جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبله طبیعت سره| نازو پسرلی

له طبیعت سره| نازو پسرلی

د غره لمنې ته په شنو وښو کې ناست و مخامخ د اوبو لویه ویاله بهیدله ور ولاړه سوم اوبو ته مې پښې وغزولې، سړې وي خو بدې نه لګیدلې، شاوخوا دغرو پر سر د ژمي واوره لا نه وه ویلې شوې د لمر ځلا ته ځیږه واوره داسې بریښیدله لکه د ریګزري سپین ټوکر. تل به مې ویل د ګردې لمنې یو کمیس به ترې جوړوم خو تر اخیره مې وانه غوست. روانو اوبو ته مې کتل او زه هم داسې ورسره روانه وم د سوات د مدین هغه ښکلی ښار چې مازدیګری به دواړه سره ولاړ و او د مست سیند په غاړه به مو لمونځ وکړ. تا به سیند ته وکتل او ویل به دې: پوهیږې دا سیند او هغه زموږ د کلا لویه جلګه دیر توپیر لري جلګه له شنو وڼو سره پرته وه مازدیګری به کلاوالې پیغلې په جلګې کې سره ټولیدلو منګي‌‌‌‌‌‌ به مو وروورو په لپو ډکول چې د غنمو د لو وخت به و بیا به مو اور بلاوو او نینې به مو وکړې. روانو اوبو ته مې وکتل او تیرو وختو ته بیا ولاړم خو زه له ځان سره خواله کوم: اف هغه د اوبو وحشتناکې غټې غټې څپې
‎او له کاوړه غږ چې زه به ځنې و‌‌‌‌‌‌ډاره شوم چې ستا لمنه به مې کلکه ونیوله د امن احساس به مې وکړ، خو دا سیند هغسې مست نه دی اوبه یې هغسې مستې او قهرجنې هم نه دي. هغه ‌‌‌‌‌‌ډار هم ‌عجیب و.

‎بیا مې هغسې کله هم په ‌‌‌‌‌‌ډار کې د امن احساس او هغسې نازونه ونه لیدل. پښې مې له اوبو نه وایستلې لمر ته مې وکتل له غره پناه کیده، سر مې په زنګانه کیښود تل به مې ویل چې د اوبو غاړه وای زه اوته وای چې کیسې دې راته کولې شاوخوا به مې یوه نیمه غټه ‌‌‌‌‌‌ډبره راواخیستله او اوبو ته به مې ختا کړه تا به راته وویل د اوبو په هغه بله غاړه سړي ناست دي شرم ده غټه پیغله یې، پښې مې له اوبو نه وایستلې لمر ته مې وکتل له غره ولیدو. د اوبو په غاړه تکې تنها ‌‌‌‌‌‌ډوبه وم، هو راته ویل دې زه به تل درسره یم او نظر به مې درباندې وي پاکی رڼو اوبو ته مې وکتل مخ مې کټ مټ داسې راته ښکاره شو لکه هغه ستا تصویر چې د سینګار په میز مې ایښی دی، په غوږو مې ستا د پوست غږ انګازې اوریدلې شاوخوا دې اروا راسره وه، خو ترمنځ مو د یو بل لمس کول نه وو، هغه ټوله مجلسونه مو سره وکړل داځل په ویښه راغلې وي نه په خوب کې، څنګ ته مې وکتل تیږه مې اوبو ته واچوله ورپسې مې بیا بله ورګوزار کړه دریمه مې هم ورپسې ختا کړه، خندا راغله. اوس څوک نه وو خو ستا پوست غږ مې تر غوږو شو اولاد به دې ووینې: له شا مې د زوی غږ واورید.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب