جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeمقالېارواښاد پوهاند ډاکټر نوراحمد میرازی

ارواښاد پوهاند ډاکټر نوراحمد میرازی

نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ

په ډيره خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې زما دکوچنيتو ب ډېر ګران ملګرى ارواښادپوهاند دوکتور نوراحمد میرازى دورپېښې ناروغۍ  له کبله په حق ورسيـد
انالله و اناالیه راجعون
دارواښاد سره زه دکـوچنيوالي راپدې خوا ملګرى وم او خورا ښه يي پېژنم ٠ په ملګرتيا باندې افتخارکوم 
ارواښاد زما سره يوځاى درحمن بابا په ليسه کې ان تر دوولسمه  صنفه  پورې هم ټولګى پاتې شو ٠  په درسـونو کې ډېرلايق اوخورازحمت کش او با دسپلين شاګرد وو٠ په ملګرتيا کې ډېر کلک صادق اووفا دارشخصيت وو٠  ارواښاد دخپل لياقت پر اساس زما سر ه يوځاى دلو ړوزده کړو په موخه  المان هيواد ته لا ړ او دبيالوژي په څانګه کې ېې  په اعلى درجه دوکتورا ترلاسه کړه  وروسته له هغې خپل وطن ته راستو ن شو او دکابل پوهنتون ساينس پوهنځى بيالوږې په څانګه کې استاد مقررشو٠


ارواښاد په پښتواوخپل وطن مين ملي علمي شخصيت وو٠ همد الامل وو چې ارواښاد خپل لکچرونه داساسي قانون په رڼا کې  دتقاعدۍ  تر اخېرې  ورځې پورې په پښتوژبه ورکول ٠  ارواښادهغه غېرتي ، ننګيالى ،  باهمته اودکلک عزم سړ ى وو چې لږڅه نيمه پيړۍ يې په پښتو ژبه تدريس ورکړ , که څه دارواښاد پر و ړاندې دښمنانـو ډيرې  دسيسې جوړې کړې  او دمرګ اخطارونه هم ورکړ ل شو ل، خوارواښاد  دچا پر وا نه درلوده  او په پښتو مورنۍ ژبه  يې لکچرونـو ته دوام ورکړ ٠  

آرواښاد هغه ملي فرهنګي علمي شخصيت وو چې دهيواد په کچه سا ر ى نه لري ٠ داځکه چې ارواښاد دعمل په ډ ګرکې پښټو ژبه په ظالمو چارواکـو ومنله اورسمي کړه ٠ ارواښادنيمه پېړۍ په علمي او مسلکي ډګر کې زرګونه ځوانان مسلکي  وروزل او د کابل پوهنتون ساينس پوهنځي کې يې د استادی پر مهال د هيواد د بچيانو خدمت وکړ، مړينه يې د افغانستان د علمي او اکا‌‌‌‌‌‌ډمیکې ټولنې لپاره يوه لويه ضايعه بولم .

دارواښاد دمړينې خبر ولړزولم ـ هيڅ باور مې نه کيدلو داځکه چي په صحت جوړ ـ سپورټي اودنګه ځواني خداى ورکړې وه ـ 
اخ مرګيه ولې دومره وختي راغلې ارواښادخو لاځوان شخص وو ـ اخ نوراحمده دستادمړينې خبر دومره دردلري چې  زور يې  نه لرم  ـ کاشکې يواخير ديدن مو سره شوى واى ـ ته خو بې خبره زما څخه لاړ ې ـ  مه خفه کيږه تا يوازې نه پريږدم ـ ليرې نه ده چې زه هم درشم ـ

الله تعالی دې تاته جنتونه په نصیب کړي، کورنۍ او ټولو خواخوږو دوستانو ته يې د الله ج له درباره جمیل صبر غواړم.

پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ

د افغانستان د اټومي انرژي پخوانی مسؤل مشر

د الحاج پوهاند دکتور نوراحمد میرازي لنډ ژوند لیک


الحاج پوهاند دکتور نوراحمد میرازی، په ۱۳۲۳ ل کال د پکتیا ولایت د ځاځیو ولسوالۍ میرازي کلي کې زیږیدلی دی. ده خپلې لومړنۍ، منځنۍ او ثانوي زده کړې په ۱۳۲۹-۱۳۴۰ کلونو کې د رحمان بابا په لیسه کې په ډيره ښه درجه بشپړې او له همدې امله په ۱۳۴۱ کال کې د لوړو زده کړو لپاره د جرمني هیواد ته واستول شو. ښاغلي میرازي په جرمني کې په ۱۹۶۳ کال کې آلماني ژبه زده او په ۱۹۶۳ کال کې یې د جرمني په فرانکفورت کې د کالج ټاکلی پروګرام د لوړو نمرو په اخیستلو سره بشپړ کړ. همدا سبب و چې د لوړو زده کړو لپاره پوهنتون ته انتخاب شو.


ښاغلي نوراحمد میرازي د ۱۹۶۴-۱۹۶۹ کلونو په ترڅ کې د  Johannes Gutenberg پوهنتون څخه د ماستري تیزس په لوړه درجه دفاع کړ. میرازي ته د دغه ستر اکاډمیک بریالیتوب له کبله په یاد شوي پوهنتون کې د دکتورا فرصت ورکړل شو او له ۱۹۶۹-۱۹۷۲ پورې د دکتورا تیزس بشپړ او د یاد شوي پوهنتون د علمي مسلکي پوهانو د ټولنې پر وړاندې یې له خپل تیزس څخه په اعلی درجه دفاع وکړه او د دکتورا (PhD) ویاړ یې ترلاسه کړ.


دکتور نوراحمد میرازی د ۱۳۵۱ کال په مني کې هیواد ته راستون او د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې د استاد په توګه وټاکل شو او په دنده یې پیل وکړ.


پوهاند دکتور نوراحمد میرازي کابو نیمه پیړۍ ګران هیواد ته د خدمت په خاطر له ځنډه پرته په پرلپسې توګه په زرګونو علمي مسلکي او ملي کادرونه روزلي او ټولنې ته یې وړاندې کړي دي.


پوهاند دکتور میرازي د هیواد په د ننه او بهر کې په لاندنیو لنډمهاله پروګرامونو کې برخه اخیستې ده:
ϖ په ۱۳۵۷ کال د هند په راجستان ایالت کې (Integrated nature resources program)!
ϖ په ۱۳۸۲ کال کې د جرمني په بن پوهنتون کې (Biology summer school program)!
ϖ په ۱۳۸۸ کال کې په ډهلي پوهنتون کې (Botany training program)!
ϖ په ۱۳۹۱ کال کې د دویم ځل لپاره په ډهلي پوهنتون کې (Botany training program) برخه اخیستې او بشپړ کړی یې دی.


پوهاند دکتور میرازی د جرمني متخصیصونو سره یوځای د هیواد په دښتو، غرونو او رغونو کې ګرځیدلی او د ساینس پوهنځي (Herbarium) د نباتي انواعو د شتمن کیدو لپاره نباتات راټول، تنظیم، نامګذاري او ځای پرځای کړي دي.
د پوهاند میرازي دندې
ارواښاد پوهاند صاحب د استادي ترڅنګ د بیولوژي څانګې د مشر، د کانکور کمیټې غړی، د ترفیعاتو کمیټې غړی، د ساینس پوهنځي سرپرست رئیس، د کابل پوهنتون د نشراتو رئیس، د کابل پوهنتون د علمي شورا غړی، د ساینس پوهنځی د علمي شورا غړی او د یاد پوهنتون د کیفیت د تضمین د کمیټې غړی هم پاتې شوی دی.


ارواښاد پوهاند صاحب د چاپيریال ساتنې په پروګرامونو، علومو اکاډمۍ او له هیواد څخه بهر په سریلانکا، اردن، هندوستان، پاکستان، جرمني او نورو هیوادونو کې په علمي کنفرانسونو برخه اخیستې ده.


ښاغلي استاد، د خپل اکادمیک ژوند په اوږدو کې، تر دېرشو ډېر علمي او څېړنیز آثار لري، چې په هیواد کې دننه او بهر په بېلابیلو خپرونو کې چاپ شوي دي.


پوهاند صاحب په پښتو، دري، انګلیسي او الماني ژبو په روان ډول خبرې لیکل او لوستل کولی شول.


ښاغلي میرازي، د افغانستان په علمي – اکاډمیک تاریخ کې د هغو ګوتو په شمار علمي – مسلکي او ملي شخصیتونو څخه دی، چې د هیواد د علمي فرهنګ په بډاینه، له خپل اصیل ملي هویت څخه د دفاع او د ملت جوړونې په لار کې یې له بل هر چا څخه ډیره برخه اخیستی او پریمانه قربانۍ یې ورکړې دي، چې راتلونکی نسل په هغو ویاړ کولی شي.


د افغانستان د څلورو لسیزو وروستي ناورین او غمېرې، نه یوازې په ملیونونو افغانان په نیابتی ډول له خپل کور او کلي څخه مهاجرت ته مجبور کړل، بلکې په دې موده کې، ډلې ډلې پوهان، څېړونکي او د پوهنتون استادان هم له هیواد څخه ووتل او علمي – اکاډمیک مرکزونه کمزوري او خالي شول. خو پوهاند دوکتور میرازی، هغه ملي – اکاډمیک شخصیت و، چې هم یې پوهنتون او هم د ده کور، د هیواد دکورنیو جکړو په بهیر کې، د راکټونو تر باران لاندې و، خو هیواد یې پرینښود او د هیواد د بچیانو لپاره یې قلم، کتاب او تباشیر له لاسه ونه غورځول.


د بیولوژی څانګې استادانو، دده د دغو، بې سارو خدمتونو په ویاړ، د ۱۳۹۵ کال د وري د نهمې نیټې په مجلس کې د رایو په په یوالي، پریکړه وکړه، چې له دې وروسته دې، د بیولوژي، څانګې شپږم درسي تالار د ( پوهاند دوکتور نور احمد میرازي تالار ) په نامه ونومول شي.


پوهاند دوکتور نوراحمد میرازی د روان کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۲ نیټه د ورپیښې ناروغۍ له کبله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې، روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې.

ماخذ :       Win Scholarship

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب