پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت د طالب زندانیانو دنوي نوملړ غوښتنه کړې

افغان حکومت د طالب زندانیانو دنوي نوملړ غوښتنه کړې

تاند (سه شنبه، د سرطان ۱۷) افغان حکومت: د طالبانو هغه بندیان نه خوشې کوو چې په بېلا بېلو جرمونو کې ښکېل دي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، چې طالبانو دوی ته د ۵ زره طالب زندانیانو نوملړ سپارلی دی چې له دې ډلې یې ۶۰۰ تنه نه خوشې کېږي.

جاوید فیصل ویلي دغه کسان د نشه يي توکو په قاچاق، قتل، غلا، فساد او نورو شخصي جرمونو کې ښکلیل دي.

هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې له طالبانو یې غوښتي څو ددغو کسانو پر ځای د نورو زندانیانو لیست ورولیږي او دوی به ۵ زره کسیز لیست پوره کړي.

بلخوا داسې ویل کیږي چې د ۶۰۰ کسانو له جملې ځيني یې درانه او جرمونه لري چې په دې پروسه کې نه ازادیږي.

بلخوا طالبانو په ټینګار سره ویلي چې د هماغه ورسپارل شوي لیست له مخې به یې افغان دولت ۵ زره طالب زندانیان خوشې کوي کنه د سولې بین الافغاني خبرې به پیل نکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب