشي  چې نوموړې کلمې دې  لۀ انګليسي ژبې څخه بهر کړي. يوازې متعصبه،کورذهنه او کور مغزه کسان ددې پۀ هڅه کې  دي چې بهرني وييونه لۀ خپلې ژبې وباسي او پخپل تبر د خپلې ژبې ريښې غوڅې کړي او پۀ ناپوهۍ سره خپل وګړي پۀ ځانګړې توګه د پوهې تږي ځوانان لۀ نړۍ څخه لرې وساتي.
پای

3 COMMENTS

  1. ښکلې لیکنه وه. ټول هېواد پاله افغانان په ځانګړې توګه دري ژبي هېواد پالان باید د آخوندي ایران د ناپاکو نیتونو څخه په سمه توګه خبر او د هغو په مخنیوي کې کوټلي ګامونه اوچت کړي. په دغو منافقو تروریستانو هېڅ باور ندی پکار اومونږ د دوی فرهنګي مرستې (یرغل) ته هېڅ اړتیا نلرو. مننه

  2. سلامونه،
    د ډ.صاب خالدي څخه ډیره مڼنه چې د افغان او افغانیت د ژبې یا ژبو اصلیت او قدامت ته ېې په زړه پورې معلومات وړاندې کړي او په عین زمان کې ېې افغان چارواکي د بیګانه ګانو ژبنۍ او کلتوري یرغل ته متوجه کړي دي . د ښاغلي سیلاني له ژباړې هم زیاته مڼنه.
    اګر از دري زبانان اصیل افغان ( اعم از تاجیکان، اوزبیک و ترکمن ، هزاره و ایماق و… ؛حتی دریزبان سوي پشتونها!) پرسیده شود که معنی : پوهنتون، مکتب، قاضی، څارنوال، شفاخانه و.غ. را به دري خوب درک میکند یا به فارسي ایراني یعنې: دانشګاه، دبستان،دبیرستان، دادګستران، دادستان ، بیمارستان و امثالهم استان و فستان و چیستان ؟؟؟
    البته چې زمونږ د ښکلو افغاني ژبو شکرې او شودې ډیرې درنې او خوندورې دي نظر د یویشتمې پیړۍ فارشیعستانو نیولوګیزم ته.
    یوه ډیره مهمه خبره چې دا ۳۰ کاله ورته اطلاعاتو او کلتور وزارت او اړونده چارواکو لټي او خارجیاني یرغلونو ته ېې په دسته اجازه ورکړې د معلوم الحالو ټلویزیونونو او رسنیو بر آلا د افغانانو د ذهنونو مغشوشول او نا مانوسه کلماتو اسعمالول دي چې نه ېې کرزي، نه غني او نه شوروای ملي پرې سانسور ونه لګاوه!؟؟؟ . طلوع، میترا، آیینه، لمر، یک ، ا.د.ن.
    …..

  3. سلام
    کله چی دافغانستان دعلو مو اکاډمۍ دژبو او ادبیاتو مرکزدپښتو ژبې او ادبیاتو انستیتوت املا او انشا ، دومره کمزورې وی چې د کمیت او کیفیت په لحاظ یې نه علم او نه ادب منلی شی او له دی اخوا دګرامر د اشتقاق خبره کوی خو بیا د همدې څېړن پوه ، محقق او سر محقق په یوه بسیطه او ساده جمله په شپږ واوو(و،و،و،و،و،و) باندې بشپړه کړې وی نو ژبه څنګه پرمختګ وکړی .
    د اکادمۍ زیات شمیر نثرونه علمی بڼه نه لری او زاړ ه یو ډول قالب کې پاتې لاڅه بلکې تکراری دستاینو په مترادفو الفاظو کې ورک دی او له مبالغې نه هم اوړی یا په بله مانا یوازې باټې او لافې دی چې علم دا سلیقه باور نه لری او دابه ژبه کې کږه لاره ګنل کیږی.
    اصلا د لته دژبې حیاتی پرمختګ ، نړیوالتوب، سیمه ایزه یووالی دلهجو او سلیقو په هکله ، دژبې مسلکی اړخ ته په کتو سره هېڅ کار نه دی شوی .رسمی اوعلمی مر کزونه نه بهر کې او نه دننه شته چې داستره تشه ده او دژبې ګناه نه ده.اوس زموږ خوان نسل دیر تکړه لیکوالان لری او د بشبړ استعداد خاوندا ن دی. ولې
    پښتو او پښتونولۍ په سمت : شمال او جنوب ،ختیخ او لویدیځ نه ویشل کیږی دپښتو ښایست په سوله و برابرۍ او د ګډملی فرهنګ هویت کې رانغښتې ده.
    دډاکتر ساپی خبر ه زموږ یو شمیر چرګان پردۍ باجې ته سر ښه خوځوی که کراریې نیسې هم چیغی او که په زوره هم خوخپل ورته بد ښکاری او ټېل وهی ېې وایی مه کوه په ما چې وبه شی په تا ! د طلوع په ارشیف کې څارنوالی لا په سارنوالی باندی رابرسېره کیږی.
    رهین مردار خو داطلاعاتو او کلتور وزارت دایران اخوندانو ته سپارلی وه .په ډیره مکاری یی دا چینلونه بلد کړ
    ل او ګورۍ چې څه روان دی ؟ یوه فرهنګی برخه نه لرو چې ددانش او بینش په معیار ولاړه وی دنجونوجامې او څېرې خو خبرې نشی کولای ټول د هنر په دهلیز کې دجان او قربا ن اوزمزموپه هیاهو کې ورک دی.
    جنګ اوجګړه مستقما ژبې سره تړاو لری خو دربانی کابل وژونکی ،کرزی مکار ، غنی چې بې شخصیته او بد اخلاق ته مارشالی ورکوی دژبې لپار ه کوم مثبت ګام نه دی اوچت کړی .
    وایی چې زاغ زنده باد!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب