پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهننګرهارکې موټربم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

ننګرهارکې موټربم برید ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند ( سه شنبه، د سرطان ۱۷) د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي نن سهارشاوخوا لس بجې د دې ولایت په کوز کنړ ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو پر قومندان موټر بم برید شو.

خوږیاڼی زیاتوي، چې په دې موټر بم برید کې د سیمه ییزو پولیسو قومندان میرزمان او دوه ساتونکي یې وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي په دې موټر بم برید کې د پولیسو او ملکیانو په ګډون ۸ تنه ټپيان شوي دي.

د والي ویاند تاند وېب پاڼې ته زیاته کړه، چې ټپيان یې روغتون ته د درملنې لپاره لیږدولي.

تراوسه د دې چاودنې مسؤلیت چا نه دی منلی.

په دې وروستیو کې په ننګرهارکې یوځل بیا بمي چاودنو زور اخیستی، چې له امله یې د دې ولایت اوسیدونکي سخت اندیښمن دي.

وړمه ورځ هم د ولایت مخې ته د سره رود ولسوالۍ اجرائیه مدیر په یوه بمي چاودنه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...