جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد جنوبي ولایتونو اوسېدونکو د اوربند غوښتنه وکړه

د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو د اوربند غوښتنه وکړه

تاند – د افغانستان د څو جنوبي ولایتونو اوسېدونکو د جګړې له ښکیلو لوریو د اوربند غوښتنه کړې.

د کندهار، هلمند، زابل، ارزګان او نیمروز ولایتونو زرګونو اوسیدونکو د پنځو سترو غونډو په ترڅ کې له دولت او طالبانو څخه د تلپاتې سولې او اوربند غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې ښکېل اړخونه دې نور د افغانانو غوښتنې ته په درناوي له جګړو لاس پر سر شي.

دوی وايي له سوله ییزو لارو دې سولې ته د رسېدو هڅې لا ګړندۍ شي چې په هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسېږي او افغان ولس د امن فضا کې ژوند ته دوام ورکړي.

د دغو غونډو ګډونوالو دغه راز په خپلو ویناوو کې جګړه د بدمرغیو مور، د ناخوالو دوام او د هیواد د تباهۍ لوی لامل بللې او په یوه غږ یې ویلي چې دوی سوله او اوربند غواړي.

ورته مهال د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر د حکومت د مذاکراتي ټیم له غړیو سره په لیدنه کې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو د بیا پیل خبر ورکړی دی.

نوموړي نن یکشنبه د جوزا ۹مه/ پر خپل ټویټر لیکلي چې افغان حکومت ددې ملاتړی دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او ټول تمرکز پر مذاکراتو دی.

هغه زیاته کړې چې د افغانستان حکومت مذاکراتي پلاوی به ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هلته په ټپه ولاړ مذاکرات به بیا ځلې پيل کېږي.

عبدالله د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیلیدو خبر ورکړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب