شنبه, اپریل 20, 2024
Home+ادراکي ژبپوهنه | اجمل ښکلى

ادراکي ژبپوهنه | اجمل ښکلى

۲

۴- تاريخ:

۴-۱- ادراکي علوم:

ادراکي علوم د ذهن يوه ګډڅانګيزه(Interdisciplinary)  مطالعه ده، چې فلسفه، ذهني ارواپوهنه، مصنوعي ځيرکي(Artificial intelligence ) عصب پوهنه، ژبپوهنه او انساپوهنه رانغاړي.  د ادراکي علومو ريښه د شلمې پېړۍ شپږمې لسيزې ته رسېږي. په دې وختونو کې بېلابېلو څانګو د انسان پر ذهني حالت او بهير باندې څېړنې وکړې.

د ذهن د مطالعې ريښې په لرغوني يونان کې تر اپلاتون او ارستو پورې رسېږي. په نولسمه پېړۍ کې وليم وونت(Wilhelm Wundt ) او زده کوونکو يې د انسان د ذهن منظمه لابراتوري څېړنه پيل کړه؛ خو ډېر وخت نه و تېر چې تجربي ارواپوهنه چلنوالې(Behaviorism) ماته کړه. په چلنواله کې د ذهن پر ځاى پر چلن ټينګار وشو.

چلنواله د ژبپوهنې په بڼه د شلمې پېړۍ په لومړيو کې رامنځته شوه.پر ۱۹۱۳ کال د جان واټسن اثر(Psychology as the Behaviorist Views It) چلنواله رسمي کړه.نور سرخېل يې پاولوف او سکينر دي. په يوه ډول يې د فرويډي ارواپوهنې سره مخالفت وښوده، چې د انسان د چلن تر شا يې ذهن او لاشعوري لاملونه ليدل او د چلن پر ځاى يې د ده پر شخصيت د پوهېدو لپاره پر روان ټينګار کاوه.

چلنوالې له ۱۹۲۰ نه تر ۱۹۵۰ کلونو پورې پر ارواپوهنه واک وچلاوه او اروپوهنه يې ساينس کړه.د فرويډ ارواپوهنې ګټې محدودې او تر رواني ناروغيو تر درملنې پورې وې.د فرويډ  په ارواپوهنه کې اروا ته د يو ډول رنځور په سترګه کېدل، خو چلنوالې ارواپوهنه د درملنې له محدوديته راوايسته او په ورځني ژوند يې ورګډه کړه.له چلنوالې نه د زده کړې لپاره استفاده وشوه او پر بنسټ يې ګټوره روزنه شونې شوه.د روزنې همدا لار بيا وروسته ادراکي ارواپوهنې هم پسې وپالله.ژان پياژه د ماشوم په زده کړه کې د ده پر ادراک ګټورې خبرې وکړې.

چلنواله تر ارواپوهنې پورې محدوده پاتې نشوه، تر فلسفې او ژبپوهنې هم راغله.بلوم فيلډ يې په ژبپوهنه کې يو مهم پلوى ګڼل کېږي، چې ژبه په عمل يا چلن کې مطالعه کوي.

د چلنوالې په اند، زموږ چلنونه د ذهني محرک پر ځاى د شرايطو زېږنده دي.دا شرايط دي، چې د محرک نقش لوبوي او موږ يوه چلن ته لمسوي.پر دې بنسټ موږ خپل هر چلن، هغه که د خبرو په بڼه ژبنى چلن هم وي، د همدې شرايطو له مخې توجيه کولاى شو او ارواشننې ته يې اړتيا نه لرو۔مثلا: موږ خپل چلنونه د تقليد په بڼه له نورو زده کوو.کله چې څوک ووينو، چې د غم په حالت کې ژاړي، دا زده کړو او دا ژړا يا خندا زموږ په ژوند کې دومره تکرار شي، چې بيا د غم يا ښادۍ په مناسبت ژړا او خندا راځي.يوه بېلګه به راوړو: يو مارغه مو وږى ساتلى.بيا يې چې څه وخت وروسته ورشئ، چغار پيل کړي،  فکر کوي، چې ډوډۍ ورکوئ؛ خو تاسو ډوډۍ نه ورکوئ.مارغه دا عمل دومره تکرار کړي، چې بيا هر ځل تاسو مخې ته ورشئ، چغار کوي.ستاسو ورتګ د مارغه د چغار محرک دى، چې د څېړنې لپاره ېې د همدې شرايطو مطالعه بسنده ده او ذهن ته پسې ورتګ اړين نه دى.

 د ١٩٥٦ کال په شاوخوا کې وضعيت په ډراماتيکه توګه بدلون وکړ. جارج ميلر په خپلو څېړنو کې وښوده، چې د انسان د تفکر ظرفيت د حافظې له مخې محدود دى، چې دا  محدوديتونه په اوو ډولونو کې راټولېداى شي. تر دې يو څو کاله مخکې ابتدايي کمپيوټرونه هم ايجاد شوي وو، چې سرخېلو يې د مصنوعي ځيرکۍ پر څانګه کار پيل کړى و(Stanford Encyclopedia of Philosophy).

د کمپيوټر ايجاد هم د سياسي موخو لپاره و.په ۱۹۴۳ کال د دويمې جګړې لمبو کې امريکا د يوه داسې نظام پر جوړولو کار پيل کړ، چې د نازي المان کوډ کړې وراشې(مکالمې) له رمزه وباسي.د دې چارې مسؤوليت آى بي يم شرکت او هاروارد پوهنتون پر غاړه واخيست.دوى په ۱۹۴۴ کال د اى ايس سي سي په نامه يو لوى کمپيوتر جوړ کړ چې وزن يې پينځه ټنه و، پينځلس متره اوږده او دوه نيم متره پلن و، چې يوازې تر ۲۴ رقمي پورې يې ۷۲ عدده ساتلاى شول.

تر دې څو کاله مخکې لا د دويمې نړيوالې جګړې په په سر کې د نظامي دلايلو پر بنسټ د امريکا دولت پر روسي، الماني، هلندي، اسپانوي، ايټالوي، جاپاني، چيني، تاييلندي او برمايي ژبو د پوهېدو لپاره د امريکا د علمي ټولنو د شورا او د امريکا د ژبپوهنې د ټولنې ترمنځ د ژبې پراخه برنامه(ILP) جوړه کړه، چې دا يې د دويمې نړيوالې جګړې پيل کې د اردو د تخصصي روزنې په برنامه(ASTP) کې مدغم کړه.په دې توګه د پاسنيو څو ژبو د زده کړو بهير پيل شو، چې دا چاره پوځ او ژبپوهانو په ګډه پر مخ بېوله، چې يو مهم غړى يې د امريکا د چلنيزې ژبپوهنې نوميالى ژبپوه بلوم فيلډ هم و، چې (د بهرنيو ژبو د عملي زده کړې لنډ لارښود) او پر فيلنډي ژبه يې دوه کتابه په همدې دوره کې خپاره کړل(سورن، ۱۳۸۹: ۱۴۵).د سياسي، نظامي او علمي لوريو دې ګډ کار په امريکا کې د ژبپوهنې لورى له چلنوالې واړاوه او د چامسکي او ادراکي ژبپوهنيزې تيورۍ ته يې لار هواره کړه.

د کمپيوټر ايجاد د پوهانو پام د انسان حافظې او ذهني بهير ته واړاوه، چې انسان معلومات په خپله حافظه کې څنګه ساتي او څنګه يې پروسس کوي.پوهانو د کمپيوټر او د انسان د ذهن ترمنځ ورته والي وموندل.

۴-۱-۱-  ادراکي ارواپوهنه:

د ادراکي ارواپوهنې ارواپوهنې په پرمختيا کې ګڼو ارواپوهانو خپل نقش لوبولى.کوهلر په ۱۹۲۵ کې د ګشتالت ارواپوهنې په لړ کې د (Mentality of Apes) په نامه اثر وليکله چې چلنواله يې پکې رد کړې وه.تر ده په وروسته په ۱۹۴۸ کې نوربرت وينر د (Cybernetics: or Control and Communication in the Animal and The Machine) په نامه اثر وليکه او د کمپيوټر او حيوان د ذهني بهير ورته والى يې په ګوته کړ.ټولمن بل ادراکي ارواپوه دى، چې پر ادراکي نخچو کار وکړ او و يې ښوده، چې حيوانانت يو داخلي چلن هم لري.جارج ميلر بيا په ۱۹۵۶ کې په دې لړ کې د (The Magical Number 7 Plus or Minus 2) وليکه.نيول او سايمن په ۱۹۷۲ کې د ادراکي ستونزو پر هواري کار وکړ.ميلر له جروم برونر سره په ګډه په هاروارډ کې کار وړ.اولريک نايسر په ۱۹۶۷ کې د “Cognitive Psychology” اثر په خپرولو ادراکي ارواپوهنه په رسمي توګه رامخته کړه(Saul, 2020).

ادراکي ارواپوهنه د چلنيزې ارواپوهنې پرخلاف د انسان د ذهني بهيرونه مطالعه ده، چې دا ذهني بهيرونه لاندې دي:

  • فکر کول
  • استدلال
  • پرېکړه(قضاوت)
  • اراده
  • ذهني انځورګري
  • ژبه
  • د شمېرو پېژندګلوي
  • حافظه
  • د ايجاد قوه
  • درک
  • مفهومي کول
  • تصميم نيول
  • د ستونزه هوارى
  • غوراوى
  • د فکر په اړه فکر کول (Meta-cognition)

ادراکي ارواپوهنه يوازې پر ادراکي نه، بلکې پر دې هم بحث کوي، چې ستاسو ادراکي ستاسو په چلن کې څرنګه راښکاره کېږي. په دې توګه دا ارواپوهنه له چلنيزې ارواپوهنې سره دا توپير لري، چې چلنيزه ارواپوهنه د انسان د چلن محرک بهرني شرايط بولي؛ خو ادراکي ارواپوهنه د دې پرخلاف دا محرکونه د انسان په ذهن کې مطالعه کوي.مثلا تاسو تاسو له خونې بهر وځئ.پر مخ مو سړه هوا لګېږي، بېرته په منډه کور ته راننوځئ.د چلنوالو په اند، ستاسو د بېرته راګرځېد محرک بهرني شرايط يعنې سړه هوا وه، خو کله چې تاسو بهر ووځئ، فکر درولېږي، چې که بازار ته ووځم، ممکن زکام شم يا بايد د زکام د مخنيوي لپاره يو پټو واغوندم او په دې ډول تاسوې بېرته خونې ته وګرځئ.دا ټول بهير په ذهن کې دننه ترسره شو او دا هغه څه وو، چې چلنوالو پرې پښه راښکلې وه۔

په نولسمه پېړۍ کې پاول بروکا د مغزو هغه برخه کشف کړ چې ژبه توليدوي او کارل ورنيکا يې هغه برخه کشف کړه، چې پر ژبه د پوهېدو لپاره کارېږي.دې کشف د ژبې او ادراک په چاره کې ماغزه او ذهن مهم کړل(Julia Thomas).

ادراکي ارواپوهنې د شلمې پېړۍ په شپږمه لسيزه کې زور واخيست.دا هغه وخت دى، چې د معلوماتو د زېرمه کولو او راسپړلو(ډيکوډ کولو) له امله کمپيوټر مهم شوى.آرون بک اوس د ادراکي ارواپوهنې بنسټګر بلل کېږي، چې په ادراکي ارواپوهنه کې يې ګڼ آثار ليکلي دي.

د ادراکي ارواپوهنې تر شا درې لاملونه ډېر مهم وو:

۱- پر بهرني(ناذهني) چلن د چلنوالو  اډانه، چې ادراکي ارواپوهنه پرې ډاډه نه وه او پر ذهن يې د چلنوالې(Behaviorism) ځان ناګارول نيمګړتيا بلله.

۲- د تجربي مېتودونو (چې په ساحوي څېړنه کې ترې استفاده کېږي) پرمختيا.

۳- د معلوماتو د پروسس له مخې د انسان او کمپيوټر پرتله.

ادراکي ارواپوهنې د دقيقو او سختو لابراتوري پلټنو په مټ د ذهن په اړه د چلنوالې د مشروطو چلنونو او روانشننې له مفهومه د انسان د معلوماتو د پروسس ځانګړنې ته پام وروګرځاوه.چلنوالو پر ذهن پښه راښکلې وه، ځکه د دوى په اند، ذهن ته د تجربې لاس نه وررسي،  نو پکار ده، چې د انسان چلن مطالعه شي(McLeod)، خو ادراکي ارواپوهنې د انسان د اروا د پېژندلو لپاره دا مطالعه نيمګړې وبلله او کله چې کمپيوټر انکشاف وکړ، د کمپيوټر د معلوماتو د زېرمه کولو او پروسس د انسان په ذهن کې د معلوماتو له زېرمه کولو او پروسس سره د ارواپوهانو دلچسپي پيدا کړه.پر دې بنسټ د انسان د ذهن علمي مطالعه پيل شوه.پياژه د ماشومان پر ادراک څېړنې وکړې، چې د نړۍ په اړه معلومات څرنګه زېرمه او پروسس کوي.ژان پياژه سويسی ارواپوه دی، چې د د ادراکي ژبپوهنې په تاريخ کې ممه سړى تېر شوى دى.نوموړي د ماشومانو او زلمو پر ادراک يې اغېزناک کار کړی. د نوموړي په اند، د ماشوم ادراکي او عقلاني (Cognitive and Intellectual) وده په څلورو پړاوونو کې بشپړېږي:

۱- حسي حرکتي پړاو (Sensorimotor Stage): له زوکړې تر دوه کلنۍ.

۲- مخ عملياتي پړاو (Preoperational Stage): له دوه نا تر اووه کلنۍ پورې.

۳- عيني عملياتي پړاو (Concrete Operational stage): له اووه نه تر يوولس کلنۍ پورې

۴- جوړښتي عملياتي پړاو (Formal Operational stage): له يوولس کلنۍ نه تر شپاړس کلنۍ پورې

(Brown, 2000: 61)

په حسي حرکتي پړاو کې د ماشوم حواس فعال وي او د يوه څيز په نشت کې هغه نشي وريادولای او له هر څيز سره يوازې مخامخ چلن کوي. دې ته ايګوسنتريزم پړاو هم وايي. په مخ عملياتي پړاو کې کوچنی د دال او مدلول ترمنځ اړيکه نشي جوړولای. پر دال د مدلول يا په بله وينا په کلمه د څيز ګومان کوي. د “اوبو” کلمه ورته اوبه ښکاري او فکر کوي، چې د اوبو په کلمه يې تنده ماتېدای شي. نانځکه ورته واقعي انسان ښکاري. په دې پړاو کې ماشوم هر څه د خپل ځان پر چورليز(محور) څرخوي، پر خپل نظر باور لري او په خپلې ګټې او خوند پسې ځي. په مړو او ژونديو شيانو کې توپير نشي کولای، باد، سيند، غر او هر مړ څيز ورته ژوندی ښکاري. که په تيږه يې پښه ولګېږي، تيږې ته لغتې ونيسي. دې پړاو ته د انيمسيم پړاو هم وايي. تاريخ وايي، چې بشر هم داسې يو پړاو تېر کړی، چې اسطوري پېر ورته وايي، چې د ماشوم غوندې يې که د څه شي په اړه معلومات نه درلودل، له خپل تخيل نه يې پرې ورزياتول.

په ادراکي ژبپوهنه کې د ادراکي پروسس او په حافظې په لړ کې د سکيما موضوع هم مهمه ده، چې د ادراکي تيورۍ په لړ کې رامنځته شوې.سکيما د حواسو په مټ د ترلاسه شويو معلوماتو يو کڅوړه يا يو ادراکي چوکاټ دى، چې د نويو معلوماتو په ګړندۍ شننه او تنظيم کې له موږ سره مرسته کوي.

۴-۱-۲-  ادراکي ژبپوهنه:

ادراکي ژبپوهنه د ادراکي علومو، په تېره له ادراکي ارواپوهنې سره نېغه اړيکه لري، چې د پوهېدو لپاره يې لومړى بايد د ادراک د تيورۍ تاريخ راوسپړل شي.

نام چامسکي چې پر ۱۹۵۵ کال د ماساچوست د ټيکنالوجۍ د انسټيټوټ (MIT) استاد و، د انسان د ذهن فعاليت ته متوجه شو او د ژبې په اړه يې د چلنوالې تيوري، چې په امريکا کې د بلوم فيلډ او نورو په مرسته غوړېدلې وه، وننګوله. نام چامسکي د ژبې په اړه يوه ذهني تيوري وړاندې کړه، چې ژبه يې د انسان يوه طبيعي وړتيا وبلله او ګرامري جوړښتونه يې د ذهني پروسيجر په توګه مطالعه کړل.

د چامسکي ليدتوګه يوه ذهني ليدتوګه ده، چې د سوسور غوندې د وينا پر ځاى لانګ ته اهميت ورکوي؛ خو سوسور جمله د بالفعل وينا برخه ګڼله او چامسکي جمله د يوه انتزاعي واحد په توګه په لانګ کې مطالعه کړه.سوسور ژبه د کلمو او چامسکي د جملې په کچ وځيرله.د چامسکي په اند، هغه نامحدودې جملې(برسېر رغښتونه) چې موږ يې په وينا کې وايو، د محدودو ذهني جملو(ژور رغښتونو) زېږنده دي.د ده په وينا، جمله د اوړون (Transformation) د (۱- حذف۲- ځاى پر ځايينه ۳- زياتول ۴- ځايناستي(تعويض) ۵- تلفيق/ګډون  ۶- بدلون) په شپږو قواعدو کې له ژور رغښت نه په برسېر رغښت بدلېږي۔

رغښتي نحوه جملې د وينا په ظاهري سطحه مطالعه کوي او شني؛ خو زېږنده ليدتوګه د جملې په شننه کې ذهن ښکېل بولي، چې يوه مثالي، انتزاعي او کره جمله په يوه بالفعل جمله بدلېږي۔

د ګرامري جوړښتونو په اړه د چامسکي څېړنې د انسان ذهني پروسيجر تشريح کاوه، خو وروسته د ده د تيورۍ مخالفت وشو، چې په دې مخالفينو کې ځينې د ده شاګردان هم وو. چامسکي د مانا پر ځاى پر ګرامري رغښتونو ټينګار کاوه او مانا يې د دې جوړښتونو زېږنده بلله؛ خو ادراکي ژبپوهانو مانا او جوړښت نوک و ورۍ ګڼل او لومړيتوب يې مانا ته ورکاوه. چامسکي تصور درلوده، چې ګرامري جوړښتونه او مانا دوه بېل شيان دي او جوړښت د انسان د ذهني پروسيجر خپلواکه پايله ده؛ خو ادراکي ژبپوهانو د ژبې موخه د مانا لېږده وګاڼه.په زېږنده ليدتوګه کې ژبه د غږونو، وييونو، نحوې او مانا په بېلابېلو حوزو ويشل کېږي او دا ټولې له يوې بلې د خپلواکې څېړنې جوګه ګڼل کېږي.

د شلمې پېړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې چامسکي د ګرامري جوړښتونو په لړ کې د مانا د بې اهميته ګڼلو تېروتنې ته ځير شو او “د معيار نظريه”، “د پراخه معيار نظريه” او د “د سمې شوې پراخه معيار نظريه” کې ده او د فودور او کتز غوندې شاګردانو يې هڅه وکړه، چې زېږندې ليدتوګې ته پينې ووهي؛ خو د انشعابونو مخه يې و نشوه نيولاى.شاګردانو يې ليکاف او راس په زېږنده ماناپوهنه کې څېړنې وکړې او ورو ورو جارج ليکاف له زېږندې ليدتوګې ادراکي ژبپوهنې ته راغى او له ادراکي ليدلوري يې پر استعاره او انځوريزو سکيماوو يې بريالي کارونه وکړه.بل لور ته جانسن رابطه يي ګرامر(Relational grammar) ته مخه کړه، چې وروسته دى هم ادراکي ژبپوهنې ته راغى او له ليکاف سره يې يوځاى په دې برخه کې کار وکړ.په دې ډول د زېږندې ليدتوګې پايله ادراکي ژبپوهنه شوه.

که وګورو، زېږنده تيوري د بلومفيلډ د چلنيزې تيورۍ مخالف لورى دى.بلوم فيلډ د ژبې او چلن ترمنځ اړيکه رااخلي او ذهن ته اهميت نه ورکوي، پرخلاف يې زېږنده تيوري ذهن ته د نحوي جوړښتونو د مرکز په سترګه ګوري؛ خو که ادراکي ژبپوهنې ته متوجه شو، د دواړو اغېز او مخالفت پکې وينو.له زېږندې سره يې ورته والى دى، چې د انسان ادراک ته اهميت ورکوي؛ خو مخالف ټکى يې دا دى، چې حواسو او حسي تجربې هم پر ذهني انځور او ادراک ورزياتوي.همدا يې له چلنيزې ژبپوهنې سره ګډ ټکى دى، خو مخالفت يې ورسره دا دى، چې ذهن هم نه هېروي، بلکې تر حواسو زيات پر ادراک ټينګار کوي۔

په ټوله کې ادراکي ژبپوهنه په ژبپوهنه کې دننه له زېږندې اوړوني ليدتوګې (Generative Transformational theory)، په فلسفه کې له پوزيتويزم او په ادراکي علومو کې له ادراکي او ګشتالت ارواپوهنې اغېزمنه ده.

نور بيا

ادراکي ژبپوهنه | اجمل ښکلى

ماخذونه:

۱- سورن، پيتر اى.ام.۱۳۸۹.مکاتب زبان شناسى نوين در غرب(بخشى از کتاب زبانشناسى در غرب).ترجمه على محمد حق شناس.تهران: سمت

۲- مقدم، محمد دبير. ۱۳۸۳. زبانشناسى نظرى(پيدايش و تکوين دستور زايشى).ويراست دوم. تهران: سازمان مطالعه و تدوين کتب علوم انسانى دانشګاهها (سمت)

3- Sampson, Geoffrey. 1980. Schools of linguistics (competition and evolution). London: Hutchinson & Co. (Publishers) Ltd

4- Thomas. Julia. February 04, 2021. What is Cognitive Psychology? Examples, Definitions, and Benefits: https://www.betterhelp.com/advice/psychologists/what-is-cognitive-psychology-examples-definition-and-benefits/?utm_source=AdWords&utm_medium=Search_PPC_t&utm_term=_b&utm_content=118051369407&network=g&placement=&target=&matchtype=b&utm_campaign=11771068538&ad_type=text&adposition=&gclid=EAIaIQobChMIm5Cf-trX8AIVB5ftCh07ewmZEAAYASAAEgKsK_D_BwE

5- Stanford Encyclopedia of Philosophy، Sep 24, 2018: https://plato.stanford.edu/entries/cognitive-science/

6- Mcleod, Saul. 2020, Cognitive Psychology: https://www.simplypsychology.org/cognitive.html

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب